13502604_304681259864390_6270775496155661313_o

اصلي ملاتړ، رښتينې دفاع…؟ / شهرت ننګيال

د قطب الدين هلال کيسه مفته شوه، يوازې د هلال نه د ډېری نورو حزبيانو برخليک يې هم ګډوډ کړ. السابقون الاولون ټول برباد وختل، قاضي سلطان محمود صلاح هسې د سولې په عالي شورا کې جاخې جاخې کېده، ده چې څو ځان را ټولاوه ميدان بل چا ګټلی و.
داسې وګڼئ نور هلال د حزب دويم چارواکی نه دی، دا نور هم چې د نيمې پېړۍ پر سوابقو او تاريخ نازېدل ښايي نور يې پل په ايرو کې هم و نه موندل شي.
مزمل به بيا د حزب د تخطيط او تنظيم فرصت پيدا نه‌شي کړای، دا ځل تخطيط و تنظيم په نورو کرښو غځېږي، هغه چې مزمل په خوب کې نه دي ليدلي، کله يې د خيال‌پلو په کچه هم مزه نه ده څکلې.
هغه څه چې د حزب پخوانيو بلکې لرغونو غړيو په خپلو قربانيو او مبارزو تر لاسه نه کړای شول، ممتاز ژڼکي دغه اوږد او سخت مزل په څو دقيقو کې په يوه ګام لنډ کړ.

چې په يو قدم تر عرشه پورې رسي
ما ليدلی دی رفتار د دروېشانو
زموږ مشران او لېډران د خپلو تنظيمونو، ګوندونو غړيو ته د خپل ملکيت په سترګه ګوري، بشپړ اطاعت، سل په سلو کې تاييد بلکې عبادت ترې غواړي.

دوی دې ته نوک نه‌شي نيولای چې اوسني سياست او په ډېموکراټيکو ټولنو کې سياسي جوړښتونه د کامل اطاعت پر کرښو نه‌شي غځېدای. اوس له ګوند او سياست سره د پېيلتيا تر څنګ د اختلاف حق ځان ته خوندي ساتي، ځکه خو اختلاف انشعاب نه‌شي ګڼل کېدای.
دا د کمونسټانو، اخوانيانو او طالبانو مزاج و چې مشرانو مخکښانو يې په خپلو سترګو نورو ته د ليدو حکم ورکاوه، په خپلو غوږو يې د اورېدو قومانده ورکوله او خپله ژبه يې د نورو په خولو کې چلوله.

ځکه خو پر منطق و استدلال ولاړه ننګه نه غوښته، اوس يې هم نه غواړي، دغسې دفاع پڅه او پيکه ورته ښکاري. د دوی پر وړاندې حقيقي دفاع هغه ده چې ګرېوانونه پکې څېرې شي، د ښکنځلو باړونه وچلېږي، له خولو ځګونه باد شي، سوکان، څپېړې لغتې پکې وغورځي، سرونه مات شي، وينې وبهېږي.
د حزب او حکمتيار صاحب پر منطقي او مستدلل ملاتړ چې له کلونو حزبي وروڼو څومره ځانونه کړولي، هغه موږ ټولو ته څرګند دي، خو دا يو هم د فضل من الله ممتاز د څو دقيقو په ټلوېزيوني مشاجره او شخړه پسې نه‌شي رسېدای.

د طالبانو تر سقوط وروسته ډېری حزبيان کابل ته راغلل، د ځينو څوک نه په راتلو خبر شول، نه پر تلو، ځينې راغلي د ارګ په خټو کې داسې ښخ شول چې د بېرته تلو مخه يې و نه‌شوای موندلای.
دوی په حوصله او متانت د حکمتيار صاحب د دفاع ټغر وغوړاوه، خو دا نه د پام وړ راتګ وګڼل شو نه دفاع.
راتګ او دفاع د فضل من الله ممتاز وه چې په څو دقيقو کې يې پخپله يرغليزه سټراټېژي نوی باب او فصل را منځ ته کړ.

ما ته د کرزي په حکومت کې د خپل يو انډيوال تش په تشه د ولايت او بيا معينت مقام ته رسېدل که د هغه معجزه نه ښکارېده، نو له کراماتو مې سترګې نه‌شوای پټولای، خو ده پخپله د خاکيشاه مداري خبره را پورته کړه چې نه سحر است نه جادو، چالاکي دست است. د ده په خبره معجزه پرېږده، کرامات څه نه‌شي کولای، له حفيظ منصور سره مې چې د کرزي پر ننګه تر خوټو «دا ټکی د ملګري د خولې امانت دی، ځکه خو ما په دغه امانت کې د خيانت زړه و نه‌کړای شو.» ونيول، په اوونۍ کې مې دننه د ولايت فرمان توشيح شو.
تاسې ته به هم مالومه وي چې د ښاغلي کرزي په پلوي له منطقي جدل و استدلاله د ډېرو په خولو کې ژبې پر تالو نښتې وې، خو يو يې هم والي او معين نه‌شو.
اصلي ملاتړ هغه دی چې تر خوټو پکې ونيول شي، د دليل او منطق پڅ او پيکه ملاتړ په درد نه خوري.
له همدې ځايه هغو چې پر منطق او استدلال د کرزي صاحب پلوي کړې وه د خپل ملاتړ له مېوې او صلې په نهيلي د کرزي پر مخالفت ودرېدل.
خو د دوی مخالفت د کرزي صاحب لپاره کومه ننګونه نه وه، ننګونه او ګواښ د هغو کړيو او اشخاصو مخالفت و چې تر خوټو يې نيولای شوای، سرونه يې ماتولای شوای او وينې يې تلولای شوای.
ما دوه کاله وړاندې خپل يو پخواني دوست او اوسني چارواکي ته په خپل کالم کې يوه خبره ور اړولې وه، داسې مې ګڼله لکه غټه توره مې کړې وي. زموږ يو مشترک دوست او زما مطبوعاتي ملګري راته کړه، کالم به څه وي چې ته پرې دومره هسکه ور اچوې، شل خو پسې وليکه.
د ده خبره رښتيا ده، نه سوله‌يز او منطقي ملاتړ د چا خوښ دی، نه له سوله‌يز او منطقي مخالفته د چا سترګه سوځېدای شي.
يوازې لېډران نه، اوس عام تاثر هم داسې دی چې ګنې دليل او منطق پرېکړه نه‌شي کولای. زموږ خپل ملګري قاري عمرخېل يوې مرکې ته زما او اسد دانش پر نامه ځکه چليپا تېره کړې وه چې د ده په خبره په عدم تشدد مو نه‌شوای ترسره کولای.
که څه هم د اسد دانش په اړه عام ذهنيت داسې جوړ دی چې کاڼی پورته غورځوي، سر ترې لاندې ګرځوي، خو په حقيقت کې دومره ډيله دی چې کله په پېښور کې د مازدا کلينر د دويم ځلې کرايې لپاره پرې سترګې را وايستې له واره يې له نه، نو، خو پرته په جينګه خوله نغدې ورته کېښودې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.