12400736_474201642763320_8253094727394631797_n

ارګ د ولسي جرګې له خوا د امنیتي او دفاعي چارواکو د تایید هرکلی کړی

افغان ولسمشر د ولسي جرګې د هغې پریکړې هرکلی کړی چې د حکومت څو مهمو چارواکو ته یې د باور رایې ورکړې .

د ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت پیشنهادي وزیر، د ملي امنیت عمومي ریاست او د سترې محکمې عالي شورا نوماندانو ته د باور رای ورکولو قدرداني او مننه وکړه.“

د ولسي جرګې غړو نن د ملي دفاع وزارت پیشنهادي وزیر ډګرجنرال عبدالله خان حبیبي، د ملي امنیت عمومي ریاست کاندید محمد معصوم ستانکزي او د سترې محکمې عالي شورا غړيتوب ته کاندید محمد زمان سنګري ته د باور رایې ورکړې.

ولسمشر غني د هېواد نویو امنیتي او دفاعي مسوولینو ته د باور رای ورکول په حقیقت کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته درناوی وباله او وې ویل، د افغانستان دولت به د ولسي جرګې له دې اقدام سره د وارسا په راتلونکي کنفرانس کې غوره موقف ولري.
د یادونې وړ ده چې پورته چارواکو له اوږدې مودې راهیسې د سرپرستانو په توګه کار کاوه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.