زده کړې

۱۳۹۷ د پوهنې کال دی؛ باید له زده کړو د ملاتړ ملي حشر پيل کړو

لیکنه: ياران

لیکنه: مریم محمدي

د نوي کال د پسرلي خوږې وږمې او د طبيعي زړه راښکونکې هوا او موسمي تغير انسان ته د سترذات (ج) د قدرت عظمت نښه څرګندوي. له دې نعمت په ګټې اخیستنې سره یو همدا کار وکړئ چې خپل اولادونه یعنې لوړې او زامن مو مکتبونو کې شامل کړئ، راتلونکي کې به ترې ښه ځوان او ځوانه جوړه شي، ځکه همدا ماشومان د سبا ورځې ګلان دي.

هر کال ته یو نوم ورکول کیږي، خو د ډيرې خوښۍ خبره دا ده چې ۱۳۹۷ کال د پوهنې په نوم ونومول شو.

په همدې اړه ولسمشر محمد اشرف غني، د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې د نوروز د لمانځلو په مراسمو کې د پوهنې په برخه کې له خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او وې ویل:

«”۱۳۹۷ کال به د پوهنې کال وي، په دې کال کې به د پوهنې په برخه کې مهم اصلاحات رامنځته شي، له ولس هیله کوم چې له پوهنې څخه د ملاتړ یو ملي حشر پیل کړي، چې دغه کال کې نجونې او هلکان په ښه توګه زده کړه وکړي”.»

د ټولنې د پرمختک لپاره د افرادو تعلیم یوه اړینه مسله ده، خو زموږ په ټولنه کې د اکثره کورنیو له خوا تعلیم یوازې د هلکانو حق بلل کیږي. د فرانسې د ناپليون څخه يو ځل چا پوښتنه وکړه چې د فرانسې د پرمختګ لپاره څه شي ته ډيره اړتيا ده؟ د ناپليون ځواب دا وو چې تعليم يافته مېندې. يعنې د ښځو د تعليم نه پرته يو ځای او هیڅ ټولنه پرمختګ نه شي کولی.

په ټولنیز ژوند کې د ښځو پوهې ته ډېره اړتیاده، د دې لپاره چې خپل مسؤلیت ترسره کړي، د نجونو پروړاندې د زده کړې د مخنیوي غلط فرهنګ سره باید مبارزه وکړو. د نجونو زده کړه ډېره اړینه ده، ځکه که یو نارینه باسواده شي یوازي دی د پوهې له نعمت برخمن شو، خو که یوه ښځه باسواده شي په دې مفهوم چې یوه کورنۍ باسواده شوه.

که اوس وخت کې د ځینو اسلامي هیوادونو پرمختګ وګورو د ښځو د تعليم کچه زیاته ده او که افغانستان يا ځينې نورو وروسته پاتې هیوادونو ته مو پام وي، عمده علت یې جهالت او بې سوادي ده ځکه خو د خوښۍ په ځای په کې وحشت او جهالت روان دی.

که چیرې په خپل کلې کور کې وګورئ د هغه ماشوم چې پلار یې تعليم يافته وي مګر مور يې تعليم ونه لري هر وخت به کوڅو کې ورک وي، د مشر احترام به نه کوي خو که چېرې برعکس مور تعليم يافته وي او پلار بې سواده هم وي د هغوی واړه بچي وګوری! چې ښه اخلاق به لري، مشر ته به هر وخت سلام کوي، نظافت به یې پاک وي.

بې تعلیمه میندې تل نورو ته محتاجې وي، که زوی یا لور یې ناروغه شي دومره به نشي کولی چې د ډاکټر د نسخې سره سم خپلو بچو ته په ټاکلي وخت دوا ورکړي. خدای (ج) ښځو ته هم د نارينه په څېر يو شان ذهنونه ورکړي هر نجلۍ کولای شي د هلکانو په څیرې تعلیم وکړي.

د ښځو د تعلیم په اړه د مهاتما ګاندهي خبره راته یاده شوه، ګاندهي وايي د يو نارينه روزل، يو شخص روزل دي، مګر د يوې ښځې روزل بیا د ټول ملت روزل دي او همداسې پاچا خان بابا وايي، د اسلام سپيڅلې دین علم په نر او ښځه فرض کړی دی، خو له بده مرغه بيا هم د دين په نوم زمونږه نجونې له تعليمه محرومې پاتې کيږي.

انګليسي کې معقوله ده که يو کلن پلان لرې نو وريجې وکره، که دې لس کلن پلان وي يو نیالګی کېنوه، خو که سل کلن پلان لرې خلک په تعليم وروزه. زمونږ د وطن د حالاتو په ليدو خو ځکه اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني هم د ښځو په تعلیم ‌ډېر ټینګار کوي او وايي نجونې په تعلیم یافته کول، نسلونه په تعلیم روزل دي.

تعلیم د هر انسان حق دی که نارینه دی که ښځینه، خو باسوده ښځه د یوې کورنې، ټولنې او هیوا لپاره ستر نعمت دی. د افغانستان ډیرو ښارونو او کلیو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې هغومره خلاصی نه دي لکه څومره چې پکار ده. تمه ده چې په دې پوهنیزي کال کې هر افغان خپله خور او لور ښوونځي ته پریږدي او تعلیم پرې وکړي .

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران