کلتور او هنر

کپیل شرما، پرته له پخوانیو ملګرو نوې ټلویزونې خپرونه پیل کړې

لیکنه: ابوبکر علیزی

د مزاحیه خپرونو او ټوکو ټکالو په برخه کې کې کپيل شرما هغه نوم دی چې ډیری یې له نوم سره اشنا دي او په ډېرو زړونو بادشاهي کوي.

کپیل شرما له هغې وروسته چې یې په هند کې د (ده کپيل شرما شو) په نوم مزاحیه پروګرام وړاندې کړ، نو د ډېرو په زړونو کې یې ځای پیدا کړ او د لا زیات شهرت څښتن شو.

وروسته له دې کپیل شرما د بالیوډ په بېلابیلو فلمونو کې هم راښکاره شو، خو په فلمونو کې هغه ډول خپل مینوال خوشحاله ونه ساتل لکه څرنګه یې چې د مزاحیه پروګرامونو له لارې خپل مینوال پر ځان رامات کړي ول.

(ده کپيل شرما شو) پروګرام موده وړاندې بند شو او کپيل په دې هڅه کې شو، تر څو د خپلو مینوالو په زړونو کې پيدا کړی ځای ونه بایلي.

خو اوس کپيل یوه نوي شو (فیملي ټائم ود کپيل شرما) په نوم پيل کړي، خو د پخوانۍ خپرونۍ د کارې ټیم ارمان یې لا په زړه پاتې دی.

د کپل پخوانۍ شو (د کپل شرما شو) نه یوازي په هند کې بلکي په نورو هېوادونو کې یې هم بې شمېره خلکو د لېدلو لپاره تلوسه لرله او نه یې قضاء کوله.

دغه پروګرام وروسته له هغې بې خونده شو چې د کپل او سونیل ګروور تر منځ جګړه وشوه او د خلکو په منځ کې محبوبیت کم شو او بند شو.

له هغې وروسته کپل په دې هڅه کې شو تر څو خپل مینوال مصروف وساتي او د خلکو په زړونو کې خپل پيدا کړی ځای هم ونه بایلي، نو همدې هڅې سره په یوه نوې مزاحیه پروګرام (فیملمي ټایم ود کپل شرما) کې راښکاره شو، که څه هم په یوه داسې پروګرام کې د نوموړي راښکاره کېدل د نوموړي د شایقینو لپاره خوږ زیری و، خو په دې کې پاتي راغی چې دې خپل مینوال د پخوا په شان خوشحاله وساتي.

بلاخره کپیل هم په ټولنیزو رسنیو کې په دې قانع شوی چې پخوانی کاري ټیم یې په زړه پورې وو او د خپلو پخوانیو همکارانو یاد نه شي هیرولی.

د هغه د نوې شو په يپل سره فلمي لوبغاړو، د ډرامو ممثلینو، د ټلویزیونو کارکوونکو، ملګرو، دوستانو، نژدي خپلوانو او مینوالو ورته د ښه چانس غوښتنه وکړه، په همدې دوران کې یې د پخواني پروګرام همکار علی اصغر هم ورته د کامیابۍ هیله څرګنده کړې وه او په یوه ټویټ کې یې کپل شرما ته لیکلي ول چې ( ساعتیري بېرته راوګرځیده، په خپل نوي پروګرام سره خلک حیرانه که ).

کپل بېرته د ټویټ جواب په مننه پيل کړ، خو زیاته کړې یې ده چې د خپلو پخوانيو همکارانو یاد یې تل ملګری وي.

نوموړي ورته لیکلي؛ په کوم سټيج چې دی د پروګرام صحني ډکوي، هماغه سټیج دی خو یوازې دی پوهیږي چې څنګه بغیر له تاسو شوټینګ کولی شم.

یاده دې وې چې د کپل شرما په پخوانۍ خپرونه (د کپل شرما شو) کې له هغه سره علي اصغر، سونیل ګروور، سمونا چکرورټی، سوګندها مشرا او روچيل راؤ مهم لوبغاړي ول، چې د نوي پروګرام کې ورسره یوازي کیکو شاردا او چندن پربهاکر ملګرتیا کوي.

خو د پخوانیو کاروونکو له ډلې سونیل ګروور چې د کپل شرما شوو په پروګرام کې یې مهم رول درلود، ویلي چې د کپل لخوا ورته تر اوسه کوم څه نه دي ویل شوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی