55ccd8f5e5bc7

افغانستان او پاکستان پر ځینو مسلو د همغږۍ پر مکانیزم سلا شول

په تاشکند کې شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د مشرانو د غونډې تر څنګ افغان او پاکستاني چارواکو تر یوې لیدنې وروسته وویل، دوی خپلو کې د یو داسې لوړپوړي مکانیزم په رامنځ ته کولو سلا شوي دي چې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر بیلابیلو اړخونو کې به د یو بل سر د هم غږۍ پر رامنځ ته کولو کار کوي .

په دې مسلو کې چې دا مکانیزم به پرې هم غږي رامنځ ته کوي امنیت، د دوو هیوادونو ترمنځ د خلکو او موټرو تګ راتګ او دې پورې اړوند نور مسایلو څیړل شامل دي .

دا پریکړه په تاشکند کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني ، د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر او پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز ترمنځ لیدنه کې شوې ده .

په یوه ګډه اعلامیه کې چې تر دې لیدنې وروسته خپره شوې ویل شوي: ددې وړاندیز شوي مکانیزم مشري به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان هغه سرتاج عزیز کوي . د افغانستان او د پاکستان د ملي امنیت سلاکاران به هم په کې برخه ولري .

ددې مکانیزم د څرنګوالي په اړه په خپر پاڼه راغلي چې دا مکانیزم به د دواړو خواوو د اندېښنو د څیړنې لپاره یوه تخنیکي کمیټه هم ولري .

ګډه اعلامیه وايي چې ددې رامنځ ته شوي چوکاټ دنده به یوازې د دواړو لورو د اندېښنو رفع کول او څیړل نه وي بلکې د هسې ترخو پېښو د مخنیوي لپاره به هم کار کوی چې په دې وروستیو کې په تورخم کې رامنځ ته شوه .

د تاشکند په لیدنه کې دواړو خواوو پر ځینو نورو دوه اړخیزو مسلو هم خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې د یو بل په کورنیو چارو کې به لاس وهنه نه کوي او د یو بل ملي حاکمیت ته به درناوی کوي .

دواړو لورو د تیر په څیر یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ضد پر شریکه مبارزه ټینګار کړی او د سولې د خبرو په اړه ویل شوي چې باید پر موقع داسې اقدامات وشي چې د پام وړ نتیجې ولري .

افغان او پاکستاني چارواکي په داسې حال کې په تاشکند کې په خپلو کې پر ځینو جنجالي مسلو خبرې کوي چې په دې وروستیو کې د تورخم له جګړې وروسته د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده .

پاکستان ویلي چې پر ډیورنډ کرښه څلور دروازې جوړوي او دایې د دواړو هیوادونو د امنیت پر ګټه کار بللی . خو افغانستان چې د ډیورنډ کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي سرحد په توګه په رسمیت نه پیژني پر دې کرښه د پاکستان له خوا د داسې تاسیساتو د جوړولو مخالف دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.