ټولنیز ژوند ژوند بڼه

یوه ځوان د انسان کوپړۍ ته ورته څيرې لپاره پزه،غوږونه پرې او ژبه یې دوه ځایه کړه

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

تاسي به ډېر اورېدلي يي چي خلک د خپل مخ د ښکلا له پاره بېلابېل جراحي عملیات کوي. خو تر اوسه به مو نه يي اورېدلي چي داسي کس هم سته چي د انسان کوپړۍ ته ورته څېره جوړول یې د ژوند لوی ارمان او غوښتنه وه.

د کولمبیا یو ځوان چي مکمل نوم ئې ایرک یانر یهنکیپی ریمرز دی او د کالاکا په نوم مشهور دی، نوموړ پر بدن باندي د ټیټو جوړولو ماهر دی او له کوچنیوالي څخه یې د انسان کوپړۍ خوښه ده.

نوموړي د خپل مور د مرګ څځه وروسته د خپل مخ په بدلولو پیل وکړ. تر ټولو وړاندي یې خپله پزه پرې کړه ځکه چي په کوپړۍ کښي پزه نه وي، بیا ئې خپل دوه غوږونه پرې کړل او وروسته یې خپله ژبه دوه حصې کړه او رنګ یې کړه، سربېره پر دې یې د غاښونو پر سرونو یې د ټیټو نښانونه جوړ کړل، ددې کار له پاره یې ډېر ګران او خطرناکه عملیات وکړل.

ویډیو؛

نوموړی د خلکو تر ډېرو نیوکو لاندي راغلی چي ددې کار له پاره څه اړتیا وه. د خلکو د نیوکو په ځواب کښي کالاکا ویلي؛ د کوپړۍ په رقم څېره جوړول یې ډېر غټ ارمان وو.

کالاکا وايي: که ښځي د خپلو شونډانو او بدن د نورو غړو ښکلي کولو له پاره پلاسټیک جراحي کوي، همدرانګه زما هم حق دی چي د خپل ارمان پوره کولو لپاره خپله څېره بدله کړم.

نوموړی زیاتوي؛ د خپل مخ په بشپړه توګه د کوپړۍ په څېر جوړولو لپاره یو لوی عملیات کوي او بیا به د نوموړي څېره په بشپړه توګه د انسان کوپړۍ هغه ته ورته وي.

سرچینه: express.pk

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي