ساینس او ټیکنالوژي مخکښان

ګوګل نن خپله لوګو د نامتو هندي څیړونکي د زوکړې د ورځې په نوم اړولې

لیکنه: ګلاب هېواد

ګوګل نن خپله لوګو د هندي څیړونکې او په نړۍ کې د بیوشمي د نامتو پوه هارګویند کورانا د زوکړې د ۹۶ یمې کلیزې په مناسبت د هغه په نوم او عکس اړولې ده.

کورانا هغه کس دی چې د جینونو په اړه څیړنو کې یې نوې موندنې او پرمختګونو وکړل او نړۍ ته یې په دې برخه کې د څیړنو نوی باب پرانیست.

هغه د لومړي ځل لپاره د حجرو د سلولونو دننه د پروتینو په تولید کې د جینیټکي کوډ د کنټرول څرنګوالي کشف او نړۍ ته معرفي کړ.

کورانا په ۱۹۲۲ م کال کې د رای پور په کلي چې اوس د پاکستان په ختیځ کې راځي زیږیدلی و، خو هغه مهال دا د بریتانوي هند یوه برخه وه.

که څه هم هغه وخت د هندوستان په کلیو بانډو کې زده کړه عامه نه وه، خو د کورانا پلار چې د مالیې یو مامور و هڅه یې کوله چې بچیان یې لیک لوست زده کړی شي.

د نوموړې هڅو نتیجه ورکړه او زوی یې کورانا له کلي زده کړې پیل او بالاخره د سکالرشیپ تر لاسه کولو وروسته یې په ۱۹۴۸ م کال کې په اورګانیک کیمیا کې دکتورا تر لاسه کړه.

کورانا د خپل څیړنیز ژوند په لړ کې انګلیستان، سویس، کاناډا او بالاخره د امریکا متحدو ایالتونو ته ولاړ چیرې چې نوموړی په ۱۹۶۶ م کال کې د امریکا تابیعت واخیست.

دوه کاله وروسته په ۱۹۶۸ م کال کې دي هندي ټبری څیړونکي د ویسيکانسیون د پوهتنون له دوو نورو همکارانو سره په فیزیالوژي یا درملو کې د نوبل جایزه تر لاسه کړه.

دا جایزه ددې لپاره وه چې کورانا او همکارانو یې وموندله چې د انساني وجود په ډې این اې کې نوکلیډونه یو داسې مخصوص کوډ رامنځ ته کوي چې له مخې یې ټاکل کیږي چې کوم امینو اسیدونه تولید شي. امینو اسیډ بیا په خپل وار پروټینونه جوړوي، او همدا پروسه رامنځ ته شوی مخصوص کوډ زموږ په جینونو کې د هر فزیکي اړخه ځای کوي چې له مخې یې ټاکل کیږي چې موږ څوک یوو او زموږ وجود څنګه کار کوي؟

کورانا په ۱۹۷۳ کې لومړنی مصنوعي جین رامنځ ته کړ او په دې توګه یې په جینونو کې د ایډیټ اوسنیو څیړونو ته یې لاره هواره کړه.

کورانا د ۲۰۱۱ م کال د نومبر په نهمه نیټه ومړ. د مړینې اعلان یې په امریکا کې د ماسوچیسټ د ټیکنالوژۍ انسټیوټ وکړ چیرې چې کورانا د استاد په توګه دنده ترسره کوله. له نوموړې د جولیا او دیف په نوم دوه بچیان ترې پاتې دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد