image

اختر د چارشنبې په ورځ شو

سعودي عربستان ، قطر ، متحده عربي اماراتو اعلان وکړ چې د جولای په شپږمې نیټې د چارشنبې په ورځ به اختر لمانځي .

چارواکو دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې د دوشنبې په ماښام د شوال میاشت ونه لیدل شوه .

Capture
په دې توګه سبا سه شنبې به د روژې د میاشتې وروستۍ ورځ او د چارشنبې په ورځ به اختر لمانځل کیږي .

افغانستان او ګڼ شمیر نور هیوادونه چې له سعودي عربستان سره اختر لمانځي د چارشنبې په ورځ به په کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي .

د یاران چلونکې تاسو ټولو ته د اختر مبارکي وايي، د نیکمرغیو ، خوښیو او امن اختر دې شي .

د قطر د اوقافو وزارت په ټویټر پاڼه ویل شوي ، د شوال میاشت نه ده لیدل شوې په دې توګه سې شنبې د روژې وروستۍ ورځ ده .

 

a8d2b23182e245e2a0f001845ee5894d_18

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.