سپورټ نړیوال کرکټ

ګلبدين نائب په ورين تندي د راشدخان ملاتړ وکړ!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

له ډيرو مرکو او ناندريو وروسته د جمعې په ورځ د افغانستان کريکټ بورډ راشدخان د ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکی.

راشدخان به د کريکټ د ۳ واړو فارمټونو لوبډلمشري په غاړه ولري.

د کريکټ بورډ ددې تازه پريکړي په وړاندي ولس بيلابيل غبرګونونه وښودله.

ځينو ښه راغلاست ووايه خو ډيری بيا مأيوسه سوله.

پخواني لوبډلمشر ګلبدين هم اخلاقي جرأت وکړ او دا يې ثابته کړه چي د بورډ هري پريکړي ته احترام لري او تر بل هر څه ورته د کريکټ عزت او د ولس احساسات مهم دي.

د راشد تر ټاکل کيدو وروسته ګلبدين نائب خپل او راشدخان ګډ عکس ټويټ کړ او د کريکټ بورډ پر پريکړي يې د احترام په خاطر خوښي څرګنده کړه.

ګلبدين نائب، راشدخان ته د مبارکۍ ترڅنګ ډاډ ورکړی او ليکلي يې دي چي په پوره ډول يې ملاتړ کوي.

نائب تر نړيوال جام يوازي څو اوونۍ وړاندي وټاکل سو، پداسي حال کي چي د نړيوال جام په ۹ لوبو کي يې هيڅ لوبه ونه ګټله پداسي حال کي چي ګلبدين نائب يې د مجرب او باتجربه لوبغاړو نه ملګرتيا لوی دليل ياد کړ.

د نړيوال جام په لړ کي ګلبدين نائب پخپلي لوبډلمشرۍ کي هم ويکټي ترلاسه کړې او هم يې منډي وکړلې.

خو داچي ځينو باتجربه لوبغاړو لا له وړاندي ورباندي نيوکي کولې تر وروستيو شیبو کريکټ بورډ ته اخطارونه ورکوله.

د راشدخان او محمدنبي دهغو ټويټونو په وړاندي چي د ګلبدين نائب د لوبډلمشرۍ سره يې مخالفت ښودلی وو،ګلبدين نائب بيا د هماغه دريځ په خلاف نرم وو،مبارکي يې ورکړه او د هيواد ملي ګټو ته يې لومړيتوب ورکړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.