د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي،  د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم دا مهال د چین په رسمي سفر بوخت دی .
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم دا مهال د چین په رسمي سفر بوخت دی .

افغانستان، پاکستان ، چین او تاجکستان په څلور اړخیزې همکارۍ سلا شول

راپورونه وايي چې د چین په اورمچي ښار کې افغانستان ، پاکستان ، چین او تاجکستان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د همکارۍ په یو څلور اړخیز مکانیزم موافقه کړې ده .

په دې اړه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی دی .

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي، د افغانستان ، پاکستان، چین او تاجکستان د پوځ لوړ پوړو چارواکو په اورمچي کې په یو غونډه کې د همکارۍ دا مکانیزم پرانیست .

راپور وايي چې په دې غونډه کې له افغانستان څخه ددې هیواد د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال قدم شا شهیم ،د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د چین او تاجکستان پوځي مشرانو برخه لرله .
په راپور کې ویل شوي چې د څلورو هیوادونو ددې پوځي چارواکو په غونډه کې ټول اړخونه په دې سلا شول چې ترهګري سیمې ته یو جدي ګواښ دی ، او د څلورواړو هیوادونو پوځ باید ددې ګواښ پر ضد شریکه مبارزه وکړي .

په دې غونډې کې د ترهګرۍ پر ضد د څلور واړو هیوادونو تر منځ په پراخو پوځي همکاریو موافقه شوې ، او منل شوې چې د ترهګرۍ په برخه کې به دا هیوادونه له یو بل سره معلومات شریکوي ، شریک پوځي تمرینات به کوي او د مشکوکو کسانو په نیولو کې به همکاري کوي .

په غونډه کې پر دې هم سلا شوې ده چې څلور واړه هیوادونه چې کومه پریکړه کوي د ټولو په خوښه او ګټه به پریکړه کیږي .

همدارنګه څلور واړو هیوادونو منلې چې د یو بل ملي حاکمیت ته به درناوی کوي او د یو بل په کورنیو چارو کې به لاس وهنه نه کوي .

افغان چارواکو چین ته ددې هیواد د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز سفر تایید کړی او د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته ویلي چې په غونډه کې د چین ، پاکستان ، او تاجکستان له پوځي مشرانو سره خبري شوي دي .

ښاغلي وزیري وویل چې د افغانستان لوی درستیز د چین په اورمچي ښار کې د یادو هیوادونو له پوځي مشرانو سره لیدلي دي.

د جنرال وزیري په وینا په دې غونډه کې پر هغو لارو چارو خبرې شوي دي ، چې په کارولو یې څلور واړه هیوادونه له یو بل سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته کولی شي .

په دې غونډه کې د پاکستان چې په سیمه کې ورته د ترهګرۍ د پالونکي او صادرونکي هیواد په سترګه کتل کیږي ګډون د پام وړ دی .

افغان حکومت وايي په پاکستان کې ځینې دولتي کړۍ ترهګري په نورو هیوادونو کې د اغیز لپاره د یوې نیابتي وسیلې په توګه کاروي .

پاکستان تر دې مخکې هم په رسمي غونډو کې وخت په وخت د ترهګرۍ پر ضد د پراخې مبارزې په ترسره کولو ټینګار کړی خو په تیرو ۱۵ کلونو کې پرلپسې ثابته شوې چې د نړۍ د سترو ترهګرو ډلو مشران او غړي په دې هیواد کې پټنځایونه لري او په دې هیواد کې له ځانګړي دولتي ملاتړ برخمن دي .