بریا او پرمختګ مخکښان

۵ ساده پوښتنې چې بريالي کسان يې هره ورځ له خپلو ځانونو کوي

ژباړه: محمد عزيز پردېس

حتما به مو اورېدلي وي، چې برياليتوب دايمي نه دی. شايد د ځينو شاوخوا کسانو برياليتوب، د هغو د ښه چانس او ښه طالع لرلو له امله وګڼئ يا هم فکر وکړئ چې ډېر هوش لرونکي دي، خو که د برياليو کسانو ژوندانه ته يوه کتنه وکړئ؛ نو متوجه به شئ، نه يوازې دا چې تل په هڅو کې دي، بلکې تل په خپل ځان کار کوي.

څرنګه چې ځيني عادتونه کولی شي ستاسو د پرمختګ مخنيوی وکړي، نو مثبتې کړنې او برخوردونه هم شته چې، که په عادت واوړي، ستاسو په برياليتوب کې به رغنده ونډه ولري. له خپل ځان څخه پوښتنه کول، د مثبتو عادتونو څخه يو عادت دی. خو څه ډول پوښتنې؟ له مونږ سره پاتې شئ، ترڅو د هغو ۵ ساده پوښتنو په اړه درته مالومات درکړو، چې بريالي کسان يې هره ورځ له خپل ځان څخه کوي.

ايا په رښتيا هم د خپلو اعمالو په اړه فکر کوئ يا کارونه مو پرته له شوق او ژمنې څخه ترسره کوئ؟ لوی او بريالي کسان تل له خپل ځان څخه پوښتنه کوي او د دې کړنلارې په کارولو سره خپل ځانونه ارزيابي کوي. د بېلګې په ډول، سټيو جابز وايي: ( که نن مې د ژوند وروستۍ ورځ وی، همغه کار به مې ترسره کړی و، چې تمه وه نن يې ترسره کړم ) د سټيو جابز دغه فلسفي جمله، برياليتوب ته د رسېدو لپاره، له خپل ځان څخه پوښتنه کول؛ مونږ ته په ښه ډول څرګندوي.

ډېر بريالي خلک دا وړتيا لري، چې خپل ّځان په منظم او منصفانه ډول وارزوي. يانې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، خپل مهارتونه، ګامونه او د پرمختګ کچه په زير سره څېړلی شي. هغوی د خپلو ورځنيو چارو په لومو کې نه بندېږي او د کومو کارونو په اړه چې ترسره کوي يې، په جدي ډول فکر او غور کوي. خو د خپل ځان څخه پوښتنه کول، دا مانا نه ورکوي چې، ګواکې په خپل ّځان انتقاد وکړئ، بلکې دا مانا ورکوي چې، د خپل وضيعت، موخې او هغه کارونه چې تاسو يې د خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ترسره کوئ؛ په بې طرفانه ذهنيت سره وارزوئ. دا هغه تمرين دی چې د خپل ځان په اړه ستاسو د ډېر تفکر او په کارونو کې د ډېر برياليتوب لامل ګرځي.

دا هم هغه ۵ ساده پوښتنې چې بريالي کسان يې هره ورځ له خپلو ځانونو څخه کوي:

۱- ايا په مناسب کاري چاپېريال کې يم؟
که خپل کار سره مو مينه نه وي، هغه عادي ستونزې او خنډونه چې ستاسو ژوندانه کې د برياليتوب مخه نيسي، نو د هغو پر وړاندې به هم لازمه انګېزه ونه لرئ. حتی که کار مو په ډېر شوق او شور سره پيل کړی وي، ښايي ستاسو شوق او مينه د وخت په تېرېدو سره کمرنګه او په پای کې چورلټ له منځه لاړه شي.

په همدې اساس دا ډېره اړينه ده چې خپل ځان او انګېزه مو په منظم ډول وارزوئ.
که مو احساس وکړ چې خپل کار سره مو مينه او شوق کم شوی او بې انګېزې شوي ياست، ممکنه ده د خپلې انرژۍ د ډېرېدو او د کار او کسب د ښه کېدو او د انګېزې د پيدا کېدو لپاره، يو بدلون ته اړتيا ولرئ. د داسې يو مناسب کاري چاپېريال پيدا کول، چې هغه سره په رښتيني ډول مينه ولرئ، ستاسو برياليتوب ته به لازم ذهنيت او غښتلې انګېزه درکړي.

۲- ايا د خپلو تېروتنو څخه زده کړه کوم؟


د برياليتوب ډېری سمبولونه ډېرې ماتې لري او دا په بشپړ ‌ډول يو طبيعي امر دی. په هر حال، مهمه مسئله دا ده چې، تاسو د خپلو تېروتنو څخه درس واخلئ او په کمې کچې سره بيا ځلې تېروتنې تکرار کړئ. کله چې يوې تېروتنې سره مخامخېږئ، نو د هغې اشتباه د ارزونې لپاره يو وخت ځانګړی کړئ او وګورئ چې څه بايد بدلون ومومي او څنګه کولی شئ په راتلونکې کې د هغو تکرار څخه مخنيوی وکړئ. هڅه وکړئ، د خپل پرمختګ پر لاره د هرې ماتې څخه درس واخلئ او په لامل يې پوه شئ.

۳- ايا زه تل خپلو حدودو او مرزونو ته پراختيا ورکوم؟


د دې لپاره چې تل بريالي شئ، بايد تل خپلو مرزونو او حدودو ته پراختيا ورکړئ، نه دا چې تل په يوه مسير او په يوه سرعت سره حرکت وکړئ. مطلب دا چې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړئ او په يوه ټاکلې اندازه بسنه مه کوئ. په دې باور ولرئ هغه کسان چې واقعاً ستاسو مسلک کې بريالي دي، دايماً د پرمختګ په حال کې دي او د خپلو وړتياو محدودې ته پراختيا ورکوي. د نويو موخو په اړه فکر کول او زيرکانه ډول د هغو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کول، په تاسو کې د شوق انګېزه تانده ساتي او د دې لامل کېږي چې د هغو په ترلاسه کولو کې، چې څومره کولی شئ هڅه وکړئ. د شغلي او حرفه يي محدوديتونو څخه تېر شئ او تل د ناشوني کارونو په لټه کې واوسئ.

۴- زما اوږدمهاله موخې څه دي؟


په داسې حال کې چې خپل ځان د ستونزو سره مخامخوئ، بايد د هغو ښو او دقيقو کړنلارو او پلانونو په هکله فکر وکړئ چې تاسو ته ګټور او مثبت تمامېدی شي. که د دې هڅه لرئ چې په ښه او چټک ډول کار وکړئ، بايد د داسې کړنلارو په فکر کې شئ چې تاسو سره د دې کارونو په ترسره کولو کې مرسته کوي. په هغه ځای کې چې ياست او تر هغه ځايه چې غواړئ ور ورسېږئ؛ فکر پرې وکړئ او داسې نقشه ورته اوډون کړئ چې ور ومورسوي. په هغه نقشه کې چې تاسو يې جوړوئ، د ماتې احتمال هم په نظر کې ونيسئ. دا ماتې، په هغه صورت کې چې درس ترې واخلئ؛ د برياليتوب په ترلاسه کولو کې به درسره ډېره مرسته وکړي.

۵- ايا تر اوسه باور لرم چې کولی شم دا کار ترسره کړم؟


د برياليتوب مهمه برخه دا ده چې په خپل ځان او په هغه کار چې تاسو يې د ترسره کولو هڅه لرئ؛ باور درلودل دي. که تاسو په ځان باور ونه لرئ حتی هغه لوړې موخې ته رسېدل هم ناممکنه او بې ارزښته دي، چې تاسو يې هيله لرئ.
په هنداره کې خپلو سترګو ته وګورئ او د خپل ځان څخه وپوښتئ ستاسو هلې ځلې، مينه او شوق؛ ستاسو د موخو او هيلو سره متناسب دي! په يو کار کې مهارت لرل ستاسو د برياليتوب په مسير کې يوازې يوه کوچنۍ برخه ده. که د يو کار په کولو کې په خپله وړتيا باور ونه لرئ، نو نشئ کولی چې نورو ته قناعت ورکړئ چې د هغه کار په کولو کې بريالي کېږئ. مخکې له دې چې دا انتظار وکړئ چې نور په تاسو باور وکړي، لومړی بايد خپله په خپل ځان باور ولرئ.

سرچينه: Tayeeba Jlayeer

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی