support

اسټبليشمنټ – څېړنوال عبدالغفور لېوال

ډیموکراسي د نظامونو د اداري سیسټم د ټاکنې میکانیزم او شېوه ده، پخپله نظام نه دی. د نړۍ ګڼ نظامونه، خورا ځواکمن حکومتونه او تر ټولو د ډیموکراټو حاکمیتونو ممثلان هم د خپلو نظامونو تر شا یو پټ ځواک لري چې د دوی د ملي حاکمیت تاداو جوړوي. دغه پټ ځواک د لویو سیاستونو د ټاکلو صلاحیت لري، ډیموکراټیک یا ناډیموکراټیک حاکمیتونه، بیا د دغو سیاستونو د عملي کولو مدیریت کوي.

څېړنوال عبدالغفور لېوال
څېړنوال عبدالغفور لېوال

د بریالیو نړیوالو قدرتونو کمال ټول په همدې پټ ځواک کې دی چې دلته یې موږ «اسټبليشمنټ» بولو. د اسټبليشمنټ لغوي مانا ده؛ بنسټ ايښودل شوی، تاسیس شوی یا بنسټوال، خو په سیاست کې یې اصطلاحي مانا د هغه پټ یا ښکاره سټراټېژیک قدرت زړی دی چې هېوادونو او نظامونو ته سیاسي تګلوری ورکوي. اسټبليشمنټ د «سیوري دولت» په نامه هم یاد شوی دی.

ویل کېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو اسټبليشمنټ د لویو تولیدي کمپنیو د پیوستون یو داسې جوړښت دی چې اوس پر ټوله نړۍ راج چلوي. په ظاهره کې د دغه هېواد ولسمشري، کانګريس او سنا د ځواک مرکزونه دي، استخبارات لري، د نړۍ تر ټولو لوی پوځي جوړښت لري، قضا لري او نور ملي بنیادونه، خو د امریکايي ګټو په اړه پرېکړې د لویو پانګوالو داسې یوه هسته کوي چې خلک او نړیوال یې له نوم، جوړښت، سیسټم یا نورو ځانګړنو سره ډېر بلد نه دي. په دغه هېواد کې دا نور جوړښتونه داسې قراردادي شرکتونو ته ورته دي چې د اسټبليشمنټ له خوا پروژې په ټیکه اخلي او په خپل هېواد او ټوله نړۍ کې یې عملي کوي.

تاسې به لېدلي وي چې په نړیوالو قضایاوو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، پنټاګان یا بل اجرایوي ځواک د ټولو پوښتنو ځواب نه‌شي ویلای او په اساني سره درته وايي؛ موږ یوازې د خپلې څانګې د اجرااتو په اړه مالومات درکولای شو، په دې توګه تاسې ګورئ چې کوم بل ځای شته چې پرېکړې کوي، خو تاسې یې نه پېژنئ. په پاکستان کې اسټبليشمنټ پوځ او څارګره اداره ده، ملکي حکومتونه ځي او راځي، د ډیموکراسي د ډرامې پر بنسټ نظام جوړ شي، ړنګ شي، خو پاکستان پاتې وي او هېواد نه ورانېږي، ځکه د ظاهري نظام تر شا اسټبليشمنټ لا پر ځای دی.

په ایران کې د اخوندانو کومه شورا شته چې د ایراني ټيپ هژمونیک نيشنلیزم او اخوندي شعیه‌یزم پر ایډیالوژي جوړه ده او ایراني سیاسي ماشین چلوي. په ځينو هېوادونو کې استخبارات په نورو کې ګوندونه، په ځینو کې ملتپال «نيشنلیسټ» سیاسي جوړښتونه او په ځینو دودیزو هغو کې سلطنتي کورنۍ یا قبایلي جوړښتونه د اسټبليشمنټ حیثیت لري. اسټبليشمنټ څو ځانګړنې لري، عام خلک یې نه پېژني، تشریفاتي حیثیت نه لري، په نړیوالو تعاملاتو کې مخامخ طرف نه وي «مانا ډیپلوماټیک پېژاند نه لري.» هيڅکله د هيڅ سیاسي یا پوځي عمل مسوولیت مخامخ پر غاړه نه اخلي. په ارادي توګه د ملي ګټو پر وړاندې ګام نه اخلي، مګر که د ناسمې پالیسي یا تېروتنې «ناسمې محاسبې» له کبله یې پرېکړه ملي ګټې زیانمنې کړي، ډېر ژر یې د سمون او بدلون هڅه کوي.

اسټبلېشمنټ په یوه نالیکلي قرارداد کې صلاحیتونه له انتخابي حاکمیتونو سره وېشلي وي، همدوی د حکومتونو لپاره سرې کرښې ټاکي چې په هيڅ صورت یې نه‌شي تر پښو لاندې کولای. حکومتونه د انساني سیاستونو، عدالت، ډیموکراسي، بشردوستي، نړیوالې سولې، ښو مناسباتو او نورو شعارونو دعوې کوي، خو په حقیقت کې اسټبليشمنټ د خپلو ملي ګټو د ساتلو په لاره کې دغه ټول شعارونه ماتوي او حکومتونو ته د عمل کولو تګلاره ور په ګوته کوي.

اسټبليشمنټ هيڅ راز اخلاقي ارزښت ته ژمن نه وي، دغه ګواښمن ځواک یوازې او یوازې خپلې ملي ګټې ساتي. په هر قیمت او د هر څومره متشدد عمل په مرسته چې وي، خو ملي ګټې او د خپل هېواد برلاسي یې هدف وي. د اسټبليشمنټ همدغه ځانګړنه په نړیوال کچ حکومتونه له ډېرو پوښتنو سره مخامخوي. په ځینو هېوادونو کې که حکومتونه د خپل سیاسي اعتبار ساتلو لپاره اړ شي چې ځینې اخلاقي ژمنې وپالي او بشري ارزښتونو ته درناوی وکړي؛ نو اسټبليشمنټ یې څاري، هر کله که په دې کړنو کې د اسټبليشمنټ په نظر د لویو ګټو پولې ور ماتې شي، حکومت را پرځوي، خو د هېواد لویې ګټې خوندي کوي. د داسې پېښو تر ټولو مسخره او خام شکل د پاکستان په تاریخ کې څو ځلې تکرار شوی دی.

هر کله چې انتخابي حکومتونو د پوځ او څارګرو ادارو د پټو سیاستونو له کرښې سره سم کار نه دی کړی؛ نو یې په ډیموکراټیکه شېوه ټاکل شوی حکومت را پرځولی دی. په پرمختللیو هېوادونو کې دغه بریدونه او سیاستونه داسې تنظیمېږي چې خبره تر دې نه رسېږي، په بله وینا په لویو هېوادونو کې د اسټبليشمنټ او انتخابي حکومتونو تر منځ هماهنګي، متقابل پوهاوی او د ګډ عمل وړتیا زیاته وي. بریالي نظامونه هغه دي چې پکې د اسټبليشمنټ شتون بېخي احساسېږي نه.

په دودیزو ټولنو کې پاچایان د اسټبليشمنټ سيمبول یا نښه وي، پاچا اجرایوي صلاحیت نه لري، خو د پرېکړو اصلي مرجع یې تر شا پټه شوې وي. داسې وخت هم راشي چې پاچا یوازې تشریفاتي مقام وي، خو شتون یې د اسټبليشمنټ د کلیشوي حضور نښه وي. په انګلستان، هسپانیه، جاپان او ځینو نورو هېوادونو کې شاهي مقامات همدغسې سيمبولیک ځای لري.

افغانستان همدا اوس داسې یو اسټبليشمنټ نه لري. ما یو ځل د هېواد له یوه ولسمشر سره په تفصیل دا خبره وشنله، هغه ومنله چې موږ د خپلو نظامونو تر شا داسې یو پټ ملي او مهم ځواک نه لرو. یاد ولسمشر په دې نظر و چې پخوا قومي مشران او مهم قبیلوي متنفذان د افغانستان لپاره همدغسې ځواک و چې د چپو او ښيو افراطي سیاستونو په پایله کې دغه بومي اسټبليشمنټ ړنګ شو، د ولسمشر استدلال دا و چې د تاریخ په اوږدو کې هر کله چې نظامونه له منځه تللي او هېواد له بهرنیو ګواښونو سره مخامخ شوی دی، همدغه ولسي اسټبليشمنټ د پردیو پر وړاندې د ملي مبارزې مشري ته را وړاندې شوی او هېواد یې ژغورلی دی.

له دې یوه اړخه به د هغه ولسمشر استدلال سم و، خو په بشپړه توګه نه. په هغه ورځ ما ـ له ټول معمول درناوي سره سره ـ هغوی ته وویل؛ د اسټبليشمنټ ځانګړنه دا وي چې منظم او یولاسی تشکل لري او ډېر ځله د راتلونکیو سیاستونو په اړه د پرېکړو، پلانونو او کړنو توان او اراده لري، نه داچې سره تیت پرک او ان په ډېرو برخو کې یو د بل پر وړاندې عمل کوي او یوازې د ملي ګواښ پر مهال دې نیم و نیمکله ملګرتیا ته زړه ښه کړي. بریالی اسټبليشمنټ هغه دی چې په اقتصادي چارو، ملي یووالي، نړیوالو اړیکو او نورو برخو کې هم عمل کوي او د اړتیا پر مهال د هېوادونو د ساتنې چارې تنظیموي.

په افغانستان کې نه یوازې دا چې د ملي ګټو ساتندوی ځواک «اسټبليشمنټ» نه‌شته، بلکې د دې سرچپه یو پټ «کله ښکاره» ځواک شته چې نظامونه له پښو غورځوي، د دغه پټ ځواک جزیرې د جګړو میراث‌خواره شخصیتونه یا ډلې دي. ملي پانګه لوټي، د ملي ګټو پر ضد بهرنۍ اړیکې لري او په ټولنه کې نظم اخلالوي، جنایتونه کوي او مافیایي کړۍ یې جوړې کړې دي. خورا ګواښمن حالت دا دی چې همدا پټ مافیايي ځواک «ځواکونه» د اسټبليشمنټ ځای ډک کړي او هيڅ نظام دې ته پرې‌نه‌ږدي چې د ملي ګټو د خوندي کولو هڅه وکړي.

پایله او سپارښتنه

افغانان د یوه لوی سیاسي او تاریخي کړکېچ له وروستیو څپو سره په مبارزه کې دي. ځوان نسل د ویښتیا، روښانتیا او د دې دوو پړاونو په پایله کې د یوه بنسټي مهم بدلون لپاره بالقوه ځواک دی، خو لا تر اوسه په بالفعل ځواک نه دی بدل شوی. له بلې خوا لا هم د افغانستان د نظام او سیاسي سیسټم په جوړولو کې ـ له بده‌مرغه ـ نړیوال لاسونه مهم ګڼل کېږي، ځکه خو ما ته دا سخته ښکاري چې موږ دې د ملي ګټو یو ساتونکی ریښتینی افغاني اسټبليشمنټ جوړ کړای شو، خو د ویښتیا، روښانتیا او بدلون د ملي بهیر مبارزان کولای شي د دې مخه ونیسي چې «مافیا» او جګړه‌مار ځواکونه د نظامونو تر شا د ورانوونکیو او را پرځونکیو عناصرو په توګه سره یو ځای شي او په ګډه د تباهي او بربادي منفي اسټبليشمنټ جوړ کړي.

هوښیار او خبردار! چې که هغه سم یې لا نه‌شو را منځ ته کولای؛ نو دا تور او بدمرغه خو یې جوړېدو ته پرې‌نه‌ږدو.
لار یې هم دا ده چې و یې پېژنو، سره نږدې شو، متشکل او یولاسي دملي ګټو ساتونکي سیاسي جریانونه را منځ ته کړو. یو مهال به همدا ویښتیايي نهضتونه د هېواد د ملي نظامونو تر شا د یوه ساتونکي او مثبت اسټبليشمنټ د جوړېدو وړتیا تر لاسه کړي.