business-comment_04_temp-1322726671-4ed7350f-620x348

اصلي پانګه پیسې دي، که نوښتګر فکر؟!

ژباړه- 
کیسه کوي، چې دوه کسان بې کچې یو بل ته سره ورته وو. داسې فکر کېده چې ګنې غبرګوني دي، خو دوی له یو بل سره ان پېژندل هم نه.

یوه یې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د جامو جوړولو د طراحۍ شرکتونه او مغازې درلودې او بل یې په کلي کې یوازې د یوه خټین او زاړه کور څښتن و.

یوه ورځ دوی دواړو پر یو وخت په ترافیکي پېښه کې ژوبل شول او خپلې حافظې یې له لاسه ورکړې.

له دې کبله چې ټکنالوژۍ او طبابت لا دومره پرمختګ نه و کړی له پولیسو او قاضیانو دوی دواړه غلط او سره بدل شول، بډای کس یې کلي ته واستاوه او د کلي غریب کاره کس چې هلته یې یوازې یو خټین کور درلود د لویو مغازو او شرکتونو خاوند شو.

له یوه کاله وروسته یوه عجیبه پېښه وشوه.

دوی هېڅکله د خپلو پخوانیو حافظو خاوندان نه شول، خو هغه کس، چې بې پروګرامه او غیر منظم ذهن یې درلود پر دې سر بېره، چې د ډېرې شتمنۍ خاوند و، د یوه کال په اوږدو کې یې خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړه، خو بډای کس، چې په تېروتنې سره کلي ته استول شوی و او یوازې یو زوړ کور ورپاتې و، د یوه کال په اوږدو کې دغه کوچنۍ کور پر یوې لویې فابریکې، شرکتونو او مغازو بدل کړ. غوښتنه یې دا وه، چې له دې وروسته باید د خپل کار او بار څانګې نورو هېوادونو ته هم وغځوي.

دوی دواړه یو بل ته سره ورته وو، داسې چې فکر کېدو غبرګوني به وي! خو د دوی په منځ کې ډېر ستر توپیر لیدل کېدو، چې ویې کولای شول یو د بدبختۍ له اوجه شتمنۍ ته ورسوي او بل هم له زیات ثروت او شتمنۍ څخه په یوه مسکین او مفلسه کس بدل کړي.

دا ټول د فکر بریالیتوب دی. خو ډېری کسان فکر کوي چې د بریا راز یوازې لومړنۍ ډېره شتمني او د خلکو بې قیده او شرطه ملاتړ دی.

له بده مرغه اوس هم ډېری کسان شته چې فکر کوي، خوښي یوازې په پیسو او شتمنۍ کې ده، ښه فکر، نظم او پروګرام جوړل هېڅکله هم نه شي کولای یو کس شتمن کړي.

شته ډېری داسې پلرونه او میندې، چې خپلو اولادونو ته یې ډېر څه په مېراث پرېږدي، دوی فکر کوي، زموږ له مرګه پس به زموږ اولادونه په هغه څه، چې له موږ څخه ورته پاتې دي، په خوښۍ اسوده او ارام ژوند وکړي، خو که یو انسان مرتب او منظم ذهن ونه لري د ټولې نړۍ شتمنۍ هم نه شي کولی یوه کس ته خوشالي ور په برخه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.