سپورټ

یوراج سینګ هم د نړیوال کرکټ د پریښود خبر ورکړ 

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي یوراج سینګ د خپل کرکټ د پای ته رسیدو په اړه خبر ورکړ.

د کرک انفو د ویب پاڼې د معلوماتو پر اساس یوراج سینګ ویلي د خپل نړیوال کرکټ د پای ته رسیدو په اړه یې فکر کړی دی او غواړي، چې نور د نړیوال کرکټ څخه رخصت واخلي.

 یوراج سینګ ویلي، د ۲۰۰۰ م کال را پدیخوا د کرکټ په ډګر کې د خپلې ملي لوبډلې لپاره لوبیږي او نږدې ۱۸ کاله یې مسلسل کرکټ وکړ، چې د یو کرکټر لپاره ډیر وخت کرکټ کول یادیدلی شي.

 د هندي ملي لوبډلې دې چپ لاسي توپ وهونکي ویلي، د ۲۰۱۹ م کال به د کرکټ نړیوال جام کې د لوبیدو وروسته به خپل تصمیم نیسي او دغه کال به د نړیوال کرکټ وروستی کال وي.

یوراج هغه لوبغاړی دی چې تر اوسه په هم په یوه اور کې د ۶ شپیږیزو ریکارډ لري

یوراج سینګ هغه لوبغاړی دی، چې د ۲۰۱۱ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې یې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره مهم رول ولوبو، چې پکې هندۍ لوبدله د مهیندر سینګ ډوهني په لوبډلمشرۍ کې تر نړیواله جام ګټلو ورسیده او په دغه جام سیالیو کې یوراج سینګ د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 یوراج سینګ د خپل نړیوال کرکټ د پریښودو خبر په داسې مهال ورکوي، چې په دې وروستیو کې ښه نه دی ځلیدلی.

نوموړی د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو یولسم پړاو کې د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې لپاره لوبیږي، چې تر دې مهاله په ۶ لوبیدونکو سیالیو کې یې ښه نتیجه نه ده ورکړې.

د یادونې وړ ده، چې یوراج سینګ د کرکټ په نړۍ کې هغه نوم دی، چې په ۲۰۰۷ م کال کې د کرکټ په لمړي ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کې یې د انکلستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي سټارټ براډ خلاف په ۶ بالونو ۶ شپږیزې ووهلې او په هماغه کارنامې سره یې د کرکټ په ډګر کې زیات شهرت ترلاسه کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی