رسنۍ کلتور او هنر

کپل شرما یو نوی مزاحیه ټلویزیوني پروګرام پیلوي

د هندوستان مشهور مزاحیه خپرونو وړاندې کوونکی کپل شرما به ډېر ژر په یوه نوي مزاحیه ټلویزیوني پروګرام کې راښکاره شي.

وروسته له هغې چې کپل شرما وروستۍ پیل کړې شو (ټلویزیوني پروګرام) کې ښه ونه ځلید، نو د څه مودې راهیسي یې د پروګرامونو درک هم نه وه.
خو په تړاو یې اوس هندۍ رسنۍ وايي چې ټاکل شوې ډېر ژر به د یوې نوې شو سره د خپلو مینوالو تنده خړوبه کړي.

کپل شرما د هندوستان د مشهورو کامیډین (مزاحیه خپرونو چلوونکو) څخه دی، چې نه یوازې په هندوستان کې بلکې په نورو ډېرو هېوادونو کې یې هم خپرونو په زیات شمېر سره مینوال لرل.

له کله راهیسې چې د نوموړي وروستی پروګرام هم بند شوی، نو زیات شمېر مینوالو یې ورڅخه د بیا ځلي پیل او یا نوي پروګرام کې د راڅرګندیدو غوښتنه کوله.

کپل شرما وروسته له هغې د خلکو په زړونو کې ځای ومونده او په زیات شمېر مینوال یې پیدا کړل، کله چې نوموړي د(کامیډي نایټ ود کپل شرما) په نامه ټلویزیونې پروګرام مخته وړو.

د کپل دغه پروګرام په ډیری هېوادونو کې په زیات شمېر مینوال لرل، خو کله چې د کپل او د نوموړي د همکارانو تر منځ ځینې مسئلې د شخړو او خفګان تر حده ورسېدي، همدا لامل و چې لومړی دغه شو (کامیډی نایټ ود کپل شرما) لیدونکي کم او د وخت په تېرېدو همدا ټلویزیوني پروګرام هم بند شو.

له لږ ځنډ وروسته کپل شرما یو نوی ټلویزیوني پروګرام د (فیملي ټایم ود کپل ) په نوم پیل کړ.
خو دا چې پخواني همکارانو یې ورسره لاس یو نکړ او هر یوه جلا جلا لاره ونېوله هماغه وه چې دغه پروګرام یې د لیدونکو له خوا منفي رایې واخیستي او د کپل د دغه ناکامي شو، د څو برخو له خپرولو وروسته بېرته ژر بنده شوه.

رسنۍ وایي د دغه ټلویزیوني پروګرام (فیملي ټایم ود کپل) له بندیدو وروسته کپل شرما د خپل صحت خیال ونه ساته او د نوموړي وزن د تعجب وړ زیات شو.

د رپوټ له مخې، قسمت په کپل دوباره مهربانه شوی او ډېر ژر به د یوه نوي پروګرام سره د ټلویزیون په پرده راښکاره شي.

دغه راز ویل شوي چې نوموړی اوس مهال د خپل وزن په کمولو بوخت دی او زیات کوښښ کوي تر څو خپل وزن کم کړي.

د رپوټ له مخې ټاکل شوي، یاد نوی پروګرام دوه میاشتې وروسته پیل شي، خو لا یې دقیقه نېټه نه ده معلومه.

تراوسه د دغه پروګرام د نوم په تړاوو هم څه نه دي ویل شوي او دا هم لا معلومه نه ده چې په کوم ټلویزیون به خپریږي.

کپل شرما اوس د خپل وزن په کمولو بوخت دی او د همدې په خاطر یې د ځان لپاره یو روزونکی هم نیولی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی