ټولنیز ژوند کلتور او هنر

کیټي اپټون په سپین ږیري میلونر د جنسي ځورونې تور پورې کړی

لیکنه: ياران

د نړۍ مشهوره ماډله کیټي اپټون نوموتی سوداګر او د ګیس GUESS کمپنۍ په مشر پاول مارسیانو باندې د جنسي ځورونې تور پوری کړی.
پینځه ویشت کلنې کیټي نه دي ویلي، چې اصلا پاول له دې سره څه کړي، خو پخپله ټویټر پاڼه يې لیکلي: “د خواشینۍ ځای دی، چې د میرمنو د جامو یوه نوموتې کمپنۍ (ګیس) اوس هم د پاول مارسیانو په څیر کس د خپل مشر په توګه ساتي. #زه هم.”
د (زه هم) یا #MeToo کلیمه د هغه کمپاین شعار دی، چې په جنسي ډول ځورول شوې پیغلې او ښځې ورسره خپل غږ ملګری کوي.
د مي ټو یا زه هم شعار وروسته، له هغې راپورته شو، چې د هالیووډ ځينو سینمايي ستورو د سینما په وتلي ستوري هاروي وینسټین باندې د جنسي ازیت تورونه ولګول.

د مي ټو هاشټګ په تیر اکټوبر کې د الیسا میلانو لخوا رامینځ ته شو، او له نجونو يې وغوښتل، چې که دوی هم د جنسي ځورونې یا تیري قرباني وي، په ریپلای یا تبصره کې د “هاشټګ مي ټو” نښه وکاروي. د معلوماتو له مخې په ۴۸ ساعتونو کې یو میلون نجونو د هاشتګ مي ټو #metoo ټکی وکاروه.
دا سپین ږیری پاول مارسیانو ۶۶ کلن دی. هغه د ګیس کمپنۍ شریک او اجرائیه مشر دی. د ګیس Guess کمپنۍ د میرمنو د جامو، بوټانو، لاسي ساعتونو او عطرونو مشهوره نړیواله کمپنۍ ده، چې په ۱۹۸۱ کال کې رامینځ ته شوه.

پاول مارسیانو ۶۶ کلن دی. هغه د ګیس کمپنۍ شریک او اجرائیه مشر دی.

کیټي اپټون په دغه اداره کې په ۲۰۱۱ کال کې د کامیابې ماډلې په حیث کار کاوه.

کیټي اپټون په خپل انسټګرام هم په پاول پسې لیکل کړي او هغه يې ښځو ته په جنسي ازار ورکوونې تورن کړی.
اغلې اپټون لیکلې:
“هغه (پاول) ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې له خپل صلاحیت څخه په ګټه اخیستنې، په اداره کې ښځې په جنسي او رواني لحاظ ازار کړي. #زه هم”
کیټي اپټون تیر نومبر له ورزشکار جسټن ویرلانډر سره واده وکړ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران