کلتور او هنر

۲۰۱۷ کال: د بالیووډ څلور سخت ناکام اداکاران

لیکنه: شریف شاهین

 

په هندي سینما کې د اداکارانو ګټې او تاوانونه کومه نوې خبره نه ده، خو ۲۰۱۷ کال د بالیووډ لپاره بد کال یاد شوی.

له خانانو واخله تر بي (B) ګروپ اداکارانو پورې، ټول څه نا څه له تاوان سره مخ شول.

د سلمان خان ټیوب لایټ، د شارخ خان جب هیری میټ سیجل، او عامرخان سیکرټ سوپر سټار، له تمې خلاف تاوان وکړ.

د یوې پلټنې له مخې ۲۰۱۷ کال د بالیوډ ددې څلورو ستورو – کنګنا راناټ، سیف علي خان، کپیل شرما او شردا کپور – لپاره تر بل هر چا ډیر له تاوان او ستونزو ډک و.

کنګنا راناوټ:

 

نوموړې سږ ۲۰۱۷ کال د رنګون او  سیمرن په نوم دوه فلمونه جوړ کړل، خو دواړه سخت ناکام شول.

نوموړې د Post-Queen په څیر کامیاب فلم هم لري، خو ۲۰۱۷ کال يې نه یواځې دا چې فلمونه يې ناکام شول، بلکې د هیرتیک روشن او کرن جوهر سره په لانجه هم واوښته.

سیف علي خان:

سیف علي خان که څه هم په بالیووډ کې یو کامیاب پیل درلود؛ خو په دې وروستیو کې سیف علي خان له سختې ماتې سره مخ دی. د هغه وروستی کامیاب فلم (همشکله) و، چې په ۲۰۱۴ کال کې خپور شو.

۲۰۱۷ کال کې نوموړي دوه فلمونه – رنګون او شیف (اشپز) درلود؛ خو دواړه په سینما کې له تاوان سره مخ او ناکام شول.

کپیل شرما:

کپیل شرما د هندوستان مشهور کوميډي اداکار دی. له خپل همکار سونیل ګرور (ګلاټي) سره تر لفظې شخړې وروسته هر څه بدل شو. د کپيل شرما شو ټلویزوني خپرونه ودریده، او کپیل شرما په ډیپریشن اخته شو.

د نوموړي لومړی فلم (فرنګی) هم سخت ناکام شو.

شردا کپور:

نوموړې ۲۰۱۷ کال کې تر بل هر چا ډیر فلمونه درلودل. دې درې فلمونه جوړل کړل. اوکی جانو، هاف ګرل فرینډ، او وروستی هغه يې حیسنه و.

که څه هم هاف ګرل فرینډ نیسبت نورو هغو ته ښه بازار وکړ، خو په ټوله کې درې واړه فلمونه سخت ناکام شول.

کتونکي وايي، چې دا اداکارن دې ۲۰۱۸ کال ته لسټونې بډ وهي او د ۲۰۱۷ کال جبران دې وکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین