سپورټ فوټبال

۱۹ کلن فوټبال ملي ټیم د ترکمنستان سره لوبه مساوي کړه

اعلان

ليکنه: صابر حميدي

د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلني ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ مازدیګر د ترکمنستان فوټبال ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسېده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي د افغانستان لپاره په یاده لوبه کي فرشید وجودي او طارق محمدي ګولوهني وکړې.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د افغانستان لوبه ۲ ګولونه پر ۱ د لوبي تر ۸۹یمي دقیقې پوري په ګټه وه، خو د لوبڅار له لوري یوه افغان لوبغاړي ته سور کارټ ورښکاره کړل سو او مقابلي لوبډلي حملې په ثمر ورسېدې او لوبه ئې ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسوله.

په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ګډون لوبیږي.

افغان ۱۹ کلن فوټبال ملي ټيم به خپله دوهمه لوبه د شنبې په ورځ ماپښين پر ۴:۳۰ بجې د ازبکستان په وړاندي، درېیمه لوبه به راتلونکې دوشنبه ماښام ۷:۳۰ بجې د کوربه تاجکستان په وړاندي او څلورمه لوبه بیا راتلونکې سې شنبه ماپښین پر ۴:۳۰ بجې د ایران په وړاندي ترسره کوي.

د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ د فوټبال دا لوبي د جمعې په ورځ پيل سوې او تر راتلونکي پنجشنبې پوري دوام کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.