روغه سټه

که پر لاره روان او موبایل ته ګورئ نو داسې پېښه ستاسو سره هم ګیدای شي- ویډیو

د امریکا په نیوجرسي کې امنیتي کمرو د هغې ښځې تصویرونه اخیستي چې په لاره روانه، موبایل ګوري او په دې ترڅ کې د لارې په منځ کې یوې ژورې پرانیستل شوې څاه ته غورځیږي.

ویل کیږي چې په څا کې دا غورځیدلې ښځه سخته ټپي شوې او روغتون ته یوړل شوه.

نوموړې په داسې حال کې چې په یو لاس کې یې پلاسټیکي کڅوړه او چتري نیولې په کیڼ لاس کې خپل موبایل ټیلفون ته ګوري چې نا برابره په لاره کې پرانیستل شوې کندې ته پریوزي.

دا میرمن په لویه لاره روانه ښکاري خو پر خپل موبایل کې داسې ورکه ده چې په خپل مخ کې پرانیستل شوې کنده چې د غورځیدو د مخنیوي لپاره یې دروازه لکه کټاره پرانیسي نه ګورې او پرې ورغورځیږي.
ویډیو

 

نژدې دوه ولاړ کسان چې دا پېښه ګوري مرستې ته ورځي خو تر ډیره نه پوهیږي چې په شپږ متره ژوره کنده کې له غورځیدلې او نادرکه ښځې سره څنګه مرسته وکړي.

وروسته د اور وژنې اداره ژغورونکي دا میرمن ژغوري خو ویل کیږي چې سره او نور وجود یې کاري ټپونه خوړلي دي.

پولیس وايي، د لارې په منځ کې دا ژوره څاه په ښار کې د ګازو د نلونو د ترمیم د چارو لپاره په موقته توګه پرانیستل شوې وه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */