سپورټ له نړۍ

۵ هغه لوبغالي چې ۵ کرکټرانو پکښې ترټولو ډېرې سليزې وهلي

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت
د نړۍ ډېری هيوادونه ډېر ښکلې او زړه راکښوونکې لوبغالي لري، هغه که د هرې لوبې لپاره وي، خو يو لوبغاړی په دې ټولو کې د خپلې خوښې يو لوبغالی لري، چې ښه لوبه يې پکې ترسره کړې وې او د خوښې وړ يې ګرځېدلی وي.

شته داسې کرکټران چې په ځېنو لوبغالو کې يې ښې منډې جوړې کړې وې، يا يې هم ښه توپ اچوونه کړې وي، ډېر لوبغاړي يې سوځولي وې، او ځيني لوبډلې شته چې په يوه لوبغالي کي يې ترټولو ډېرې لوبې ګټلې وي.

خو موږ دلته هڅه کړې تر څو داسې ځانګړی لوبغالی تاسو ته در وپېژنو چې په نړيوال يو ورځني کرکټ کې د يوه لوبغاړي په واسطه پرې ډېرې سلېزې ترسره شوي وې.
په دغه نوملړ کې د پياوړو کرکټرانو نومونه شامل دې.

۱ـ ريکي پونټينګ ( ميلبورن نړيوال لوبغالی)

پونټينګ د اسټراليا پخوانی لوبډلمشر په ميلبورن لوبغالي کې ۷ سليزي او ۱۵ نيمه سليزي يوازې په ۴۱ يو ورځنيو لوبو کې ترسره کړيدي، چې دا د ميلبورن لوبغالي سره دده د ميني ښکارندويي کوي، ځکه ده په خپله دويمه لوبه کې په همدې لوبغالي کي سليزه ترسره کړېده.

ویډیو؛


ريکي په ۲۰۰۱ز کال کې د خپلو سليزو په پيل کې د انګلستان په وړاندې ۱۱۹ منډې او د سريلانکا په وړاندې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې ترسره کړلې.
ده خپله وروستۍ سليزه په ۲۰۰۷ ز کال کې د نيوزلينډ په وړاندې ترسره کړله، د ۱۰۴ منډو په ترسره کولو سره د لوبي غوره لوبغاړی ونومول شو او لوبه هم اسټراليا وګټله.

۲ـ سيد انور( شارجه نړيوال لوبغالی)

ښايي د پاکستان لپاره د منني وړ کرکټر په شارجه لوبغالي کې تر سيد انور مخکي څوک ونه اوسي.
د پاکستان دغه پخوانی اوپنرتوپوهونکی مخکې تر دې چي په شارجه لوبغالي کې خپلې ۵۱ لوبې پوره کړې، په دومداره ډول يې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کوله.
ده په شارجه نړيوال لوبغالي کې په ۴۵.۴۰ اوسط کې ۲۱۷۹ منډې ترسره کړې او ۷ سليزې يې ووهلې.
انور د خپلو سليزو پيل په ۱۹۹۳ز کال کې د سريلانکا په وړاندې د ۱۱۰ منډو څخه وکړ، تر دې وروسته په همدې کال سيد انور درې پرلپسې سليزې ترسره کړې، ده د ويسټ انډيز او سريلانکا په وړاندي ۱۰۷، ۱۰۳ او ۱۱۱ منډې وکړې.
په ۱۹۹۶ز کال کې يې دوی په زړه پورې سليزي په همدې شارجه نړيوال لوبغالي کې په ۱۰۴ او ۱۱۲ منډو ترسره کړې.
خپله وروستۍ سليزه يې په ۱۹۹۷ز کال کې د هندوستان په وړاندې ووهله.
سيد انور همدارنګه په شارجې نړيوال لوبغالي کې ۱۱ نيمه سليزې هم ووهلې.

۳ـ سچن ټينډولکر ( شارجه نړيوال لوبغالی)

ټنډولکر په ۱۹۹۸ز کال کې د اسټراليا په وړاندې په کوکاکولا کپ سياليو کې زړه راښکونکې لوبه وکړه، په يوه لوبه کې يې ۱۴۳ او په بله لوبه کې يې ۱۳۴ منډې ترسره کړې.

په مجموعي ډول سچن ټنډولکر په شارجه لوبغالي کې ۴۲ لوبې ترسره کړي او په دغو لوبو کې يې ۱۷۷۸ منډې کړيدي. چي له جملې څخه يې ۱۱۲ ناسوځېدلې او ۱۰۱ منډې د سريلانکا په وړاندي،۱۱۸ او ۱۲۴ ناسوځېدلې منډي يې د زيمبابوې په وړاندي، او ۱۱۸ منډي يې دپاکستان په وړاندي کړيدي.
په هغو لوبو کې چي ټنډولکر دغه ۷ سليزې ترسره کړيدي، شپږ لوبي يې هندوستان ګټلي، او په دغو ټولو ۷ لوبو کې د لوبې غوره لوبغاړی سچن وټاکل شو.

۴ـ هاشم املا (سنټرين نړيوال لوبغالی)

په عصري کرکټ کې د سويلي افريقا غوره توپ وهونکی هاشم املا په نړيواله سطحه د غوره تخنيک او خورا ځانګړې انداز خاوند دی، په ډېره حوصله او زغم سره لوبه کوي او تر پوره مطالعې وروسته توپ د بېډ سره نښلوي.
هاشم املا په سنټرين لوبغالي کې خورا ځانګړی نوم لرې، ده په دغه لوبغالي کې يوازي په ۱۴ يو ورځنيو لوبو کې ۸۷۹ منډي په ۶۷.۶۲ اوسط سره ترسره کړيدي.

په ویډیو کې د هامش املا د بیټینګ د سټایلونو ننداره وکړئ؛


ددغه تخنيکي او تاثيري توپوهونکي پيل د ۲۰۱۱ز کال د انډيا په وړاندې لومړۍ لوبه کې په ۲ منډو، او په دويمه لوبه کې په ۳۸ منډو سره وو، خو په راتلونکو دوو لوبو کې يې ۵۷ او ۱۱۶ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې او هندوستان ته يې ماته ورکړه.
خو هاشم املا په سنټرين لوبغالي کې خپله اصلي څېره، پياوړتيآ او جادو په ۲۰۱۵ زکال کې وښودل.
په څلورو پرلپسې يو ورځنيو لوبو کي يې د ويسټ انډيز په وړاندې ۱۳۳، د نيوزلينډ په وړاندي يې ۱۲۴، په ۲۰۱۶ز کال کي يې د انګليستان په وړاندې ۱۲۷، او دسريلانکا په وړاندي يې ۱۵۴ منډې ترسره کړلې چي دا ټولې لوبې سويلي افريقا وګټلې.

۵ـ تيلاکاراتني دلشان ( پاليکېل نړيوال لوبغالی)

دلشان د سريلانکا يو لېونی توپوهونکی دی، چې د استعداد په هکله يې هرڅوک مالومات لري.
په ۲۰۰۹ز کال شل اووريزه نړيواله سيالۍ کې دلشان يو ځل بيا خپل ځانګړی شاټ ترسره کړ، په برياليتوب سره يې توپ د ویکټ کېپر په سر واړوو، چې وروسته دې شاټ ته د دلسکوپ شاټ نوم ورکړل شو، همدغه لوبغالی وو چې د دلشان بخت پکې دډېر وخت لپاره ويښ وو.

د دلشان د دلسکوپ شاټ یوه لنډه ویډیو؛


۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې دلشان دزيمبابوې په وړاندې ۱۴۴ منډې ترسره کړلې، او سريلانکا بېله کومې ستونزې هماغه لوبه وګټل.
په ورپسې ۲۰۱۲ز کال کي يې د پاکستان په وړاندې ۱۱۹ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې، چې دا لوبه هم په ډېرې اسانۍ سره سريلانکا وګټله.
دلشان په همدې ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ز کلونو کې ۱۰۲ ناسوځېدلې منډې، ۱۲۵منډې او ۱۱۵ ناسوځېدلې منډې يوازې په څلورو لوبو کښې په همدې پاليکېل لوبغالي کي ترسره کړلې، دلشان په خپلو دغو ۱۵ لوبو کې دوه نيمه سليزې هم ترسره کړې او اوسط يې ۷۸.۲۵ وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.