سپورټ نړیوال کرکټ

۳ افغان لوبغاړي نن د انګلستان په ۲۰ اوریزه سیالیو کې لوبیږي 

 د افغاانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۳ لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب ځدران د انګلستان په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه انګلستان ته تللي دي، چې اوس مهال په سیالیو بوخت دي.

 په دغه ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر، راشد خان د سسیکس او د مجیب ځدران د همپشایر لوبډلو لپاره لوبیږي، چې پکې درې واړه لوبغاړي په سیالیو کې راڅرګند شوي دي.

محمد نبي عیسی خیل په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د لیسټر شایر لوبډلې په ګټه د ۴۷ منډو جوړولو ترڅنګ دوه لوبغاړي هم سوځولي و او هم یې په دویمه سیالۍ کې په ۱۸ بالونو ۳۲ چټکې منډې هم جوړې کړې وې، چې د لوبډلې په بریا کې ښه رول درلود.

همدار راز راشد خان د سسیکس لوبډلې په ګټه په ۳ سیالیو کې ۵ لوبغاړي سوځولي دي او ترڅنګ یې مجیب ځدران په دوه سیالیو کې د همپشایر لوبډلې لپاره لوبیدلی دی، چې یو لوبغاړی یې سوځولی دی.

 د نن شپې په سیالیو کې به د لیسټر شایر لوبډله د محمد نبي عیسی خیل په شتون کې د بریمینګهم بییرز، سسیکس لوبډله به د راشد خان په شتون کې د سوري او همپشایر لوبډله به د مجیب ځدران په شتون کې د کینټ لوبډلې خلاف په سیالۍ کې مخامخ شي.

 دا لمړی ځل دی، چې د انګلستان په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې ۳ افغان لوبغاړي په یو ځل د لوبیدو په موخه د بېلابیلو لوبډلو لخوا جذب شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی