ټولنیز ژوند زده کړې

که یو رښتینی بریالی او له خوښۍ ډک ژوند غواړئ، باید دا لنډې ویناوې حتماً عملي کړئ

ژباړه او زياتونه: محمد‌ عزيز پردېس

°  ټاکلې، روښانه او څرګنده موخې بايد ولرې.
°  خپلې وړتياوې بايد پيدا کړې او ګټه ترې واخلې.
°  د نورو له تجربو څخه بايد ګټه پورته کړې.
°  د پياوړي هوډ ترڅنګ بايد منظم واوسې.
°  په دې بايد باور ولرې چې هرو مرو خپلې موخې ته رسېږې.
°  ستړياو، خنډونو او ماتو ته بايد هېڅکله تسليم نشې.
°  موخې مو بايد رښتينې او د لاسته راولو وړ وي.
°  خپلو موخو ته د رسېدو لپاره بايد هيله مند او خوشبينه واوسې.
°  خپلو موخو ته د رسېدو لپاره بايد ټاکلې، منظمې او روښانه طرحې ولرې.
°  په لوی رب بايد توکل وکړې او هيله مند واوسې.
°  تېر هېر، په اوس مهال تمرکز او راتلونکې ته هيله من واوسئ.
° د غوسې پر مهال د پرېکړې او د خوښۍ پر مهال د ژمنې کولو څخه ډډه وکړئ.
° لږې خبرې او ډېر کار وکړئ.
° د ستونزو پر وړاندې د صبر د خوږې مېوې څخه ګټه پورته کړئ.
° د خوښۍ پر وخت د شکر د خوندورې مېوې څخه استفاده وکړئ.
° د پلار، مور او نورو مشرانو سره د خبرو پر مهال، د هغوی خبرې په سړه سينه واورئ.
° ستونزې د ژونديو لپاره دي، تر کله چې ژوندی یې، ستونزې به وي، ځان ورسره عادت کړه.
° ستر او بريالي خلک د غريبو کورنيو څخه راپاڅېږي.
° که دې ۹۹ ځلې ماتې وخوړه، بيا هم هڅه وکړه، ښايي بريالی شې.
° دا درې څېزونه پرېږده چې تل دې روغتيا په برخه وي: تشويش، کم خوبي او ډېر خوراک.
° ته د ټولو ستونزو مسول نه يې.
° د خلکو خبرې پرېږده، ترڅو بريالی شې.
° د نن لپاره ژوند وکړه.
° که غواړې پراخ ليد ولرې، نو مطالعه وکړه.
° لګښت دې د عايد په پرتله کم کړه، ترڅو چا ته دې لاس اوږد نشي.
° ورزش دې ورځينی عادت کړه، ترڅو خوښ واوسې.
° يوې سپېڅلې موخې ته د رسېدو لپاره، ( ورکړې ) قربانۍ ته اړتيا ده.
° په ځوانۍ کې خولې تويې کړه، ترڅو په بوډاتوب کې اوښکې تويې نه کړې.
° نړۍ، درته تل موسکه ده، خو که ته ورته موسک واوسې.
° سپما وکړه، ترڅو پور وړی نشې.
° د يادښت کتابچه ده چې تا سره د لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله موخو په رسېدو کې مرسته کوي.
° په دې یقين ولره، ته نېکمرغه يې؛ خو که پر ځان اعتماد ولرې.
° په اونۍ کې د يو ښکلي او نوي ځای څخه ليدنه وکړه.
° ټولنېړې اړیکې دې پراخې کړه، ترڅو د خوښۍ او د ستونزو پر وخت د يوازيتوب احساس ونه کړې.
° نېوکې کمې کوه، ترڅو ټول درته احترام وکړي.
° ازموينه ستونزمنه نه ده، يوازې يې نوم ستونزمن او ډاروونکی دی.
° که غواړې دښمن دې وزورېږي نو سکوت اختيار کړه او يوازې يې پرېږده.
°  دا په ياد وساته! خوشحاله ملګری ستا د محفل څراغ بلل کېږي.
°  دا په ياد وساته! بې نظمي د ارامښت خلاف ده، نظم تا ته د سکون چاپېريال برابروي او تاته د ارامښت احساس درکوي.
°  وګوره چې ستاسو ژوندانه کې څه مهم دي؟ په همدې اساس خپل ژوند ته معيار وټاکه ترڅو د خپل ورځيني ژوند د کارونو په ترسره کولو کې د بې اهميته څيزونو په فکر کې نه شې.
°  دا مه هېروه!  ښه فکر او طلايي قلم خپل عادت وګرځوه.
°  که غواړئ تل خوښ واوسې نو څه چې لرې پرې شکر وکړه، شکر وکړه او شکر وکړه.
°  په ياد ولره! موسکا د ژوند مالګه ده او بې مينې ژوند اصلا ژوند نه دی.
°  په دې يقين وکړه! تريو تندی د هېڅ چا نه خوښېږي.
° دا درې څېزونه خپل عادت وګرځوه: مينه، خدمت او توجه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی