روغه سټه کورنی ژوند

کوچنې ته د مور دشیدو ورکولو ګټې

نوې پیدا شوې کوچنې ته باید تر هر څه ژر دمور شیدې پیل شي. اسلام موږ ته د پوره دوه کلونو لپاره دشیدو ورکولو سپارښتنه کوې.

اوسنی ساینس نه یوازې دا چې ددې کارګټې دکوچنې لپاره ثابتوې بلکې خپله مور دکوچنې په نسبت زیاته ګټه کوې.

الف: دکوچنې ګټې

۱: دمور شیدې دکوچنې د ودې او هضمې سیستم لپاره تر ټولو مناسب خواړه دي، چې د نړۍ هیڅ فورموله ( پوډرې شیدې) ېې ځای نشي نیولی.

۲: دمورشیدې لږترلږه ۴۰۰ خوراکې مواد، هورمونونه او انتې باډې ( د مکروبونو ضد مواد) لرې.

۳: د مور شیدې د ژوند په لومړې کال کوچنیان له نس ناستې، سینه بغل، برانشیولایټس او غوږونو له مکروبونو ساتې او دنورو ماشومانو په نسبت لږ روغتون او ډاکټر ته ځي.

۴: هغه ماشومان چې دمور شیدې ېې خوړلې وې د زیرکتیا درجه(IQ ) ېې نسبت هغو ته چې په پوډرې شیدو لوی شوې وې اوچته وې.

۵: په لویوالې کې ېې دوینې فشار او غوړ ښکته، کم چاغېږې او دشکرې په ناروغۍ کم اخته کېږې.

۶: دتې رودل کوچنیان له ناڅاپې مړینېsudden infant deaths) ) څخه ساتې.

ب: هغه ګټې چې ماشوم ته له تي ورکولو څخه یوې مورته رسیږې

۱: کوچنې ته شیدې ورکول دسینو دسرطان خطر کموې.
۲: د تخمدان د سرطانونو مخنیوی کوې.

۳: هغه میندې چې ماشومانو ته تی ورکوې دشکرې په ناروغۍ لږ اخته کېږې.

۴: هغه چاغوالی چې دامیدوارۍ په وخت رامنځته شوی بیرته له منځه ځی.

۵: دتې په ورکولو سره د oxytocin په نوم ماده افرازېږې چې د میرمنو رحم بیرته خپل پخوانې حالت ته ګرځوې.

۶: اوسټیوپوروزس دهډوکو یوه ناروغي ده چې په هغې کې دانسان هډوکې ډیر نازک او پخپل سر ماتېږې، دتې ورکول ددغې ناروغۍ پیښې کموې.

په هر حال دتې ورکول له یو لورې دمور او ماشوم ترمنځ دمورنۍ مینې اړېکې پیاوړې کوې او له بل پلوه د مور شیدې اسانه، ارزانه، هر وخت تیارې او پاکې وې.

کوچنې ته د تې په ورکولو خپلې پیسې، وخت او روغتیا دواړه وسپموئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ډاکتر بشیر احمد پرهر د عمومي داخله ناروغیو متخصص