یاران سپورټي خبریال ته اړتیا لري

ياران یو داسې ځوان خبریال ته په حق الزحمه يي توګه اړتیا لري چې د سپورت په برخه کې راپورونه، عکسونه او ویډیوګانې چمتو کړی شي.

د همکارۍ شرایط

  • په معیاري پښتو ژبه د لیکلو وړتیا ولري.
  • د سپورتي خبریالۍ تجربه ولري.
  • له انګلیسي سرچینو معلومات راټول کړئ شي.
  • د افغانستان د کورني کرکټ او نړیوال کرکټ په اړه پراخ معلومات ولري.
  • د کورني او نړیوال فوټبال په اړه معلومات ولري.
  • د لوبو له خبرې اړخ ور اخوا د لوبو، لوبغاړو، د بیلابیلو هیوادونو د لوبډلو په اړه معلومات ولري.
  • د سیالیو په برخه کې د تحلیل او شننې وړتیا ولري.
  • یاران یوازې ټاکلی حق الزحمه ورکوي، د کار وسایل او شرایط به همکار خپله ځان ته برابروي.
  • د ویډیو جوړولو او عکس اخیستلو په ساده لارو چارو بلد وي.

که تاسو په دې برخه کې له یاران سره د کار کولو لیوالتیا لرئ او یاد شرایط پوره کولی شئ. نو موږ ته د ځان په اړه دا معلومات راوستوئ.

  • ستاسو لنډه پیژندنه، زده کړې او د سپورتي خبریالۍ سره تړاو راته په لنډو ټکو ولیکئ.
  • د نمونې په توګه د افغانستان او یا هم نړۍ د کرکټ په اړه راته یو راپور یا لیکنه په یوه صفحه کې واستوئ. چې ستاسو د کاري وړتیا اندازه ترې ولګولی شو.
  • د تماس شمیره مو راته ولیکئ.
  • که غواړئ دا هم راته په څو جملو کې ولیکئ چې د یو سپورتي خبریال په توګه، څنګه کولی شئ چې د سپورت مینه والو ته د کورني او نړیوالو لوبو په اړه نوې او په زړه پورې معلومات وړاندې کړئ.
  • دا ټول شیان راته یوازې په یو ایمیل یا فایل کې واستوئ.

د ایمیل ادرس دادی:

editor@yaraan.com

یوازې پر دې ایمیل راته ولیکئ،په نورو لارو را رسیدلې غوښتنلیکونه له غور پاتې کیږي.

موږ ستاسو معلوماتو ته په کتو بیرته تاسو سره اړیکه نیسو.