ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د نارینه و څو هغه رازونه چې ښځو ته پرې خبریدل ضرور دي

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ نارینه په مستقیمه توګه خپل احساسات بیانوي

لومړۍ شمېره راز دا دی، چې معمولاً نارینه په مستقیمه توګه خپل احساسات بیانوي، له هغه څخه وپوښتئ، چې د اوونۍ په وروستۍ رومانتیکه ورځ کې غواړي، کوم کارونه ترسره کړي؟ یا په لومړی ځل یې چې تاسو ولیدئ، څه فکر یې وکړ؟ د دې پوښتنو ځواب به د هغه احساسات څرګند کړي.

۲ ـــ نارینه په خپلو کارونو سره دا څرګندوي، چې له تاسو سره مینه لري

د ډېری نارینه و دا خوښېږي، پر ځای د دې، چې د کلمو په مرسته ووایي، له تاسو مینه لري، په خپلو کارونو سره دا څرګندوي، چې له تاسو سره ډېره زیاته مینه لري. لکه: ښایي د کور وسایل ترتیب او تنظیم کړي، انګړ ترتیب کړي، یا هر هغه کار، چې ستاسو شاوخوا ښکلې کړي.

۳ ـــ نارینه د خپل واده ژمنه جدي نیسي

په پیل کې نارینه د ژمنې د پېټي لاندې د راتلو له پاره اندېښمن دي، خو شواهد د دې ښکارندویي کوي، چې نارینه واده جدي نیسي، ښایي ډېر وخت ونیسي، ترڅو راضي شي، چې د مسؤلیت تر پېټي لاندې راشي، ځکه چې غواړي ډاډه شي، چمتووالی یې لري او که نه؟

۴ ـــ نارینه د خپلو مېرمنو خبرو ته په ډېرې ځیرکتیا سره غوږ نیسي

کله چې تاسو د هغه چا خبرو ته غوږ نیسئ، چې د خبرو کولو په حال کې دی، د هو او سمه ده، د کلمو په ویلو سره خپله پاملرنه ښکاره کوئ، دا ستاسو لاره ده، خو ځینې نارینه دا کار نه ترسره کوي، دا چې خاوند مو څه نه وایي، په دې مانا نه ده، چې ستاسو خبرو ته غوږ نه نیسي، ښایي هغه دا غوره ګڼي، چې خاموشه واوسي او ستاسو خبرو ته په ښه توګه غوږ ونیسي.

۵ ـــ د ګډو فعالیتونو ترسره کول، د اړیکې د نږدې کېدو سبب ګرځي

نارینه مخکې تر دې، چې وغواړي د خپلو افکارو او احساساتو د بیانولو له لارې خپله اړیکه پیاوړې کړي، غوره ګڼي، چې له خپلې مېرمنې سره د ګډو فعالیتونو په ترسره کولو سره دا کار ترسره کړي. د ډېری نارینه و له پاره، لکه: ورزش کول او د جنسي اړیکو ټینګښت، له خپلې مېرمنې سره یې د نږدې کېدو سبب ګرځي.

۶ ـــ ډېری نارینه اړتیا لري، چې یو څه وخت له ځان سره یوازې تېر کړي

سره له دې چې ګډ فعالیتونه هم مهم دي، خو د نارینه و خوښېږي، چې یو څه وخت د ځان له پاره ځانګړی کړي.

۷ ـــ نارینه له خپلو پلرونو څخه زده کړه کوي

که چېرې غواړئ، پوه شئ، چې یو نارینه به په خپله اړیکه کې څه ډول چلند وکړي، نو لومړی پلار یې ښه وپېژنئ. کله چې له مور سره یې د پلار په اړیکه باندې وپوهېدئ، نو بیا کولای شئ له ځان سره د ده په اړیکه باندې هم پوه شئ.

۸ ـــ نارینه د مېرمنو په پرتله ډېر ژر هېرول کوي

مېرمنې معمولاً ترخې تجربې په ډېر ځنډ سره هېروي او تر ډېره وخته له هغوی سره اندېښنې، غمونه او خپګان مله وي. نارینه د ښځو پرخلاف ترخې تجربې ډېرې ژر هېروي، په دې اساس ښایي وغواړئ، د تېرې شپې د شخړې په اړه له خپل خاوند سره وغږېږئ، خو ښایي هغه په بشپړه توګه دا موضوع هېره کړې وي.

۹ ـــ نارینه معمولاً په بشپړه توګه په وړو نښو نښانو باندې نه پوهېږي

نارینه معمولاً د خپلې مېرمنې ځینو نښو نښانو ته پام نه کوي، لکه: د غږ او څېرې بدلون یا اندېښمنه څېره. که چېرې غواړئ، چې د خاوند پام مو یوې موضوع ته واړوئ، نو په مستقیمه توګه ورسره خبرې وکړئ.

۱۰ ـــ نارینه ستاسو د درنښت په وړاندې غبرګون ښیي

خپل خاوند ته درنښت کول، د دې لامل ګرځي، چې د هغه په چلند کې بدلون را منځته شي. هغه پلرونه، چې مېرمنې یې د کورنۍ له پاره د دوی په ارزښت پوهېږي او درناوی یې کوي او مېرمنې یې هغوی یو پیاوړی فرد ګڼي، تر ډېره خپلې کورنۍ ته ارزښت ورکوي.

۱۱ ـــ نارینه د ورځې په اوږدو کې تر ډېره د جنسي اړیکې په اړه فکر کوي

ښایي مخکې په دې اړه پوهېدئ. ډېری نارینه، چې عمر یې له ۶۰ کالو څخه کم دی، د ښځو په پرتله ډېر زیات د جنسي اړیکې په اړه فکر کوي. د نارینه و جنسي غریزه د ښځو په پرتله دوه برابره زیاته ده او د افکارو تنوع یې هم ډېره ده. نارینه ښایي له خپلې مېرمنې پرته له نورو ښځو سره د جنسي اړیکې په اړه فکر وکړي، خو دا یې د فکر د پلي کېدو په مانا نه ده.

۱۲ ـــ د نارینه و له پاره جنسي اړیکه ډېره مهمه ده

نارینه جنسي اړیکې ته په عادي سترګه نه ګوري. د ډېری نارینه و له پاره جنسي اړیکه د دوو انسانانو ترمنځ یوه مهمه اړیکه ده، چې له یو بل سره ژمنه لري او د ډېری مېرمنو په څېر په یوه ژمنه شوې اړیکه کې د جنسي اړیکې له لرلو څخه ډېر خوښ او راضي دي.

د دې دلیل دا دی، هغه جوړې، چې له ډېرې مودې راهیسې یو بل سره پېژني، په غوره توګه کولای شي، چې د یو بل غوښتنې پوره کړي، او په هغو مواردو باندې ښې پوهېږي، کوم چې یو بل ترې خوند اخلي.

۱۳ ـــ د نارینه و خوښېږي، چې تاسو د جنسي اړیکې پیلونکې واوسئ

ځینې نارینه فکر کوي، چې دوی تل باید د جنسي اړیکې پیلوونکي واوسي، خو له بلې خوا خوښېږي یې، چې مېرمن یې هم د جنسي اړیکې پیلوونکې واوسي، د هغو څیزونو د ویلو له پاره، چې غواړئ، وې وایئ. کله وخت ستاسو له خوا د جنسي اړیکې پیلول، د دواړو لورو د خوښۍ احساس د لوړېدو سبب ګرځي.

۱۴ ـــ نارینه تل د جنسي اړیکې د ټینګښت له پاره چمتووالی نه لري

د ډېری ښځو د اند پرخلاف، نارینه تل د جنسي اړیکې د ټینګښت له پاره حوصله نه لري.

نارینه هم د ښځو په څېر کله وخت دنده ایزو، کورنیو او مالي مسایلو له امله تر فشار لاندې وي او اروایي فشار هم د جنسي اړیکې په مخنیوي کې رول لري. که چېرې خاوند مو تاسو ته وویل، چې نن شپه نه شي کولای، په دې مانا نه ده، چې نور تاسو ته تمایل نه لري، بلکې په دې مانا ده، چې دم ګړۍ چمتووالی نه لري.

۱۵ ـــ نارینه د خپلې مېرمنې له خوند اخیستلو څخه ډېر خوشالېږي

ستاسو خوند اخیستل، ستاسو خاوند له پاره ډېر زیات ارزښت لري، خو د هغو څیزونو په اړه، چې خوند ترې اخلئ، خاوند ته ووایئ، ترڅو هغو ته یې پام شي.

ډېری مېرمنې د خپلو لېوالتیاوو په اړه له خبرو کولو څخه هوسا نه دي، ډېره ښه ده، چې وکولای شئ له هغې لارې څخه، چې د خاوند د خپګان لامل مو نشي، د هغو څیزونو په اړه وغږېږئ، له کومو سره چې مینه لرئ او یا یې هم نه لرئ، ځکه، کله چې تاسو ښه احساس ولرئ، نو خاوند به مو هم ښه احساس ولري.

۱۶ ـــ نارینه کله وخت د خپلې جنسي کړنې له امله په ژور خپګان اخته کېږي

ډېری نارینه په ځانګړې توګه د عمر په لوړېدو سره، د خپلې جنسي کړنې له امله په ژور خپګان اخته کېږي. ښایي ستاسو خاوند د خپل بدن، د کړنې د څرنګوالي او وړتیا له امله اندېښمن وي، باید له هغه سره مرسته وکړئ، چې خپله هوساینه او آرامتیا وساتي او د جنسي اړیکې پرمهال یوازې د هغې شېبې د خوند په اړه فکر وکړي.

۱۷ ـــ نارینه ښایي د اړتیاوو د نه پوره کېدو په صورت کې په بېلارۍ سر شي

که چېرې کوم نارینه داسې احساس وکړي، چې په اړیکه کې مېرمن یې ورسره مینه نه لري او په ارزښت یې نه پوهېږي، ښایي په بل ځای کې د خپلې خوښۍ او رضایت په لټه کې شي یا ښایي په شدیده توګه ځان په ورزش او کمپیوټري لوبو بوخت کړي او حتی ځینې هم ښایي خیانت وکړي، له دې پېښې څخه د مخنیوي له پاره، باید جوړې د خپلو اړتیاوو په اړه له یو بل سره خبرې وکړي او د ستونزو د حل په لټه کې شي.

۱۸ ـــ خاوند مو ځان په تاسو پورې تړلی ګڼي

ډېری نارینه دې موضوع ته متوجه کېږي، که چېرې اوږد مهالې اړیکه یې سړه شي، نو کوم څیزونه ډېر له لاسه ورکوي او دا یوازې د مېرمنې په ملتیا کې نه شاملېږي، بلکې په ټول ژوند کې شاملېږي، چې له یو بل سره یې جوړ کړی دی. که چېرې تاسو هم د خپل واده د پیاوړي کولو په فکر کې یاست، نو خاوند مو هم په همدې اړه فکر کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران