14702352_1121581524622224_2115309690089897028_n-2

اجرایه ریاست له فیسبوک پاڼې د بلخ د والي لانجمن عکس لرې کړ

دا عکس چې له سعودي چارواکو سره د عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی په کې څرګندیږي اوس د اجرایه ریاست پر فیسبوک پاڼه نه شته .

د سه شنبې په ورځ د اجرایه ریاست رسمي فیسبوک پاڼې د سعودي له پاچا سلمان سره د افغانستان د اجرایه ریس عبدالله د لیدنې یو شمیر عکسونو کې دا عکس هم خپور کړی و .

خو وروسته له دې چې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د بلخ د والي هغه حرکت چې په عکس څرګندیږي غیرې ډیپلوماټیک وباله ، د افغانستان اجرایه ریاست ډیر زر دا عکس له خپلې فیسبوک پانې لرې کړ .

 

دا عکس چې په روانه کې اخیستل شوې په کې څرګندیږي چې د بلخ والي عطا محمد نور چې د ښاغلي عبدالله سره د سعودي عربستان په سفر کې ملګری دی ، هڅه کوي ځان د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف عبدالله او د سعودي پاچا د تشریفانو له ریس سره په یوه کرښه برابر کړي .

د سعودي د باچا یو یاور بیا په داسې حال کې ښکاري چې ګوندې د ښاغلي نور مخه نیسي او شاته یې راکاږي .

په یو بل تصویر کې ښاغلی نور په داسې حال چې په یو لاس کې یې خپلې د لمر عینکې نیولې په بل لاس د سعودي پاچا سره روغبړ کوي .

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې کې د ښاغلي نور چې په تیرو څوارلس کلونو کې د بلخ والي دی دا حرکات غیرې ډیپلوماټیک ګڼلی او سخت یې غندلی دی .

افغان ژورنالیست اباسین بریال ددې عکس په اړه لیکلي:
هر کار زده کړه غواړي ، هر حرکت اداب .

د محمود سید په نوم بل افغان پر خپله فیسبوک پاڼه دې عطامحمد نور عکس سره لیکلي:
” د جهاد په نامه د ملي شتمنیو ستر ډاکوان په ډپلوماتیکو آدابو نه پوهیږي. په نړیوالو سفرونو کې د افغانستان په دریځ د دوی له لاسه ملنډې وهل کیږي.
عطا نور ته ځان د عبدالله سیال ښکاري! “

مجید قرار بیا ددې عکس سره لیکلي: ایران او سعودي دواړه نه خوړل کیږي .

عطامحمد د بلخ ځواکمن والي دی چې نه یوازې پر بلخ یې له تیرو څوارلس کلونو راهیسې قبضه کړې بلکې د کابل په حکومتدارۍ کې هم له هغه ځایه د جهاد او مقاومت په نوم پراخه ونډه لري .

 

14690959_1820160624862086_3790508593165467690_n