ژوند او ژواک

۱۶ داسې مهم او مثبت بدلونونه چې ژوند مو بدلولی شي!

لیکنه: هینریک
ژباړه: غازي عابد

هر انسان غواړي چې په ژوند کې مثبت بدلونونه او پرمختګونه ولري، خو هر څوک دغو موخو ته په بیلابیلو لارو ځان رسوي، دا وګړي بختور دي چې د مثبت بدلون هڅه کوي.
او هغه انسانان چې هیڅ ډول بدلون نه کوي ښې خواته نه دي روان او تل به جامد پاتې وي.

دلته د مثبتو بدلونونو لپاره ۱۶ شمارې خبرې لرو؛ ډیرې مرسته کوونکې به وي:

۱- په سختو ورځو او کړکیچونو وختونو کې کلک، مبارز او مقاومت کوونکی اوسه، ځکه موږ ټول وخت ناوخت له داسې حالاتو او شرایطو سره مخ کیږو.

۲- نیوکو ته په سم ډول رسیدګي او ځواب ووایئ، همداراز له منفي خلکو ځان لرې وساته، خو دا کارونه په ډیر ښه تفاهم او د یوه رهبر او مشر په شان وکړه.

۳- له نورو سره د خپل ځان او ژوند مقایسه او ارزونه مه کوئ.

۴- خپل بشپړوالی مو د روغتیا او خوشحالۍ په خویونو/عادتونو کې ووینئ، په دې سره به ډیر کارونه د کم فشار او او لږ تشویش په مقابل کې ترسره کړئ.

۵- پر خپل ځان د رښتیني باور کولو دا ژور احساس ولرۍ، چې له ژوند نه د ښې استفادې وړتیا لرې او دا توانايي هم درکې شته چې پر وخت مهمې پریکړې وکړئ.

۶- خپل داخلي نه بدلیدونکي باورونه مو ترلاسه او اصلاح کړئ.

۷- رښتیني وړتیاوې او کمزوریانې مو درک کړئ، څو په ډیره متوازنه او نوې لار خپلو موخو او نړۍ ته ورسیږئ.

۸- مخکې له دې چې زیانمن شۍ یا بل څوک درباندې نیوکه وکړي، اول خپلو داخلي کړنو ته په خپله ګوته ونیسئ او پر ځای یې غوره او سالم خویونه خپل او اصلاح کړئ.

۹- تیروتنې او ناکامیانې مو په داسې ډول اصلاح کړئ چې خودباوري یا پر ځان د باور لرلو ته مو زیان ونه رسوي او دې ته مو جوګه کړي څو له تیرو کړنو زده کړه وکړئ.

۱۰- خواخوږۍ، همدردۍ، تفاهم او د خپل ځان او نورو منلو ته مو پاملرنه وکړئ.

۱۱- تل په خپل ځان ډیرې نیوکې کول او همدا راز په ځان ډیر باور درلودل مو فکر او ذهن زیانمنوي. ددې پر ځای د خپل ژوند او راتلونکې په اړه فکر او عمل وکړئ.

۱۲- تر ټولو غوره او خورا مهم تصورات مو پیدا کړئ، بیا اهداف وټاکئ، بیا ور رسیدلو ته اغیزناکه ستراتیژي یا تګلاره غوره کړئ؛ ځکه که داسې مو وکړل خپلو خیالاتو او خوبونو ته به ورسیږئ او له خپلې نه ختمېدونکې داخلې قوت او انرژۍ به سمه استفاده هم وکولی شئ.

۱۳- څه چې غواړئ ترلاسه یې کړئ، په یوه پلان پسې هلې ځلې وکړئ او هیڅکله یې په ترلاسه کولو کې خپل ځان مه تخریبوئ.

۱۴- رښتینی احساس خپل کړئ او په خپل ژوند کې ډیر ښه والی او ښه شیان لاسته راوړئ.

۱۵- د خپل ځان په اړه د بایلونکي او منفي ګرا احساس مه کوئ، بلکې د ځان په اړه ښه احساس وکړئ او باطني خوشحالي مو ډیره کړئ.

۱۶- څرنګه چې فکر کوئ؛ هماغسې اوسئ او خپل دغه حالت باندې ژور شکر وباسئ.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */