بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې

یوه انجلۍ نورو انجونو ته؛ باید د (ځوان) کلمه یوازې نارینه وو ته پرینږدو

لیکنه: ياران

لیکنه: مریم محمدي

لوپټې مو له دستاره کمې نه دي

دا يو روڼ حقيقت دی، چې ځوانان د يوې ټولنې غښتلی ځواک بلل کېږي، پردې اساس د ځوانانو دغه رول ته بايد په درنه سترګه وکتل شي.

همداراز ځوانان د ټولنې د ملا تیر هم بولو، خو زه دلته ځکه یواځې په ځوانو نجونو او مېرمنو خبرې کول غواړم چې د نارينه وو ترڅنګ دوی هم خپلو مسؤوليتونو ته متوجه شي او په راتلونکې کې خپله انرژي په کار واچوي.

د ټولنې د وګړو سترګې تل ځوانانو ته اوړي خو له بده مرغه نن زموږ د ځوانو مېرمنو او نجونو د بې غورۍ له امله د (ځوان) کلمه یوازې نارينه وو ته منسوبېږي او تر ډېره هغوی پړه هم ندي، ځکه دا زمينه ټوله موږ نجونو ورته برابره کړې.

که چېرې موږ له هغوی سره اوږه په اوږه کار وکړو او هغوی ته په حقيقت کې روښانه کړو چې موږ هم کار کولی شو، نن به موږ ته ډېر ارزښتونه راکړل شوي وای.

وګورئ د ميوند د تاريخي جګړې اتلې ملالې په څېر پيغلې هم د ځوانانو څخه کمې نه دي، همدا شان، ناهيد، زرغونه انا، نازو انا او نورې دا هغه مېرمنې وې چې يو وخت زموږ پشان پېغلې وې، خو دوی زموږ پشان خپل استعداونه لکه په ايرو کې لعلونه پټ ونه ساتل، ځانونه يې د لمر په شان وځلول، د احمدشاه بابا، ميرويس نيکه، غازي امان الله خان او نورو پشان نوميالي زلميان يې دې نړۍ ته راوړل او ورزول، هغوی هم له ښځو پیدا ول چې تر ننه يې په زرينو پاڼو کې نومونه يادېږي.

په يوه کورنۍ کې سپين ږيري يا مشران، ځوانان او درېيمه طبقه کوچنيان دي، نو د سپين ږيرو خدمت او د کوچنيانو روزنه د پېغلو پرغاړو وي، په دې ډول ټولنه د يوې کورنۍ حيثيت لري او په کورنيو کې د خدمت لپاره سترګې هم پېغلو نجونو ته اوړي، خو دا خدمت بايد یوازې په کور پورې ځانګړی نشي، له کوره بېرون هم بايد خپله وړتيا د خپلو خلکو په جوړونه کې وښيي.

د ټولنې د وګړو يوه برخه جوړونکې (نجونې) په ځانګړې توګه هغه چې د سواد په ګاڼه سمبالې دي، دوی کولای شي خپل واقعي ارزښت په ټولنه کې وپېژني او هغو مسووليتونو ته متوجه شي چې دوی پورې اړه لري، ترڅو دوی د يو رښتيني خدمتګار انسان په توګه دندې تر سره کړي، خو تر ټولو مهمه برخه زده کړه او تعليم دی چې بايد ورته پاملرنه وشي.

باسواده نجونې بايد په خپل چاپېريال کې خلکو ته د عامه پوهاوي له لارې د ژوند اصول اومکلفيتونه روښانه کړي، ترڅو له دې طريقه نورې هغه نجونې چې د کورنيو لخوا اجازه نه ورکول کېږي چې زده کړې وکړي، د دوی په مرسته، د ځان لپاره سمه لار وټاکي.

د دې ترڅنګ هغه کورنيو ته قناعت بخښونکې مشورې ورکړل شي، چې د علم له ګټو او د ناپوهۍ له زيانونو څخه بې خبره دي.

نجونې د هرې کورنۍ او ټولنې د قوي مټ په توګه د درنښت اواعتماد وړ موجود او په ډيرو ټولنو کې د بشري او مدني حقونو لرونکې ده او د ديني علومو، ټکنالوژۍ او د بشر په نننيو اقتصادي پرمختګونوکې يې د نارينه وو ترڅنګ ونډه هم ارزښتمنه ده.

د افغانستان له دیرشو څخه تر څلور دیرشو ميليونه وګړو څخه شپيته سلنه ځوانان او نجونې دي، که چېرې د يو ستر بشري ځواک په توګه د هېواد دغو ځوانانو ته چې شمېر يې له پنځلسو ميليونو څخه زياتېږي، پوره پاملرنه وشي، د علم او پوهې پر ګاڼه سينګار شي او د يو تحصيل يافته قشر په توګه خپلو هېوادوالو ته د خدمت لپاره له وړتيا سره سم په دنده وګمارل شي نو له شک پرته د ټولې ناخوالې او نادودې به ډېر ژر کډه وکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران