سیاست

پوځ خنډونه جوړوي؛ د پښتون ژغورنې د غورځنګ زرګونه ملاتړي سوات ته روان دي

که څه هم پاکستاني پوځیانو او پولیسو سوات د تګ راتګ په لارو ګڼ خنډونه رامنځ ته کړي او هڅه کوي چې دغلته د یکشنبې په ورځ جوړیدونکې د پښتون ژغورنې د غورځنګ غونډه ناکامه کړي، خو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو تصویرونو ښکاري چې د کوزې پښتونخوا له بیلابیلو سیمو څخه د پښتون ژغورنې د غورځنګ په زرګونو ملاتړي په وړو او لویو ډلو او کاروانونو کې سوات ته روان دي.

په سوات کې دننه هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ ملاتړي، په لارو کوڅو کې ګرځي او خلک د یکشنبې په ورځ په کبل ګراونډ کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ غونډې ته رابولي.

د کوزې پښتونخوا نامتو ژورنالیست نذار یوسفزي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې سوات کې تر د پښتون ژغورنې د غورځنګ تر سترې غونډې یوه ورځ مخکې دغلته ددې غورځنګ ملاتړو یو لاریون کړی چې په په سلګونو موټرې او په خلکو برخه لرله. د نوموړي په وینا عام سواتیان لارو ته راوتلي او پر لاریونیانو یې ګلان شیندل.

پاکستاني پوځ او ادرې خنډونه رامنځ ته کوي

له هماغې ورځې چې منظور پښتين په سوات کې د غونډې اعلان کړی پاکستاني پوځ او ادارو نوموړې ته پر مستقیم خبرداري سربیره، په بیلابیلو لارو ددې غونډې د مخنیوي هڅې کړي دي.

کله چې منظور پښتين د پاکستاني ادارو هغه خبرداری ونه مانه چې سوات کې دې غونډه نه جوړوي، د پاکستان پوځ او ادارو په سوات کې د یو پخواني کرنل په مشرۍ د پښتون ژغورنې د غورځنګ تر غونډې یوه ورځ مخکې د ” د پاکستان د تحفظ “ په نوم د غونډې اعلان کړی و، څو د منظور د ملاتړ غونډه تر سیوري لاندې راولي، خو اوس راپورونه وايي چې د خلکو توندو احساساتو ته په پام دا غونډه لغوه شوه. کوم کرنل چې د پاکستان تخفظ په نوم غونډه یې وربللې په ۲۰۱۶ م کال کې د درغلیو په تور له پوځ ایستل شوی.

همدارنګه پاکستاني پوځیانو د پښتو ژغورنې د غورځنګ تر غونډې مخکې په سوات کې خلک ویرولي چې که څوک په دې غونډه کې ګډون وکړي، ترهګر به وبلل شي، هغه تور چې پوځ پر دمخه ترې ډېر ځايي سواتیان کړولي دي.

د پوځ په لګښت په سوات په بیلابیلو ځایونو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشرانو خلاف تبلیغاتي پوسټرونه هم خپاره شوې دي. چې په کې دوی د هند او نورو بهرنیو ایجنټان بلل شوي.

پاکستاني پوځ د سوات په بیلابیلو برخو کې د په ډیر زیات لګښت د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشرانو خلاف تبلیغاتي پوسټرونه لګولي.

پاکستاني ادارو په سوات کې دکاندارانو ته ویلي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غونډې لپاره دې وسایل په کرایه نه ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې سوات ته پر لارو، پاکستاني پولیس او پوځیانو د تالاشیو پر پوستو خلک سوات ته له تلو منعه کوي.

خو ددې باوجود دا مهال په زرګونو خلک د کوزې پښتونخوا له بیلابیلو سیمو سوات ته رسیدلې او دا لړۍ روانه ده. د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو شمیر مشران هم دا مهال په سوات کې دي او پاتې هم سوات ته ځانونه رسوي.
په سوات کې هم د کبل د غونډې د جوړیدو لپاره د ټولو خنډونو سربیره پراخ چمتوالی روان دی، تمه کیږي چې په لسګونو زره کسان به دې پاکستان د پوځ او ادارو د استبداد خلاف دې غونډه کې ګډون وکړي.

نوې غوښتنې

د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا د ورکو شویو کسانو محکمو ته راوستل، د صحرايي وژونو د عاملینو محاکمه او د دا ډول وژنو د تکرار مخنیوی، د پوځيانو له خوا له عامو خلکو سره د تالاشیو پر پوستو سم چلن، او دې ته ورته نورې غوښتنې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پخوانۍ غوښتنې وې. خو د لومړي ځل لپاره به دا غورځنګ د سوات په غونډه کې غوښتنه وکړي چې په سوات کې دې پوځي چاوڼۍ چې د خلکو پر مځکو جوړې شوې ختمې کړی شي.

د پښتون ژغورنې فعالان د پاکستان له پوځ غواړي چې سوات کې دې چاوڼۍ نه جوړوي او له دې سیمې څخه دې پوځ ووځي.

 

پاکستاني پوځ د سوات له غونډې ولې ډېره وېره لري

سوات هغه سیمه چېرې پاکستاني پوځ په تیرو لسو کلونو کې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو په نوم ددې سیمې خلک تر ټولو ډیر زپلې دي. د خلکو مځکې یې لاندې کړي او او دغلته یې پوځي چاوڼۍ پرې جوړې کړې دي. د سوات کانونه یې لوټلې او ددې ښکلي سیمې تفریح ځایونه پوځي افسرانو د خپلو ساعتیریو پر ځای بدل کړي.

د سوات په اړه د بي بي سي او نورو رسنیو په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې پاکستاني پوځیانو دغلته په تیرو څو کلونو کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په نوم په سلګونو عام سواتیان په صحرايي محکمو کې وژلي، ډیر یې شکنجه کړي، جنسي تیري یې کړي او د یو شمیر ښځو او سړیو په شمول یې له دې جنتي سیمې څخه په سلګونو کسان نادرکه کړي دي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین د سوات په اړه ویلي چې په دې سیمه کې د پاکستاني پوځ له خوا د ظلم انتها شوې ده، او دوی به هلته هرومرو اعتراضي غونډه جوړوي.

دا چې په سوات کې خلک د پوځ زپوونکیو اقداماتو ډیر زپلې، پاکستاني پوځ ویره لري چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ غونډه به په دې سیمه کې د پوځ او پاکستاني ادارو خلاف شته احساسات نور هم پیاوړي کړي او ښايي ګڼ ځايي خلک د پوځ او پاکستاني ادارو خلاف په دې غونډه کې ګډون وکړي.

وزیرستان کې بیا طالب قومندانان استول شوي

په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ په سوات کې او قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د چلند خلاف لویه اعتراضي غونډه کیږي، د پښتون ژغورونې د غورځنګ ځوان مشر منظور پښتون پر پاکستاني پوځ نوي تورونه لګولي دي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ادعا کړې چې پوځ یو ځل بیا شمالي وزیرستان ته دطالبانو قومندانان راوستي دي . په ټولنیزو رسنیو کې دا ادعاوې هم شوې چې پوځ دې طالب قومندانانو ته بیلابیلې سیمې هم سپارلي دي.

شمالي وزیرستان افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان هغه قبایلي سیمه ده چې تیرو وختونو کې پکې طالبانو او دالقاعده ترهګرو خپله واکمني ټینګه کړې وه خو په کال ۲۰۱۴م کې پوځ دغلته دضرب عضب په نامه عملیات وکړل او اوس دعوه کوي چې دا سیمه د طالبانو پاکه شوې ده.

دپښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي چې “د ریاست په سرپرستۍ کې یو ځل بیا دطالبانو کمانډران د میرعلي اومیرانشاه قلعه ګانو ته راوستل شوي دي.“

منظور پښتین پخپل دغه پوسټ کې اوړمه شپه د سیدګئ د ترهګریزې پیښې حواله ورکړې او پرې د خواشینۍ ښودلو په ترڅ کې لیکلي” کومې سیمې چې د وسلو نه پاکې کړل شوي او ځای پر ځای په کې د تالاشۍ پوستې جوړې شوې دي هاغو سیمو کې پیښې رامینځته کیږي ، حالانکې په دغو سیمو کې له پوځ پرته هیچا سره وسله نه شته“

اوړمه شپه د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په سیدګئ سیمه کې د واده په یوه دستوره د لاسي بم برید کې درې کسان وژل شوي اؤ ۳۴ نور ژوبل شوي و، چې ددغه برید پړه هیڅ یوې تندروه ډلې پغاړه نه ده اخستې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پاڅون بهرام خیل