سفر

په کوم هېواد کې کوم کار مه کوئ؟

لیدلي به مو وي چې یو شمېر وګړي کوم بهرني هېواد ته سفر وکړي بیا ترې ملا نصرالدین جوړ وي، یا په شیشه‌یې دروازه ور ننوځي او یا هم داسې کار کوي چې له تمسخر پرته یې بل څه نه په برخه کېږي.

راځئ نن په سرخط کې په دې اړه ولولئ چې په کوم هېواد کې کوم کار د خلکو ډېر بد ایسي او باید ترې ډډه وشي.

جرمني؛

جرمنیان د وخت ډېر پابند دي، که کله دوی سره وعده ږدئ باید په خپل وخت ورشئ او که چېرې لږ تر لږه پنځه دقیقي هم ناوخته کوئ، بښنه ترې غواړئ او یا هم ورته پیغام پرېږدئ چې دا ستونزه ده، ځکه ناوخته شو او یا هم نن ورسره نه شئ لیدلای.

فرانسه؛

په فرانسه کې خوندور خواړه دود دي. د ډوډۍ خوړلو پر مهال د مېز جوړول ډېر ارزښت لري. همدارنګه د شخوند وهل او ډېر چړه‌پار هم د خلکو بد ایسي.

د کاهو پاڼې بايد په پنجې او کارد سره راواخلئ. د ډوډۍ خوړلو په وخت کې ښه دا ده چې تر اخره قابونه خالي نه کړئ او یو څه پرېږدئ.

ایسلېنډ؛

مخکې له دې چې د لامبو لپاره عمومي تالار ته ولاړ شئ، ښه ده خپل بوټان مو خپل وباسئ او ځان بربنډ کړئ، یعنې مخصوص لباس واغوندئ.

کله چې مو غوښتل د اوبو ډنډ ته ټوپ ووهئ؛ نو لومړی خپل بدن په صابون سم پرېمینځئ. که مو داسې و نه کړل، د خلکو ښه غوسه به هم وګورئ.

ترکيه؛

پام وکړئ، د لاس د غټې ګوتې ښودل له يو کلتور څخه بل کلتور ته توپير لري؛ نو احتياط وکړئ، ځکه د غټې ګوتې ښودل، هلته د هر څه ښه په مانا نه ده. هلته دا د همجنس بازۍ مانا لري.

متحده عربي امارات؛

د يو شمېر نورو مسلمانو هېوادونو تر څنګ په متحده عربي اماراتو کي د الکول څښل په عمومي لارو کې منع دي. جامو اغوستو ته مو هم پام وکړئ او له حد نه ډېر لوڅې جامې مه اغوندئ.

له ښځو سره چې ستړي مه شي کوئ؛ نو تماس ورسره مه نیسئ، بلکې لاس هم مه ورکوئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */