ساینس او ټیکنالوژي

۱۷ هغه پرمختګونه چې نړۍ کې په ۲۰۱۸ م کال کې رامنځ ته کیږي

لیکنه: ياران

له سایسن نیچر مجلې څخه

1- هندوستان سپوږمۍ ته خپل لومړني فضايي ماموریت پیلوي.

2- ساینسپوهان د لومړي ځل لپاره په انسانانو کې د جینونو ایډیټ پیلوي.

3- د امریکا د فضايي څیړنو مرکز یا ناسا مریخ ته نوی روبوټ د څیړنو لپاره ستوي.

4- د شکر ( ډیابیټ) لومړۍ بڼې لپاره په انسانانو کې په امتحاني توګه واکیسین پیلیږي.

5- د نړۍ د وګړو نفوس له اوه میلیارده شپږ سوه میلونو څخه زیاتیږي.

6- سیانس پوهان د مځکې د کرې د منځنۍ هستې ته ژوره کنده کني څو د مځکې داخلي جوړښت لا ښه وڅیړلی شي.

7- په نړۍ کې د تیلو د موټرو پر ځای د برېښنايي یا الیکټرونکي میټرو خرڅلاو پنځه نیم میلونو ته رسیږي.

8- نیوځیلاند د ډبرو له سکروڅخه د بريښنا د تولید وروستۍ لویه بټۍ تړي.

9- په انساني وجود کې څو پیچلي عملیات په ۲۰۱۸ م کال کې د ربوټونو په وسیله ترسره کیږي.

10- جاپان په سپوږمۍ کې یوه نامعلومه څیړنه پیلوي.

11- ۲۰۱۸ م کال کې به د نړۍ په کچه هر شل کسان یوه شریکه وای فای یا د انیټرنیټ ورکولو دستګا ولري.

12- د سړیو لپاره د ماشوم د زیږیدو د قابلیت د مخنیوي درمل او کریم په ځینو هیوادونو بازار ته وړاندې کیږي.

13- جاپان او اروپا د عطارد ستوري ته یو مدارڅرخیدونکې سپوږمکۍ او یوه د عطارت پر سطحه کیناستونکې سپوږمکۍ استوي.

14- د افغانستان په شمول په نړۍ کې د پولیو یا ګوزڼ پېښې صفر کیږي او یا هڅه کیږي چې صفر شي.

15- چین د سپوږمۍ پر تیاره اړخ د ( چینګ ی ۴ ) په نوم سپوږمکۍ کینوي او دغلته څیړنې پیلوي.

16- ساینس پوهاند زړښت د ورو کیدو لپاره پر انسانانو د تخنیکونو ازمویل پیلوې پیلوي.

17- سینګاپور پر خپلو سړکونو د نورو موټرو زیاتول په ټپه دروي.

18- نړۍ به د ایډیز او سرطان د ناروغیو په درملنه کې د نویو پرمختګونو شاهده وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران