10615977_825609830813100_7477739218220374570_n-768x496

اریانا سعید ، سندرې کمې عکسونه زیات

افغانانو کې ګڼ هنرمندان په خپل هنر له کارکولو زیات  د نورې نړۍ د هنرمند تمثیل ښه کوې . که افغان سینماګران وګورۍ تر اوسه به مو د هغه هیڅ د یاد  وړ فلم نه وي لیدلی خو نوموړې به د نړۍ د سینماګرانو په څیر لویې ګډې وډې څڼې پرېښې وي ، د یو عجیب وغریب رنګ کورتۍ به یې اغوستي وي او داسې به ښيي چې ګوندې له یو ستر فلم جوړونکي سره مخ یئ . نوموړې ښايي ګومان کوي چې د فلم جوړونکي په تمثیل به یې خلک فلمونه هم ومني .

لیکوال او شاعران مو هم چې په عکسونو کې ګورئ چا به د تفکر په زنګانه سر لګولی وي او په دنیا او مافیها به د غور پر مهال ښکاري او چا به قلم پر لاس پر کتاب ځان ورغوځولی وي  او یا به د یوې نیمه روښانه شمې په رڼا کې لیکل کوي . ته به وايي چې ټول کتابونه یې تمام کړل  او ستر شاهکارونه یې ولیکل ، خو له بده مرغه بیا داسې نه وي .  خیر دا بده خبره نه ده خو هیله مو داده چې د دوی  په کارونو  او پنځونو کې د دوی تر څیرو زیات نوښت او ښایست ومومو .

راځم اریانا سعید ته ، ددې اغلې مې خدای که تر اوسه یوه هم ښه او داسې سندره اوریدلې چې ددې خپله دې وي ، خو کمال یې دادی چې د نویو او ښو سندرو د خپرولو پر ځای یې په دې ورځو کې د نویو ، ښو او حساسو عکسونو خپرولو ته زور ورکړی . د امریکايي لویو سندرغاړو اکټونه کوي خو دا له یاده باسي چې دا د یو داسې هیواد سندرغاړې ده چیرې چې له نوو عکسونو زیاته نوو پنځونو” هنري اثارو” ته اړتیا ده . په عسکونو یې هم موږ نیوکه نه لرو ښکلې عکسونه ښه دي چې څومره  ډیروي ، خو  هیله ده چې خلک به د سندرو پر ځای د جذابو عکسونو په خپرولو نه تیرباسي او نه به دا د خپل شهرت وسیله ګرځوي .

د اریانا د فیسبوک پر پاڼه مې یو ځای ددې تبصره ولوسته چې لیکلي یې دي ” دښمنان یوازې په بریالتوب له منځه وړل کیدای شي ”  خبره مې خوښه شوه ، فکر مې وکړ لکه چې کوم نوی کمپوز یې کړې او یا کومه نوې او شاهکار سندره یې خپره کړې ، خو ورسره څنګ ته عکس مې چې کلیک کړ ، نو څرګنده شوه چې سندره نه شته البته یو داسې کامیاب عکس یې اخیستی دی یو شمیر محرومیت زپلو ته کافي څه د  لیدو لپاره ورکوي . دا یې هم سمه ده خو  له زپلو سره ګوازره پکار ده . ټول پوهیږي چې زموږ د ټولنې ځوانان له هنر زیات له هنرمنده نور څه غواړي خو موږ باید ورته ښه او غوره هنر وړاندې کړو .

د بریاوو په هیله یې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.