کلتور او هنر له نړۍ

یوې جلۍ هلک ته د سترګک په وهلو نړیوال شهرت پیدا کړ

سترګې وهل مې درنه زده کړل
اوس راته ښایه د بڼو اشاراتونه

دا لنډۍ خو به مو ډېره اوریدلې وي، له دې ښکاري چې سترګې وهل په افغاني ټولنه کې هم د دوه مینانو ترمنځ په اشارو، د خبرو کولو او مینې اظهارولو وسیله بلل کیږي، ځکه خو په پښتو لنډیو کې د سترګې وهلو یادونه ډېره شوې ده.
یوازې په افغاني ټولنه کې نه بلکې، په ځينو نورو هیوادونو، فرهنګونو او ټولنو کې هم سترګه وهله د هلک او جلۍ تر منځ د مینې د لومړني قدم په مانا کارول کیږي.

پام مو وي، سترګه وهل که د یوې خوا د دوه کسانو ترمنځ د مینې د پیل لومړني تارونه غزوي، نو له بل پلوه زموږ په ټولنه کې دا چاره وخت ناوخت ستونزې هم زیږوي، چې ان پر وهلو، ډبولو او سخت تاوتریخوالي تمامیږي.
د سترګې تر وهلو هم توپیر شته، پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د عادت له مخې د خبرو په جریان کې مقابل لوري ته سترګه وهي او ممکن ځينې نور کسان هم دا ډول عادت ولري، چې چندان پرې څوک غوږ نه ګروي، ځکه دا یې طبعي عادت دی.

اوس به راشو اصلې تازه راپیښې شوې خبرې ته؛ یوې هندۍ جلۍ هلک ته د سترګې وهلو له امله ان نړیوال شهرت پیدا کړ چې دغې کړنې یې د رسنیو پآم راوګرځاوه او پر ځان يې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه زرګونه کسان مینان کړل.

په پاکستان کې د پښتون ارشد خان او د نیپال د ترکاري پلورنکې جلۍ وروسته، یوې هندي جلۍ یو هلک ته د سترګې وهلو له امله په یوه ورځ کې زرګونو کسانو وپېژندله او د هغې انځورونه يې په خپلو ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړل.
جلۍ خپل ملګري هلک ته دا ادا په اصلي ژوند کې نه ده کړې، بلکې د فلم د یوې سندرې په یوه برخه کې هلک ته د اشارو په جریان کې سترګه وهي.
دا کیسه له هغه وخته پیل شوه کله چې هندي ۱۸ کلنې سندرغاړې، ماډلې او اداکارې “پریا پرکاش” د خپلو لومړني فلم د یوې سندرې یوه صحنه پر خپل انسټاګرام پاڼه خپره کړه.


په دغه ویډيويي سندره کې ښکاري چې اداکاره په یو ټولګي کې د خپلو ټولګیوالو په منځ کې یو هلک ته اشارې کوي او هلک هم جلۍ سره په اشارو سوال او ځواب کوي، خو جلۍ له هلک یو قدم وړاندې ځي او هلک ته داسې سترګه وهي چې د سترګې وهلو دې ادا او انداز له ډېرو زړونه وړي او زرګونه کسان يې په ځان مین کړي دي.

د “پریا پرکاش” له خوا پر اسنټاګرام ددې ویډیو خپرولو وروسته، ویډیو نړیوال شهرت پیدا کړ او د درې ورځو په اوږدو کې تر ۶۰ لکو ډېر ځله دا ویډو لیدل شوې او لا هم دا شمېره په لوړیدو ده.
د فلم دا سندره د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۹ مه خپره شوې وه، خو شهرت يې هغه وخت پیدا کړ کله چې خپله “پریا پرکاش” ددې سندرۍ همدا د اشارو کولو برخه پر خپل انستاګرام خپره کړه.

هغه هلک چې د جینۍ له لورې ورته په ویډیو کې سترګک وهل شوی

له هغې وروسته د هندوستان سربېره په نوره نړۍ کې هم زرګونه کسانو دا ویډیو او د ویډيو نه اخیستل شوي انځورونه پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپاره کړل.

په سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو کې ددې ویډیو تر شهرت وروسته نږدې ټولو هندي رسنیو، ټلویزونونو، مجلو، اخبارونو او راډيو ګانو هم د “پریا پرکاش” ددې ادا په اړه راپورونه خپاره کړل، چې له امله يې د نړیوالو رسنیو پام ځان ته راواړوه.
تر دې وروسته بیا پریا پرکاش پر خپلو ټولنیزو پاڼو له خپلو مینه والو مننه وکړه چې ددې خپره کړې ویډیو يې تر ۶۰ لکه ځله ډېره لیدلې ده.

تر دې وړاندې هم “پریا پرکاش” پر خپل انسټاګرام خپل انځورونه او ځينې ویډیوګانې خپرولې، خو چندان د لیدونکو پام ورته نه کیده، نوموړې د فبرورۍ میاشتې له لسمې نیټې وروسته زرګونه مینه وال پیدا کړل.

سترګک وهونکې انجلۍ پریا پرکاش نومیږي

د پریا پرکاش له خوا د يادې ویډیو خپرولو هغې ته یو بل ځانګړی شهرت هم ورکړ. د هندي رسنیو د راپورو له مخې پریا د نړۍ د هغه درې کسانو په ډله کې راغله چې په انسټاګرام کې په یوه ورځ تر ۶ لکو ډېرو کسانو فالو یا څارلې دي.

تر دې وړاندې امریکايي ماډله کایلي جینر او د پرتګال فټ بالر کرسټيانو رونالډو هغه کسان وو، چې په یوه ورځ کې تر ۶ لکو ډېرو کسانو په انسټاګرام کې فالو کړي ول.

په دې لیست کې “کایلي جینر” تر ټولو مخکې ده چې په یوه ورځ کې ۸ لکه او ۵۰ زره کسانو په انسټاګرام کې څارلې او بیا ورپسې رونالډو دی چې په یوه ورځ کې په انسټاګرام کې ۶ لکه او ۵۰ زره کسانو فالو کړی دی.
پریا پرکاش بیا په دریمه درجه کې راغلې چې په یوه ورځ کې ۶ لکه او ۳۰ زره کسانو په انسټاګرام کې فالو کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند