ژوند بڼه

 ۲۰۱۷ کې د بالیوډ هغه ۱۰ فلمونه چې ډېرې پیسې يې نه دي ګټلي، خو په لیدو ارزي

لیکنه: یاران

هندي سینما د نړۍ سترو تفریحي سینماګانو له ډلې کې شمېرل کیږي، چې سربېره پر هندي تلیګو، ملایم، بنګالي، تامل او ګجراتي ژبو بېلا بېل فلمونه جوړوي.
په هندي رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې په هندوستان کې هر کال کابو ۱۵۰۰۰۰ فلمونه پر بېلا بېلو ژبو تولیدیږي.
خلک ډېری وخت هغو فلمونو ته بریالي او ښه فلمونه وايي، چې د فلم په بازار کې يې ډېرې پیسې ګټلې وي، خو په خقیقت کې د فلم د ښه والی او بدوالی د فلم بازار او ګټلو پیسو سره اړیکه نه لري.
د هندي سینما سلګونه داسې فلمونه شته چې د نندارې پر وخت يې په بازار کې ډېرې پیسې نه دي ګټلي، خو د خپلو ځانکړتیاوو له امله کلونه کلونه د لیدونکو په ذهن کې پاتې دي او لا هم لیدونکي لري.
همداسې ځینې فلمونه په ۲۰۱۷ کال کې هم هندي سینما خپاره کړي دي، چې د بازار او پیسو ګټلو له پلوه ښه نه دي ثابت شوي، خو په کې د لوبیدلو لوبغاړو د ښې اداکارۍ او ځانګړو داستانونو درلودلو له امله د فلمي څارونکو پام راګرځولی دی. دلته درته د ځينو همداسې فلمونو په اړه لیکو:

۱- ټريپډ


دا فلم د داسې یو کس د ژوند داستان بیانوي چې په جوړیدونکو ودانیو کې د اوبو او برېښنا پایپونو او لاینونو چارې مخکې وړي.
فلم کې مرکزي رول راج کمار راواني لري، ورسره ګیتا انجلي تهاپا او خوشبواپدهایاني هم لوبیدلي دي. دا فلم وکرمادتیا خپور کړی دی.
د فلم کیسه، منظر کشي او اداکاري داسې شوي دي چې پر لیدو ارزي.

۲- سمرن


د ددې فلم تر خپریدو وړاندې تمې داسې وې چې ګوندې فلم به ښه بازار وکړي او د هغو فلمونو په کتار کې به ځان ته ځای پیدا کړي چې د خپریدو پر لومړیو ورځو کې يې کابو ۱۰۰ میلونه هندي روپۍ بازار کړی وي.
سره له دې چې فلم ښه بازار ونه کړ، خو د لیدونکو فلمونو څارونکو د پام وړ ورګرځيد. ددې فلم داستان د هغې جلۍ پر ژوند راڅرخي چې په یو پلورنځي کې کار کوي او تر څنګ يې د قمار وهلو او شوکو عادت هم لري.
ددې فلم مرکزي رول د هندي سینما لانجمنه فلمي ستورې کنګنا رناوټ مخکي وړي، چې تر ډېره په خپل رول کې بریالۍ ده.
دا فلم د خپلو ځينو ځانګړتیاو له امله ددې ارزښت لري چې باید یو ځل ولیدل شي.

۳- اندو سرکار


دا فلم د اندراګاندي د حکومت، تر هغې مخکې او وروستیو سیاسي بدلونونو او راوړلاړو شویو ستونزو او مسایلو داستان بیانوي چې پر لیدو ارزي.

۴- انارکلي ټواره


دا فلم د یوې ګډونکې (ډمې) د ژوند کیسه بیانوي چې د خپل کار پر مهال د ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ کیږي.
په فلم کې ګډیدونکې جلۍ چې د پولیسو او ځينو سیاسي کسانو لخوا سخته زورل شوي وي، د انتقام اخیستلو هڅه کوي چې له تلوسې ډکه کیسه لري.
که وخت مو درلودو او د هندي فلمونو د لیدو مینه وال يئ نو بیا يې درسره یو ځل وګورئ!

۵- مکتي بھون


دا فلم چې فلم جوړونکي بهوتیاني جوړ کړی، داستان يې پر کورنیو او ټولنیزو رواجونو راټولیږي.
په فلم کې د یو ځوان پلار هیله لري چې د هندوستان د مقدس ترینو ښارونو له ډلې بنارس کې د خپل ژوند وروستۍ ورځې تېرې کړي.

۶- بادشاهو


په بادشاهو فلم کې سره ددې چې اجی دیوګن، عمران هاشمي، ایلیناډي کروز او ایشاګپتا په شان وتلي اداکاران لوبیدلي دي، خو تر خپریدو وروسته يې چندان بازار ونه کړ او د پیسو له اړخه د ۲۰۱۷ کال د ناکامو فلمونو په ډله کې وشمېرل شو.
د فلم کیسه په هندوستان کې د ۱۹۷۵ کال د سیاسي حالاتو او د هماغه وخت د راجستانۍ شهزادګۍ مهارني ګیتا ژوند او واکمي هم انځور شوې ده.

۷- حرام خور


ددې فلم کیسه د یو استاد او د هغه د یوې کم عمره زده کونکې ترمنځ پر اړیکو راڅرخي.
په فلم کې د نوازالدین صدیقي ښه اداکاري ددې لامل شوې چې فلم جایزه هم واخلي، خو د پیسو ګټلو له پلوه يې مزه نه وه او چندان بازار يې نه دی کړی.

۸- ربن


دا فلم هم د پیسو ګټلو له پلوه ښه نه دی ثابت شوی، خو د فلم کیسه او اداکاري د فلمي شنونکو له خوا ستایل شوي دي.
دا فلم د یو داسې ځوان د ژوند داستان بیانوي چې د کورنیو ستونزو له امله ورته رواني او ذهني ستونزې پیدا کیږي. فلم یوه ټولنیزه ستونزه بیانوي، نو لیدل يې بې ګتې نه دي.

۹- تماري سلو


تماري سلو فلم سره ددې چې ښه بازار او ګټه کړې، خو دا چې په یوه ورځ ۱۰۰ میلونه پیسې وګټي په هغه لیست کې نه دی راغلی.
په فلم کې د ودیابالن خپل رول دومره ښه ترسره کړی چې لیدونکی اړ باسي چې فلم تر پایه وګوري. کیسه يې درته ځکه نه بیانوو چې بیا مو د فلم د لیدو تلوسه کمیږي.
خو د ودیا بالن مینه وال یاست نو دا فلم يې درسره ضرور وګورئ!

۱۰- نام شبانه


سره ددې چې نام شبانه ډېرې پیسې نه دي ګټلي خو بیا يې هم د فلمي څارونکو او د فلم مینه والو پام ځان ته راګرځولی دی.
فلم د یوې هندۍ جاسوسې داستان بیانوي چې په کوچنیوالي کې خپل پلار له دې امله وژلی وي چې مور سره يې بد چلند کوي. په دې فلم کې د شبانه رول تپسي پنو مخکې وړی او تر څنګ يې اکشی کمار هم لوبیدلی دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران