خواړه روغه سټه

څنګه او کله خوراک ګټور دی؟ دا ټول په دې لیکنه کې

لیکنه: کرسټینا ریټر (د کلوریډو پوهنتون د روغتیا ډیپارټمنټ غړې)
ژباړه او زیاتونه: حشمت الله رحمتي

۱. د غذا خوړلو تقسیم اوقات دې وګوره
دا چې څه مونږ خورو او څنګه احساس کوو یقیناً یوه ډیره پیچلې مسله ده. ډیری وخت مونږ داسې خواړه خورو چې مونږ ته چاغ والی راوبښي، یا یواځې او يواځې زمونږ معده پرې مصروفه شي، چې د داسې خوړو استعمال د بدن د اعضاوو د رشد لپاره ښه په نظر نه راځي او ددې پر ځای باید داسې خواړه استعمال شي، چي بدن ته ډیره انرژي ورکړي. هغه خواړه چې لوړ حد کالوري ولري. دا چې ډیر امریکایان تازه میوه د خوړو پرځای ډیره استعمالوي نو پایله هم دا ده چې ډیر نه ناروغه کیږي. د چاپان خلک بیا د میوو پرځای سبزیجاتو څخه ډیره استفاده کوي، چې د طب له نظره ډیره اوسپنه هم لري او د انسان بدن ورسره ډیر پياوړی او غښتلی وي.

۲. د کوچنیو ماشومانو په شان خوراک وکړئ
ماشومان د مرغیو په شان دي چې ډیر ژر مړیږي او بیرته ډیر ژر وږي کیږي هم، چې پرته له شکه دا یو ډیر ښه عادت دی، تاسې که چیرې غواړئ چې معده مو تل فعاله اوسي نو بهتره خبره دا ده چې د ورځې حتا تر ۵ ځلو پورې خوراک وکړئ. بله دا چې د ماشومانو خام شیان د پخو خواړو پرځای ډیر خوښيږي لکه تازه میوه، تازه ترکاري، سلات (بادرنګ، رومي، ګازرې) چې دا ټول زیات تعداد پروتین لرونکی خواړه دي.

۳. تل یو قسم خواړه مه خورئ
دا چې بدن د مختلفو خوړو څخه انرژي اخلي او تل یو قسم خواړه د یو شخص د انرژۍ برابرولو ته مثبت ځواب نشي ویلی، نو ددې لپاره باید مونږ د هر قسم خوړو څخه استفاده وکړو. د خوراک ښودلو ماهرین وايي چې په اونۍ کې حد اقل یو ځل کبان استعمال شي، همدارنګه په اونۍ کې دوه یا درې ځلې غوښه یا شيدې او پنیر استعمال شي.

۴. د بشپړونکو خوړو پرځای پرهیز ډیر بهتر دی
یو څه چې باید مونږ او تاسې پرې پوه شو، هغه دا دي چې بشپړونکي خواړه د پرهیز پرځای نه استعمالیږې. که څه هم چې د صحت ډیری ماهرین داسې لارښونه کوي چې د ملټي ویټامین یا داسې منریال بشپړونکو خوړو څخه باید د پرهیز پرځای ګټه پورته شي کوم چې د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ فیصدو پورې انرژي ولري. خو بهتره خبر دا ده چې د بشپړونکو خوړو په انتخاب کې هم باید ډیر دقیق واوسو، مطلب دا چې بشپړونکي خواړه د استعمال نه مخکې باید ښه ارزیابي او ځان پرې یقیني کړو، ځکه چې همدا خواړه ډیر ځلې په بدن کې د بعضې ګډوډیو لامل ګرځي لکه سرطان، د رړه ناروغي او شکر.

۵. اطمنان حاصل کړئ
نه یوازې فزیکي تمرین بلکې خوراک کول هم یو نوعه ساعت تیري ده! ځکه چې د دواړه هدف یو دی هغه هم خوښي ده نه درد.
مونږ او تاسې ډیری وخت داسې خواړه خورو چې خوښیږي مو نه، خو وایو چې یاره ډیره ګټه لري! پام مو وي کوم خواړه چې په ژبه ښه ونه لګیدل د هغې مثبته اغیزه هم په بدن کمه وي. خواړه باید داسې انتخاب شي چې مونږ ترې ډیر خوند واخلو، د خوراک په رابطه نړیوال ماهرین داسې لارښونې کوي چې خواړه یوازې نه باید ددې لپاره وخوړل شي چې لوږه مو ختمه کړي، بلکې د خوړو استعمال باید یو نوعه تفریح هم وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي