ټولنیز ژوند

سچن ټنډولکر مې خسر دی؛ د هغه لور مې خوښه ده

لیکنه: شریف شاهین

۳۲ کلن هندي وايي؛ سچن ټنډولکر مې خسر دی؛ د هغه لور مې خوښه ده
هندوستان کې نجونو ته ازار ورکونکي ورځې تر بلې ډیریږي. د ۲۰۱۶ کال راپورونه ښيي، چې په دغه هیواد کې هره ورځ په ۱۰۶ نجونو په زور جنسي تیری شوی او د یادې شمیرې دوه چنده بیا په جنسي ډول ازار شوي دي.
د سرچینو په حواله، دا شمیره په ۲۰۱۷ کال کې لوړه شوې، خو لا هم دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.
تازه د هندوستان د کرکټ د ملي ټیم د پخواني پياوړي توپوهونکي سچن ټنډولکر، لور ته د تښتولو ګواښ شوی.
پولیس وايي، چې د ټنډولکر لور سارا ته د ممبيي یو اوسیدونکي، ۳۲ کلن دیب کمار پرله پسې ټیلفونونه کړي؛ هغې ته يې د واده وړاندیز کړی او په تښتولو يې ګواښلې ده.
د ټنډولکر لور سارا ۱۹ کلنه ده او د بالیووډ مینواله ده. هغه غواړي، چې فلمونو ته راشي. سارا د خپل ښایست او فیشن له امله خورا ډیره مشهوره ده.

سارا د خپل ښایست او فیشن له امله مشهوره ده

سیمه کې د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي، چې تورن کس سارا ته څو ځلې ټیلفونونه کړي، هغه يې ګواښلې، او د واده وړاندیز يې ورته کړی.
په ورته وخت کې تورن کس دیب کمار وايي، چې سارا يې خوښه شوې او د هغې د ټیلفون شمیره يې د هغې له خپلوانو څخه اخیستې ده.
له نوموړي څخه پوښتنه وشوه، چې ددې جلۍ (سارا) پلار (ټنډولکر) پیژني؟
هغه يې په ځواب کې په مسکا وویل: هو، خسر مې دی.
بل پلو د متهم کس مور او ورور وايي، چې دیب کمار د څو میاشتو راهیسې له عصبي ناروغیو ځوریږي. ددوی په وینا، چې هغه يې څو ځلې روغتون ته د درملنې لپاره هم وړی، خو لا يې هم ذهني توازون سم نه دی.
د دیب کمار ورور راج کمار وايي، چې شاید دا پیښه هم د هغه د ذهني ثبات د نشتوالي له امله رامنځ ته شوي وي.
پولیس وايي، چې د قضیې په اړه څیړنې کوي او تورن کس ته به د قانون سره سمه سزا ورکړي.
نجونو ته ازار ورکول نه یواځې په هندوستان بلکې په افغانستان او ګڼو نورو ټولنو کې هم شتون لري، چې له امله يې ګڼې نجونې او کورنۍ له کړاو سره مخ وي.
خلک وايي، که د دا ډول پیښو مرتکبینو ته سنګینه جزا ورکړل شي، نور څوک به بیا د نجونو ازار ورکولو ته زړه ښه نه کړي.
عربت، جنسي محرومیت، کم سوادي او بې روزګاري ددې ډول پیښو د رامینځ ته کیدو اساسي لاملونه بلل کیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین