ټولنیز ژوند رسنۍ

که په دنده کې مو یواځې یو څه ته بدلون ورکولای شو، څه به و؟ موږ ځینې خلک راغږولي

لیکنه: شریف شاهین

سروې کوونکې: شیواني شرویستانه، هندۍ خبریاله

په اوسنۍ دنده کې خوشاله یۍ؟ که ځواب مو “هو” او یا هم “نه” وي؛ خو د خپلې دندې په اړه حتماً څه شته، چې بدلول يې غواړئ.
موږ د بیلابیلو ادارو له کارکوونکو سره غږیدلي یوو، او د هغوی ځوابونه مو دلته راخیستي دي:
۱ـ زما مدیر:
یو ۲۲ کلن ځوان، چې خپل نوم نه راښيي، وايي، “که ما کولای شو، چې د خپلې دنده په تړاو یواځې یو څه ته بدلون ورکړم، خپل مدیر به مې بدل کړی و.”
۲ـ د کار ساعتونه:
ریدما سیت، ۲۳ کلن وايي، “زه یو خبریال یم. شپه او ورځ لګیا یم، خبرونه او راپورنه چمتو کوم. کاش، چې زما کاري ساعتونه کم شي.”
۳ـ دنده:
“تاسې ته به ټوکه ښکاره شي، خو که ریښتیا درته ووایم، زه غواړم خپله دنده بدله کړم.”
۴ـ د کار لایحه:
سومیک شا، ۲۵ کلن دی، وايي، “زه د کار په لایحه انتقاد لرم. زه ډیر کار کوم، خو زما ددفتر ځینې همکاران ډير کم کار کوي؛ اما تنخوا مو یو ډول ده. زه د خپل مدیر له لورې د کار ددې ډول لایحې په وضعه کولو انتقاد لرم.”
۵ـ چغن همکاران:
پراني شرما، ۳۲ کلنه ده، وايي، “زه نه پوهیږم، چې ولې ځینې خلک بیځایه شور او شعب جوړوي. کاش دوې مې له دفتره ویستلای شول.”
۶ـ میټنګونه (جلسې):
تنیشا ۲۸ کلن دی، وايي، “له ډیرو میټنګونو نو زیاتې دوه سپږمو ته راغلی یم.”
۷ـ کاغذ پراني:
ریحا ۲۲ کلنه ده وايي؛ “زه د پروډکشن مدیر یم. کاغذ پرانۍ راته بیخي سردرد جوړ کړی. کاش دومره کار مې نه وی.”
۸ـ د کار زیاتوالی او بوج:
مالویکا شروف ۲۸ کلنه ده. هغه ډاکتره ده، وايي؛ “دومره کار لرم، چې بیخې نور يې راته عصاب خراب کړي. یوه شیبه استراحت ته هم وخت نه لرم. کاش چې خپل کار مې کمولای شوای.”
۹ـ تنخوا:
“زما نوم ادراج دی. ۲۵ کلنه یم. زه یوه مهندسه یم. معاش مې بیخي کم دی. کاش ما خپله تنخوا زیاتولای شوای.”
۱۰ـ سګرت او نصوار:
یو مستعار نومی وايي، ” کاش زموږ په دفتر کې مې په ډاډه زړه سګرټ، نصوار او نوره نشه کولای شوه. اجازه نه لرو.”

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین