ژوند او ژواک

۲۰۱۷ م کال روژه ؛ په نړۍ کې تر ټولو اوږدې او تر ټولې لنډې روژې

د نړۍ په هغو هیوادونو کې چې د لمر لویدو او بیرته راختو ترمنځ وخت تر درې ساعتونو کم دی، دینې عالمانو فتوه ورکړې ده چې مسلمانان دې په کې دوی ته د نژدې یو داسې ښار سره سمه دې روژه ونیسي چې شپه او ورځ یې د تشخیص وړ وي.

لاندې په نړۍ کې د مې ۲۷ مې نیټې چې دې روژې د مباکې میاشتې لومړۍ ورځ ده د اوږدوالي معلومات دي.

دا معلومات د نړۍ د بیلابیلو د لویو ښارونو د لمانځه لپاره د ټاکلو شوي وختونو څخه اقتباس شوې دي او ښايي د یو هیواد د ټولو ښارونو او سیمو استازولي ونه شي کولی. خو بیا هم د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د روژې د لومړۍ ورځې د اوږدوالي په اړه یو اټکل درکولی شي.

د روژې د مبارکې میاشتې تر ټولو اوږده ورځ په ګرین لینډ کې ده چې له ۲۱ ساعتونو هم اوړي. دا د شمالي قطب پر مدار د کنګلونو منځ کې پروت د ډنمارک اړوند خپلواک ټاپو دي.

ورڅیرمه پروت د ایسلینډ ټاپو کې هم لومړنۍ روژه یو ویشت ساعته ده. د روژې د میاشتې تر ټولو لنډه لومړنۍ ورځ په ارجینټینا کې ده چې یولس ساعته او دوه دیرش دقیقې ده. په استرالیا کې هم ورځې لنډې دي او د روژې لومړۍ ورځې ددې هیواد په زیاتو سیمو کې د یولس نیمو ساعتو په شا او خوا کې ده.

د افغانستان په ډیرو سیمو کې د روژې لومړۍ ورځ څه کم ۱۶ ساعته ده. لاندې په څو چارټونو کې د نړۍ په بېلابیلو هیوادونو کې د روژې د لومړۍ ورخې اوږدوالی د ساعتونو په حساب کتلی شئ.

په اروپا کې نن ورځ په ایسلینډ کې تر ټولو اوږده ورځ (۲۱ ) ساعته ده. له اروپايي هیوادونو څخه لنډه ورځ د یونان ده چې (۱۶ ) ساعته او (۲۳) دقیقې ده. په لاندې چارټ کې یې کتلی شئ.

د امریکا په لویه وچه کې لکه مخکې چې یادونه وشوه ګرین لینډ تر ټولو اوږده ورځ لري چې یو ویشت ساعته او دوه دقیقې ده. دغلته لنډه ورځ د ارجنټینا ده چې یولس ساعته او دوه دیرش دقیقې ده.

منځني ختیځ کې بیا اوږده ورځ د ایران ده چې تقریبا له افغانستان سره برابره ده. یمن په منځني ختیځ کې تر ټولو لنډه ورځ لري چې شا او خوا څوارلس ساعتونه کیږي.

جنوبي اسیا کې د روژې لومړۍ ورځ په چین کې اوږده او تر شپاړس ساعتونو زیاته ده. په کاکاز کې بیا لنډه او شا او خوا ۱۲ ساعتونه ده.


په نورو اسیايي هیوادونو کې بیا د روژې د لومړي ورځې اوږدوالې د ساعتونو په حساب په دې چارټ کې کتلی شئ.

استرالیا بیا د کال په دې فصل کې د نړۍ د ګڼو هیوادونو په مقایسه لنډې ورځې لري. دلته د روژې لومړی ورځ شا او خوا یولس نیم ساعته ده.

او د افریقا د څو هیوادونو د روژې د لومړۍ ورځ اوږدوالی هم لاندې چارټ کې کتلی شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */