WTO-membership-890x395_c

افغانستان به دوو اونیو کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شي

افغانستان به د جولای په ۲۹ نیټه په رسمي توګه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یوسلو څلور شپیتم غړی شي .

څو اونۍ مخکې په دې اړه شوی پروتوکول د افغانستان د ملي شورا له خوا تصویب شو .

د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیو د ۲۰۱۵ م کال د ډیسمبر په ۱۷ نیټه په نیروبي کې د کانفرانس پر مهال په دې سازمان کې د افغانستان غړیتوب تایید کړی و.
هماغه مهال په دې اړه د افغانستان د استازي او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د مشر تر منځ یو پروتوکول هم لاسلیک شوی و .

اقتصادي کارپوهان وايي په دې سازمان کې به د افغانستان غړیتوب له نړۍ سره ددې هیواد په سوداګرۍ کې پراخې اسانتیاوې رامنځ ته کړي .

له بله پلوه به افغانستان هم د لاسلیک شوي پروتوکول له مخې ددې سازمان نورو غړیو هیوادونو ته په خپله خاوره کې او یا د خپلې خاورې له لارۍ د سوداګرۍ یو لړ اسانتیاوې برابروي .

د سوداګرۍ نړیوال سازمان په نړۍ کې د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه د یو لړ ځانګړو اصولو له مخې تنظیموي .