د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

اردوغان اخوانی ، نیشنلیت ، دیکتاتور او که ډیموکراټ !؟

په ترکیه کې کودتا په هماغو لومړیو شیبو کې ناکامه شوه ، د ترکیې خلک یې په وړاندې ودریدل او د سیمې او لویدیځ هیوادونو وغندله .

دوی کې ډیر یې له اردوغان سره خواخوږې لري خو ډیر یې له اردوغان سره هومره خواخوږې نه لري څومره چې یې چې له پوځي واکمنۍ بد راځي .

رجب طیب اردوغان له تیرو دیارلس کلونو څخه پر ترکیه واک چلوي . مخکې لومړی وزیر و او اوس هم په قانون کې له بدلونونو وروسته یو ځواکمن ولسمشر دی .

د نوموړې د واک په دوران کې که ترکیه کې په ټولنیزو برخو کې ځینې پرمختګونه هم شوې دي خو له واکمنۍ سره یې ګنې ستونزې هم تړلې چې ګڼ شمیر ترکان ترې ناخوښه او ناراضه دي .

د اردوغان کړه وړه د یو ترک نیشنلیست دي خو پر واک یې د یو اخواني په توګه او په څېر منګولې ټینګې کړې دي . نوموړې او ګوند یې په تیرو دیارلس کلونو کې پر ترکیې چې یوه پر ډیموکراسۍ ولاړه ټولنه ده واکمن دي .

ددې اوږده واک دوام بیلابیل سببونه لري . د اردوغان په مشرۍ د حق او عدالت واکمن ګوند د ترکیې قوانین بدل کړل ، په سیمه کې یې د لویدیځ د ګټو لپاره ځانګړې هڅې وکړې او په عین حال کې یې زندانونه د خپلو سیاسي مخالفانو څخه ډک کړل . په دې توګه یې په ترکیې کې د هرډول سیاسي او ډیموکراټیک بدلون مخه نیولې ده.

ترکانو په تیره یوه لسیزه کې د پراخو اعتراضونو او نورو مدني لارو هڅه وکړه چې ترکیه د اردغان له منګولو وباسي ، خو د لویدیځ پټ ملاتړ او د اردغان د حکومت زپونکو پالیسو دغلته د سیاسي بدلون مخه ډب کړې .

په ترکیه کې د ناکامې پوځې کودتا انګیزه هم همدا ده چې د ترکیې د حق او عدالت ګوند او په سر کې یې ښاغلې اردوغان پر بله هیڅ لاره سیاسي بدلون ته تیار نه دی .

ولې خلکو د کودتا ملاتړ ونه کړ ؟

عموما په کودتاګانې له بهره ملاتړ له ځانه سره لري ، خو د ترکیې وروستۍ کودتا نه یوازې دا چې دننه په هیواد کې یې پوره ملاتړ نه درلود له بهره یې هم ملاتړ نه درلود . رجب طیب اردوغان چې په څرګنده چندان د امریکا د پالیسیو سره جوړ نه ښکاري په تیرو کلونو کې یې په منځني خیتځ په ځانګړې توګه سوریه او لبیا کې د امریکا د پالیسیو په عملي کیدو کې مهمه همکاري کړې او لویدیځ او په سر کې یې امریکا پرې د یو ښه متحد په توګه حساب کوي .

ځکه خو د کودتا په هماغو لومړیو شیبو کې سترو نړیوالو قدرتونه کودتا رد او ملاتړ یې ځینې ونه کړ.
که څه هم د ترکیې خپلې دولتي رسنۍ کودتاچیانو نیولې وې او نورو خپلواکو ترکي رسنیو هم د تر یوه حده د کودتا چیانو ننګه کوله خو د ( سي این این – ترک ) په څیر لویدیځو رسنیو چې ترکیې لپاره په ترکي ژبې خپرونې کوې د کودتا خلاف په هماغو لومړیو شیبو کې خپرونې پیل کړې .

رجب طیب اردوغان خپل لومړی پیغام د ای فون د یو اپلیکشن په کارولو خلکو ته د( سي این این – ترک ) په وسیله چې یوه امریکايي رسنۍ ته ورسوه او له خلکو یې وغوښتل چې لارو کوڅو ته راووځي. ګڼو نورو لویدیځو رسنیو چې د ترکیې لپاره خپرونې کوې هم له (سي این این – ترک ) سره د اردوغان ددې پیغام په خپراوي کې مرسته وکړه څو ډیرو خلکو ته ورسیږي .

له بله پلوه د ترکیې خلک چې پر ډیموکراسۍ باور لري او د ۱۹۶۱ م کال راهیسې پرلپسې څو وارې یې دغلته له پوځي کودتاګانو څخه د زیږدلو نظامونو ترخې تجربې په یاد دي که د اردوغان مخالف هم وو خو پوځي واک یې تر اردغان هم بد راځي او په همدې خاطر د پوځي کودتا د مخنیوي لپاره لارو کوڅو ته راووتل .

دوی د اروغان هومره مخالف نه وو لکه څومره چې د پوځي نظام مخالف و . په بله ژبه د ترکیې خلک د یوې ولسواکې ترکیې د دفاع لپاره لارو کوڅو ته راووتل نه ددې لپاره چې اردوغان وژغوري .

ترکیه د سوریې لپاره یو بل پاکستان

اردوغان د لویدیځ په اشاره په سوریه کې په تیرو څلورو کلونو کې ټول هغه کارونه ترسره کړل چې پاکستان په څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې وکړل .

دې کې هیڅ شک نه شته چې پر سوریې واکمن د بشارالاسد حکومت یو دیکتاتوري او مستبد حکومت دی ، خو بالاخره هم یو نظام دی او تر داعش او النصره جبهې په څیر هغو وسلوالو ډلو څو وارې د سوریې د خلکو لپاره غوره دی چې دا مهال د ترکیې او لویدیځ په ملاتړ په سوریه کې د حکومت خلاف جګړه کوي .

ترکیې په سوریه کې د وسلوالو ډلو پر ملاتړ په دې هیواد کې د کورنۍ جګړې اور بل وساته او ددې هیواد پیاوړي اردو یې چې د لویدیځ او اسرایل خلاف ولاړه وه کمزورې کړه . هڅه یې داده چې د سوریې اردو هماسې ونړیږې لکه پاکستان چې د افغانستان اردو یو مهال ونړوله .

د سوریې لرغونې ښارونه د اردغان ملاتړ لرونکو وسلوالو د جهاد په نوم هماسې چور او ویجاړ کړل لکه د پاکستان ملاتړ لرونکو وسلوالو چې په افغانستان کې د جهاد په نوم هر څه تالا تر غه کړل .

د روسیې هغه ادعاوې بې ځایه نه دي چې ترکیه د داعش د تیلو په صاداراتو کې تر ټولو لوی لاس لرونکی هیواد بولي . اردوغان پر خپله خاوره د سوریې اپوزیسون ته چې د لویدیځ پراخ ملاتړ ورسره دی ځای ورکړ ، دفترونه یې ورته پرانیستل او راشنونه یې ورته پیل کړل .
اردوغان جګړه د ترکیې پولو ته راوړه

په خپل ګاونډ کې د اور لمبو ته پوکي وهل په دې معنی نه دي چې دا اور به تل ستا له لمنې لرې وې . اردوغان خو د لویدیځ په خوښه نیمايي منځنۍ ختیځ ته په ځانګړې توګه سوریې ته د خپلو نیابتي وسلوالو پر مټ ور واچوه خو وخت ناوخت ددې اور شغلې ترکیې ته هم چې په تیرو څو لسیزو کې امن هیواد وو ور اوړې . د ترکیې څو ښارونه په تیرو څو میاشتو کې پرلپسې د پراخو خونړیو بریدونو شاهد وو چې درنه مرګ ژوبله یې لرله . وروستي برید د اتاترک پر هوايي ډګر و چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل .

ددې بریدونو مسولیت کله د کردستان پر کارګر ګوند او کله هم پر داعش اچول کیږي . خو ریښتیا دا دي چې دا د هماغه اورلمبې دي چې اردوغان او حکومت یې ورته په سوریه او د منځني ختیځ په نورو هیوادونو کې لمن وهي .

په ترکیې کې دې پرلپسې خونړیو بریدونو هم عامو ترکان د اردوغان پر پالیسیو غوسه کړي دي .
 کردانو ته ترک نیشنلیست اردوغان

 

le-president-turc-recep-tayyip-erdogan-le-1er-avril-2015-a-bucarest-en-roumanie_5315027

 

د اخوان المسلمین ډلې نړیوال نظریه پر دې ولاړه ده چې ( په اسلام کې د ژبې ، نسل او نژاد توپیر نه شته ) خو اردوغان چې د افغانستان په شمول د نړۍ ګڼ اسلامپالي یې یو بنسټپال مسلمان رهبر (اخوانی ) بولي بیا پر دې باوري نه ښکاري .

نوموړې د خپلې دیارلس کلنې واکمنۍ پر مهال په ترکیه کې په کلتوري او فرهنګي لحاظ زپلو مسلمانو کردانو ته پر دوی د تپل شوي ترک نیشنلیزم له یو پوټي هم ورتیر نه شو بلکې لا یې د دوی د کلتور او ژبې پر ضد اقدامات زیات کړل .

په ترکیه کې کردان لا هم په خپله ژبه زده کړې ، رسنۍ ، او نور څه نه لري او د اردوغان د واکمنۍ پر مهال پر کرد مسلمانانو د ترک کلتور ورتپل نور هم جدي شول .

په دې موده کې ګڼ کردي کلتوري فعالان بندیان شول او د کردانو مسلمان بچې د ترکیې په اسلامي واکمنۍ کې پر خپله ژبه له زده کړو محروم دي او ترکې ژپه پرې تپلې ده .

پر دې سربیره چې دننه په ترکیه کې کردان د اردوغان له زپونکو اقداماتو سره مخ دي ، اردوغان د ترکیې پولو ته نژدې په عراق او سوریه کې پر کردي سیمو سترګې ښخې کړې او هر ګړۍ په دې هیوادونو کې د شخړو د دوام په تمه دی څو ترکیه وتوانیږي تر هماغه جبر او ستم لاندې د سوریې او عراق کردان هم روالي چې د ترکیې کردان ورسره مخ دي .

دا مهال د سوریې په ګڼو کرد میشتو سیمو کې عملا په نیابتي توګه د ترکیې واک چلیږي او دغلته یې د کردانو د حقونو غوښتونکې ډلې په پرلپسې توګه و زپلې .

امریکا او ترکیه که څه ظاهرا د کردانو په اړه له یو بل ګیلمن دي ، خو په عمل کې سره په ټولو مسلو سلا ښکاري او امریکا سیمه ترکیې ته ورپرېښې ده .

اسرایل او روسیې سره اړیکې

اردوغان په تیرو څو کلونو کې له اسرایلو سره د ناندرو له کبله په اسلامي هیوادونو کې شهرت پیدا کړی و . خو نوموړې یوازې څو اونۍ مخکې اعلان وکړ چې له اسرایلو سره یې اړیکې رغیدلې او بیرته عادي شوې دي .
له روسیې سره یې هم چې د یو پیلوټ له کبله اړیکې ترخې شوې وې دوه اونۍ مخکې له دې هیواده په بښنې دا اړیکې راسمې کړې .
اوردغان او مسلمان کډوال

تر ټولو لویه مسله چې د اردوغان نظر یې د اسلامي نړۍ په اړه تر پوښتنې لاندې راوستی ، د هغو مسلمانو کډوالو مسله ده چې هڅه کوي د ترکیې له لارې له سوریې ، عراق او افغانستان څخه لویدیځو هیوادونو ته چیرې چې ريښتیا هم د ژبې ، نسل او نژاد توپیر کم دی ولاړ شي .

ددې کډوالو په وړاندې د اردوغان په مشرۍ د ترکیې د حکومت چلن ځورونکی دی . که تاسو کډوالو سره خبرې وکړئ او هغه ستونزې درته بیان کړي چې د ترکیې حکومت پرې تیرې کړې نو د ګڼو ترکي چارواکو پر مسلمانۍ به شکمن شئ .

خو کاش اردغان او حکومت یې پر همدې بد چلن بسنه کړی وه . دې هیواد په دې وروستیو کې د مسلمانو کډوالو پر سر چې له عراق ، افغانستان او سوریې څخه د ترکیې له لارې اروپا ته ځي له اروپا سره یوه سوداګریزه معامله وکړه . ددې معاملې له مخې به ترکیه د کډوالو مخې د ډب کولو او بیرته په زور خپلو هیوادونو د شړلو په بدل کې له اروپايي ټولنې د کال څلور میلیارده یورو مرسته تر لاسه کوي او همدارنګه به اروپايي ټولنه ترکانو ته اجازه ورکوې چې له ویزې پرته ددې ټولنې غړیو هیوادونو ته سفر وکړي .

تر اوسه پورې ددې توافق له مخې اروپا زرګونه کډوال بیرته ترکیې ته او ترکیې د افغانانو په شمول بیرته خپلو اړوندو هیوادونو کې د جګړو د اور منځ ته ورغورځولې دي .

پایله :

اردوغان هسې چې یو شمیر افغانان فکر کوې د اسلامي امت ناجي نه دی . د ترکیې د ولس لپاره هم که دیکتاتور نه دی ګڼ اوصاف یې دیکتاتور ته ورته دی . خو دم ګړۍ نه اسلامي هیوادونه او نه هم د ترکیې ولس بل انتخاب لري . د پوځیانو تر ترخې واکمنۍ د اردوغان دیکتاتوري ډیرو ته غوره برېښې . د ترکیې ولس باید اوږده سیاسي او مدنې مبارزه وکړي څو خپل هیواد له پوځي کودتا پرته د رجب طیب اردوغان له منګولو وباسي او یوه ریښتیني ډیموکراسي چې ګڼ ترکان او په دې هیواد کې میشت کردان یې خوب ویني رامنځ ته کړي .