کورنی ژوند ګټه وټه

کورنی اقتصاد څنګه جوړ کړئ؟!

د درېیمې نړۍ د هېوادونو د کورني اقتصاد د ضعف یو لامل په نارینه متمرکز اقتصاد دی.

دلته د کور کفالت او مسوولیتونه د مشر نارینه پر غاړه دي. یو یې ګټي او سل یې څټي، خو په لویدیزه نړۍ کې برعکس سل یې ګټي، یو یې څټي. څټونکي ډېری هغه کسان دي، چې معیوب او معلول دي.

په کور کې شل تنه دي، خو یو ۴۰۰ کلن نارینه د ټولو کفالت پرغاړه لري. لس او ۱۲ یوازې ښځې وي او ټولې وزګارې ناستې وي. یا په خپلو کې شخړې کوي او یا هم ورځ د نورو په غیبت تیروي. په دې توګه د شاوخوا لسو کسانو کاري ظرفیت او انرژي هدر ځي.

یوچا کیسه راته کوله، چې د دوی ګاونډي یو رسټورانټ درلود. ښځه او مشره خور یې په رسټورانټ کې په کار ورسره بوختې وې. ورور او وریندار یې هم ورسره همکاران وو. ټول پنځه تنه کېدل، خو د دواړو بچیان به، چې له ښوونځي راغلل، هغوی به هم ورسره همکاري کوله. یوې ښځې ډوډۍ پخوله او بلې اخلی او پخلی کاوه. مشرې خور یې د سالاډ جوړونې او نورو چارو مسوولیت پرغاړه درلود. د وروڼو له ډلې یو تن مالي او د بازارموندنې چارې پرمخ وړې، خو بل یې د میلمنو هرکلی کاوه. د فرمایشونو او ډوډۍ رسونې لپاره یې په کم معاش دوه شاګردان نیولي وو. د کورنۍ ټول غړي په رسټورانټ کې په کار بوخت وو. لږ وخت نه و وتلی، چې دوی په خپلو پښو ودرېدل. رسټورانټ ډیر مراجعین پیدا کړل او دوی هم اشپزان او نور کارکوونکي وګومارل. اوس یې ښځې په کور ناستې دي، ښکلی کور یې اخستی، موټر او مغازې یې اخیستې او د رسټورانټونو شمېر یې هم ډېر شوی.

دې خلکو په سر کې د کورنۍ له ټول ظرفیت نه کار واخیست او کله یې، چې اقتصادي سرچینې ډېرې شوې، ښځې یې مالکانې شوې او په کور کېناستې، اقتصاد یې وغوړېد. دا کار په نورو هېوادونو کې هم کیږي. هېڅوک داسې نه کوي، چې د یوه کس ګټې وټې ته کښېني.

د کورني اقتصاد د جوړونې لپاره لومړی یو ښه او ابتکاري فکر مهم دی. که ښه طرح او فکر ولرئ کولای شئ، چې خپل هدف ته ورسیږئ. زه په یوه سریال کې ګورم، چې په دې ورځو کې د یوې بیوزلې کورنۍ ښځه له انارو مربا جوړوي. څو بوتله یې بازار ته وړاندې شوي او سریال، چې منځ ته رسیږي، تاسې به وګورئ، چې ددې ښځې مربا به د مارکېټ تر ټولو غوره برانډ وي. په لومړي سر کې هغې یو بوتل وپلوره، وروسته دوه درې بوتله او که دا چاره همداسې وغځیږي، شمېر به یې سلګونو او زرګونو ته ورسیږي.

زموږ خلک په تجارت او هرڅه کې تقلید کوي، ځکه خو یې یو هم هدف ته نه رسیږي.

یو کس، چې دوکان جوړوي، د کوڅې په لر او بر سر کې یې دوه نور هم جوړوي. یو کس قصابي کوي، پنځه ورځې وروسته، د کوڅې په بل سر کې هم قصابي پیلیږي. یو کس د سورلۍ ټونس پیري، څو ورځې وروسته په همغه لاین کې د ټونس موټرو شمېر تر لسو پورې رسیږي، خو یو هم په کې د شتو خاوند نه ګرځي.

دغسې تقلید ما په تېرو شپږو میاشتو کې لیدلی دی. په خوشال خان کې، چې کوم ځای زه اوسېدم، د قصابۍ درک نه و. مجبور وم، چې ښه اوږد مزل وکړم او د غوښې دوکانونه ومومم. لږ وخت وروسته یو کس قصابي پرانېستله، خو یوه اوونۍ یې تېره نه وه، چې بل کس هم د کوڅې په بل سر کې غوښې را ځوړندې کړې. دې چارې د لومړني قصاب پر چارو بده اغېزه وکړه او د غوښې کیفیت هم ترې ورځ تر بلې خرابيده.

په دغسې تقلیدي فکر کې نه یوازې دا، چې موږ ګټه نه شو کولای، برعکس زیان کوو. په یوه لاین کې، چې ۲۰ سورلۍ وي، هلته یو دوه موټره کفایت کوي، خو که شمېر یې ډیریږي، سورلۍ او روپۍ وېشل کیږي او د موټر د تګ او راتګ د تېلو مصرف هم نه شي پوره کولای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

همیانۍ ورځپاڼه