روغه سټه ژوند او ژواک

یوازیتوب د انسان جسمي قوت له منځه وړي

 

تنهايي یا یوازیتوب د انسان د بدن دفاعي سیستم کمزروی کوي او له امله يې وجود د ځينو خطرناکو نارغیو ښکار کیږي.

د امریکا د یو پوهنتون لخوا ترسره شوې طبي څېړنه وايي، چې یوازیتوب د انسان په بدن کې د پروټينو مقدار (کچه) لوړوي او له امله يې د زړه او ځينې نورې خطرناکې ناروغې رامنځ ته کیږي.

څېړنیزه ډله وايي تر دې وړاندې روغتیا پوهانو دا څرګنده کړې وه، چې خرابې ریشتې یا اړیکې د ګڼو ناروغیو لامل کیږي، خو د دوی ډلې د ریشتو یا اړیکو او تنهايي ترمنځ پر توپیر او اغېز یوه اوږده څېړنه ترسره کړې ده.

دوی وايي د ټولنې سره اړیکې پرېکول او د خلکو سره ناسته پاسته نه کول، د انسان د وجود دفاعي نظام ( سیستم) له منځه وړي او بیا له همدې امله بدن د بلا نارغیو ښکار کیږي.

څېړنیزه ډله تینګار کوي، چې خلک باید د ځان لپاره په ټولنه کې ځای پیدا کړي او د خپل خیال او فکر سره سم دوستان او ملګري ولري تر څو د یوازیتوب احساس ونه کړي.

څېړنه ښيي، اوس مهال په نړۍ کې ګڼ شمېر کسان د ورته ناروغۍ څخه ځوریږي او ګڼ شمېر کسان د تنهايۍ یا یوازیتوب په ناروغۍ اخته دي.

یوازیتوب پر دې سربیره د روحي فشار، ژور خپګان او اضطراب په څیر د رواني ناروغیو یو مهم سبب هم ګڼل کیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */