بریا او پرمختګ زده کړې

یو څو غوره خبرې چې تاسې ته د پرمختګ کړکۍ پرانیزي

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: رامایه بارګیف
ژباړه: غازي عابد

مطمئین یوو چې موږ او تاسې هر یوو هڅه کوو څو په ژوند کې د بریا او خوښۍ لپاره له ټولو مناسبو لارو کار واخلو. ځکه دا زموږ او ستاسې د ژوند یو ضرورت دی. بس نو راځئ چې دلته هم په همدې اړه څو ټکي درسره شریک کړو:

– له نورو تشویق او تحریک مه غواړه، هره ورځ مو ځان خپله تحریک او وهڅوئ. ځکه دا د نورو خلکو مسوولیت نه دی چې تاسې وهڅوي او تشویق مو کړي.

– ځیني سالم عادات زده کړئ چې په ذهني او فزیکي لحاظ مو مرسته وکړي. هره ورځ سالم خوراک او ریاضت (فکري تمرین) وکړئ.

– تل چمتو اوسه؛ ځکه په لیوالتیا سره چمتوالی مرسته کوي څو ډاډه او علاقمند ژوند ولرې.

– هره ورځ مو د خپلو مهارتونو په پياوړتیا، د خپلو کمزورتیاو په له منځه وړلو او په خپل هر اړخیز قوت مو کار وکړئ. مثلاً که تاسې غواړۍ د لیکلو مهارت مو قوي شي، هره ورځ لیکل وکړئ.

– د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره ستونزې وګالئ او په لاسته راوړلو یې ټینګار وکړئ.

– مثبت فکر وکړئ یا له مثبتو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ. ځکه منفي خلک مو شاته کوي او تنبل درځیني جوړوي.

– د روښانه راتلونکې په موخه مو نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړئ.

– هیڅکله د کمبختۍ او ټیټوالي احساس مه کوئ. همداراز ځان ته په کمه سترګه مه ګورئ، ځکه دا یو غلط کار دی چې ناخوالو سره مو مخ کوي.

– پیسې ترلاسه کړئ او ویې ساتئ، له بې ځایه لګښته یې ځان لرې وساتئ او د اړتیا پرمهال ترې استفاده وکړئ.

– دا هیر کړئ چې (خلک ستاسې په اړه څه فکر کوي). هغوی ته مه ګورئ، خلک به هر څه وايي، تاسې مخکې ځئ، د هغوی به بل کار نه وي.

– حوصله ناکه اوسئ او له نورو خلکو سره داسې چلند وکړئ چې ترمنځ مو ښې اړیکې جوړې او قایمې شي.

– وخت مو منظم وکاروئ. له نویو خلکو سره وګورئ، نوي ځایونه وګورئ، نوي کلتورونه او رواجونه ووینئ او د هرې لیدنې او کار په پای کې مو نتیجه ترې واخلئ.

– له نورو سره له داسې چلنده کار واخلئ چې هغوی له تاسې سره په مخ کیدو خوښ، خندني او مسکي شي.

– له نورو خلکو سره مینه، هڅوونه او قدردانی یې وکړئ.

– لږ شکایت او ډیر کار وکړئ.

که چیرته غواړئ د ژوند خوښۍ، بریا، سوکالي، نیکمرغي، روغ صحت، پرمختګ او نورو لوړو او ښو موخو ته ورسیږئ، نو دا پورته ټکي درنه د ښې پایلې په هدف عملي کول غواړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد