عمومي نړۍ

یو کس د ریموټ د غلا په جرم په ۲۲ کاله بند محکوم شو

امریکا کې یو سړی د تلویزون د ریموټ د غلا په جرم، له دوه لسیزو په زیات بند محکوم شو.

هغه د تیر نومبر په میاشت کې پولیسو د ټلویزون د ریموټ د غلا په تور ونیو. اوس تازه په جنوري میاشت کې په ۲۲ کاله بند محکوم شو.

ایریک برامویل ۳۵ کلن دی او د ۲۰۱۵ کال د اګسټ په میاشت کې يې، د متحده ایالاتو په ویټن Wheaton سیمه کې له یو اپارتمان څخه ریموټ پټ کړ. پولیسو ته هغه مهال د هغه یوه” دست کشه “ چې هلته ترې لویدلې وه، په لاس ورغله.

پولیسو د د ست کشې څخه د ډي ان ای یوه نمونه واخیسته او د مجرمینو او غلو په ښاري ډیتابیس کې له کتلو وروسته يې د بربامویل د ډي ان ای سره سر وخوړ.

څارنولان وايي، چې د نوموړي د تیر جرمي تاریخ په اساس، هغه باید په ۳۰ کلن بند محکوم شوی وی.

نوموړي پخوا هم د تلویزونو او ریموټونو غلاوې کړې وي.

د ولایت څارنوال روبیرټ بیرلین ویلي چې مجرم ښاغلی برامویل اخر هم ده ته پنجو ته ورغی!

ښاغلي روبیرټ زیاته کړه: ((مهمه نه ده، چې څه يې پټ کړي. مهمه داده، چې په دوامدار ډول يې په قانون پورې شونډې بوکي کړي دي. هغه چې څه غوښتل، وخت په وخت يې واخیستل او تمه يې وه، چې سزا به يې ونه څکي. اوس نو هغه راګیر شو او د خلاصي هیڅ لاره نه لري)).

برامویل په نومبر کې د څارنوال روبیرټ له لورې په ۶ میاشتې بند وروسته له هغې محکوم شو، چې په محکمه يې سپکه ژبه وخوځوله.

د ورته جرمونو په تور په متحده ایالاتو کې تر بل هر هیواد ډیر خلک بندیان دي. د ۲۰۱۶ کال د رسمي شمیرو له مخې دغلته ۲.۳ میلونه خلک د زاندان د تورو تمبو شاته پراته دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */