افغانستان سیاست سیاست او ولس

۲۰۹ شاهین قل اردو ته پر موټرو سپاره بریدګر څنګه ننوتل؟

 

د جمعې په ورځ د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو یوې ډلې بریدګرو دغلته پر ۲۰۹ شاهین قل اردو د دوو موټرو په وسیله په داسې مهال برید وکړ چې په قل اردو کې دننه سرتیري د جمعې په لمانځه ولاړ وو.

که څه هم په دې برید کې د تلفاتو دقیقه شمیره نه ده معلومه خو له بیلابیلو ورکړل شویو شمیرو څرګندیږي چې د یونیم سلو په شا او خوا کې د قل اردو منسوبین مړه او ټپیان دي.

برید ګر څنګه قل اردو ته ننوتل؟

د ۲۰۹ شاهین قل اردو چارواکي وايي، بریدګرو له ډیر مهارت څخه کار اخیستی و. دوی د ملي اردو دوه رینجر موټر درلودل، په یو کې یې یو کس چې سیروم ورته لګیدلي وو اچولی و او داسې یې ښودله چې یو ټپي یې له فاریاب څخه راوړی دی چې غواړي قل اردو کې یې عاجله درملنه وشي.

بریدګرو د ملي اردو یونیفورم، وسلې، او ځانګړې کارتونه هم درلودل.

د قل اردو یو چارواکي رسنیو ته ویلي چې بریدګر وتوانیدل په همدې چل ول د دوو امنیتي دروازو تېر شي. البته په دواړو دراوزو کې د دوی د هویت رسمي اسناد چې دوی لرل کتل شوي او پوښتنې ګرویږنې شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو ریس ارکان جنرال عبدالروف محتاج ازادي راډیو سره یوه مرکه کې ویلي په درییم قراول کې چې باید قل اردو ته ننوتونکي کسان ثبت شي او وسلې ترې واخیستل شي، د دوی سرتیرې پرې پوه شوي، همدلته جګړه شوې چې په کې د کنډک د قومندان او یو بل سرتیري په شمول دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

ازادي راډیو د جنرال محتاج له خولي زیاتوي، له دې وروسته بریدګر وتوانیدل له دروازې تیر شي، او مستقیم جومات ته ولاړ شي. نوموړې وايي وسلوالو پر جومات کې پر راټولو سرتیرو له څلورو خواوو څخه برید وکړ.
د جنرال محتاج په وینا دا چې په جومات کې زرګونه سرتیري او صاحب منصبان پر لمانځه ولاړ وو، څو چې احتیاطي ځواکونه رارسیدل او بریدګر یې له منځه وړل بریدګرو پر جومات کې بې وسلې سرتیرو باندې برید کې ډیر تلفات واړول.

د شاهین قل اردو د ریس ارکان په وینا بریدګر لس تنه وو. نوموړې همدارنګه هغه راپورنه غلط فهمي وبلله چې ګوندې دوه بریدګر ژوندي نیول شوي دي.

ولسمشربلخ ته تللی

په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قل اردو د طالبانو له خونړي برید وروسته ولسمشر غني د شنبې په ورځ بلخ ولایت ته تللی.

نوموړې په بلخ کې له دفاعي او امنیتي چارواکو سره کتلي، په قل اردو د برید پرمهال له ټپي شویو سرتیرو او د وژل شویو له کورنیو سره یې کتلي او غم شریکي یې کړې ده.
وسلوالو طالبانو ددې برید مسولیت منلی دی او ویلي یې دي چې د قل اردو دننه څو تنه سرتیرو ورسره همکاري لرله.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې وسلوال طالبان د جعلي اسنادو، نظامي موټرو او یونفورم په مټ ورته ډله ایز بریدونه کوي.

بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي.

دا چې ولې طالبان همدا یو تکتیک بیا بیا کاروي او بریالی کیږي؟ دا هغه پوښتنه چې د افغانستان د امنیتي، استخباراتي او دفاعي ادارو چارواکي باید ورته ځواب ووايي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */