سپورټ

کوشال پریرا د سنرایز حیدر اباد لوبډله نا هیلې کړه 

د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې پیلز لوبغاړي کوشال پریرا د هندوستان کورني کرکټ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د نه لوبیدو پریکړه وکړه.

د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې دغه پیلز توپ وهونکی چې په دې وروستیو کې یې د خپلې کرکټ ملي لوبډلې لپاره بهترینه لوبه ترسره کړېده؛ د (آي پي ایل) تجارتي لیګ سیالیو څخه ورته د سنرایزیز حیدر اباد لوبډلې د لوبیدو وړاندیز کړی و، خو نوموړي ورته منفي ځواب ورکړ.

کوشال پریرا د (آي پي ایل) سیالیو نیلامۍ کې هیڅ لوبډلې خپل نکړ، خو د حیدر اباد لوبډلې د اسټرالوي ډیویډ وارنر د لاسه ورکولو وروسته د سریلنکايي کوشال پریرا سره د لوبیدو تړون ته زړه ښه کړ، خو نوموړی نه غواړي چې په دغه لیګ کې اوس ګډون وکړي.

د سریلنکایي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی به د هندوستان د (آي پي ایل) سیالیو پر ځای د سریلنکا د کورني کرکټ فرسټ کلاس سیالیو کې لوبیږي او خپلې ملي لوبډله کې د ټیسټ لوبو لپاره د خپل ځای پیدا کولو کوښښ کې دی.

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره (آي پي ایل) ۲۰ اویریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې ګډون کوونکو دوه لوبډلو (راجستان رایلز او سنرایزیز حیدر اباد) خپل پیاوړي لوبغاړي (سټیو سمیت او ډیویډ وارنر) چې دغه لوبډلو سره یې د لوبډلمشرۍ دنده هم ترسره کوله؛ په نړیوال کرکټ کې په درغلۍ کې د ښکیلیدو له کبله د یو کلن بندیز سره مخامخ کیدو له کبله د لاسه ورکړل.

دوی د جنوبي افریقا لوبډلې خلاف د اسټرالیا لوبډلې په ګټه ( د بال ټیمپیرنګ ) یا توپ سولولو په درغلۍ کې ښکیل شوي دي، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا یوازې د څو لوبو د بندیز سره، خو اسټرالوي کرکټ بورډ خپل درې توپ وهونکي لوبډلمشر سټیو سمیت، ورسره ډیویډ وارنر د یو کلن او بین کرافټ د ۹ میاشتني بندیز سره مخامخ کړل.

د هنوستان اي پي ایل سیالیو ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي، خو دواړه سنرایز حیدر اباد او راجستان رایلز لوبډلې د خپلو نویو لوبغاړو د رانیولو په ستونزه کې راګیرې دي.

د سنرایزیز حیدر اباد لوبډله چې د راجستان لوبډلې په نسبت خپل پیلز لوبغاړي ته زیاته اړتیا ویني د سریلنکايي کوشال پریرا د ځواب وروسته اوس د بل لوبغاړي په لټه کې ده، چې لا تر اوسه یې څه نه دي ویلي.

په دغه لیګ کې د سنرایزیز حیدر اباد هغه لوبډله ده، چې د دویم ځل لپاره به پکې دوه پیاوړي افغان لوبغاړي (محمد نبي عیسی خیل او راشد خان) هم ولوبیږي، چې دغه لوبډلې یې د رانیولو لپاره میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.

داسې هم ویل کیږي، چې ښآيي دغه لوبډله چې اوس د پیلز توپ وهونکي د پیدا کولو په ستونزه کې ده، د دریم افغان لوبغاړي ویکټ کیپر شهزاد محمدي پر لورې سترګې راواړوي.

شهزاد محمدي چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په کرکټ کې د منع شویو درملولو په استعمال د خپل یو کلن بندیز څخه بیرته ملي لوبډلې ته راستون شوی دی، په دې وروستیو کې د زیمبابې، ایرلینډ او ویسټ انډیز خلاف ۳ نیمه سلیزې هم جوړې کړې دي او ښکاري، چې نوموړی یو ځل بیا ښه ټچ کې شوی دی او یوازې په د هندوستان (آي پي ایل) لیګ سیالیو کې یوې موقع ته انتظار کوي.

د ( آي پي ایل ) ۲۰ اوریزه سیالیو ۱۱ م پړاو ۷ ورځې وروسته د اپریل میاشتې په ۷ مه نیټه په هندستان کې پيلیږي، چې پکې به د ممبي انډینز لوبډله د خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی