Untitled

آلکو ډانګوته؛ د افريقا تر ټولو شتمن کس

آلکو دانګوته د نايجريا اوسيدونکى دى. په افريقا کې تر ټولو ستر شتمن دى، د عايداتو سرچينه يې د سمنټو، بورې، اوړو او نورو توکو سوداګري ده.

د فوربس د تازه شمېرو له مخې دانګوته د ۱۳ ميليارد ډالرو په لرلو سره په نړۍ کې په ۲۰۱۶ م کال کې یو پنځوسم شتمن دی .نایجریا کې لومړی یعنې تر ټولو بډا کس دی . او په ټوله افریقا کې هم د شتمنۍ له پلوه په لومړي مقام کې دی .

په ۲۰۱۵ م کال کې ډانګوته د نړۍ یو اویایم پیاوړی سړی بلل شوی وو.
نوموړی دا مهال ۵۹ کلن دى، درې بچيان لري، مسلمان دى او ورسره يې د حج فريضه هم اداء کړې او د الازهر له پوهنتون نه يې په ساينس کې لسانس اخيستى دى.

دا پرله پسې نهم کال دى چې ډانګوته د افريقا د تر ټولو شتمن کس مقام خپلوي.

د دانګوته کمپنۍ د غوره خدمتونو وړاندې کولو ډېر مډالونه هم ګټلي دي،په ٢٠٠٧کې د افريقايي هېوادونو د پانګونو په شاخص کې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو لومړى مقام خپل کړ، همدارنګه په همدې کال کې د کال د نړيوالې غوره کمپنۍ په توګه غوره شو،په ٢٠٠٩ کې د يوې بلې ادارې لخوا د ښه کيفيت په طلايي کتګورۍ کې راغى،له دې مډالونو سره سره يې ځينې نور نړيوال ايوارډونه هم تر لاسه کړي دي.

آلکو ډانګوته په خپلې کمپنۍ کې په کيفيت او ستندرد ډېر فوکس کوي،هغه وايي د خپلو مشتريانو خوښ ساتل او ورته ښه څيز وړاندې کول د برياليتوب او پرمختګ ستر راز دى.

له بلې خوا دانګوته ته په افريقا او نوره نړۍ کې د سمنټو پاچا وايي ياني د افريقايي هېوادونو د سمنټو اصلي بسيا کونکې دى. ډانګوته په وروستيو کې د سوداګرو ترمنځ داسې يو ارتباطي کانال هم جوړ کړى چې نورو پانګوالو ته په بيلابيلو برخو کې لکه څنګه پانګونه وکړي؟چېرته پانګونه وکړي؟څنګه له پانګونې ښه پايله واخلي؟…او داسې نورو مهمو چارو په اړه معلومات وړاندې کوي.

الکو دانګوته خپلې کمپنۍ ته ورځ په ورځ پراختيا ور کوي،که مخکې يې يوازي د سمنټو،اوړو او بورې په برخه کې فعاليت کاوه؛ خو اوس يې د فعاليتونو ساحه پراخه کړې ده وايي ډېر ژر به نفتو، ګازو، مخابراتو، بانکونو او داسې نورو مهمو برخو ته هم د فعاليتونه لمن و غزوي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره يې په وروستيو کې يو شمېر نوښتونه هم په لاره اچولي چې د کمپنۍ ځينې څانګې يې لا غوړولي دي. ډانګوته چې په مسلمان سوداګرو کې تر وليد بن طلال او عثمانوف وروسته درېيم لوى شتمن دى په وروستيو کې خورا ګړندي پرمختګونه کړي دي چې ښايي ددې ادعا ښه ثبوت يې د تېرو کلونو په پرتله په لست کې وړاندي والي ته اشاره و کړو چې په تېر کال د ميلياردرانو په لست کې ٧٦ او سږ کال دا دى ٤٣ ځاى ته را ښکته شوى دى.

شنونکي د دانګوته چټک پرمختګونو ته په پام وايي چې که دانګوته په همدې ډول خپل فعاليتونه پراخ کړي نو لرې نده چې په لست کې به نور هم مخته راشي. ډانګوته ته په ژوند کې عزم او پياوړې اراده ډېره په زړه پورې ده، هغه وايي پياوړې اراده داسې څيز دى چې خپله انسان څه چې آن په نړۍ کې بدلون راوړلى شي،هغه په نړۍ کې د ځينو پياوړو شخصيتونو ژوند ته اشاره کوي او وايي په پياوړې ارادې يې لوى بدلونونه رامنځته کړي دي، خو په تجارتي نړۍ کې تر هرڅه زيات ارزښتمن دى.