اقتصاد

که نوی کور کرایه کوئ!

د کرایي کورونو او کوچ کشۍ په اړه مخکې هم غږېدلی یم. زړخوړینی کار دی.

په حمل میاشت کې مې تر ۳۰ ډېر کورونه وکتل، خو ټولو یې ستونزې درلودې. هلته له اوسېدونکو کورنیو سره پټ غږېدم، چې ولې ترې وځئ؟ چا ویل، نم لري، پوټکی اچوي، چا ویل، چې کوټې یې یخې دي. د یوه نیم دهلیز تنګ، تیاره او زړه خوړینوونکی و.

د ځینو هغو کوټې او نقشه خرابه وه، خو هر یوه یې خپله ستونزه درلوده. په یو شمیر سیمو کې د کرایو بیه ټیټه وه، خو په خوشال خان کې، چې زه سخت پرې مین یم! کورونه په خپل حال دي. نه یوازې دا، چې ټیټ شوي نه دي، کرایې یې لا هم لوړې شوې. په تېره د نویو کورونو!!

وايي ملا نورو ته مسالې کوي، خپلې پرې حملې کوي. زه نورو ته ښې مشورې ورکوم، خو خپله پرې عمل نه کوم. یانې د ځان لپاره ښه مشاور نه یم. دا څویم ځل دی، چې کډه کوم، خو هرځل په نوي کور کې زیان کوم. تېرځل مې په یوه کور کې کتابونه ته المارۍ جوړه کړې وه، خو د نوي کور په زینو کې نه پورته کېده. که شله ګي مې کړې وای، د زینو کټارې ماتېدې او که خرڅولای مې، نو په ارزانه بیه تله. ښه ده، چې په تل خونه کې مې یې غم وخوړ.

په نوي کور کې ډېر ځله رنګ او غوړ د سړي په طبع برابر نه وي. مجبورا په ځینو مواردو کې به یې له سره کوې. د پردو غم خو د هر نوي کور دی، خو دا ځل مې کړکۍ واردمخه اندازه کړې وې. یوازې پردې نه دي، له هغو سره به راډونه هم اخلئ او راډ لګوونکي ته به هم د برمې وهلو اجوره ور کوئ، که خپله یې لګوئ، نو دېوال به مو کنډ او کپر کړی وي.

هر نوی کور خپلې ستونزې لري. په کور کې مې له نل نه نیولې تر نم، دېوالونو، د کوټو تر رنګونو، ساکټونو او هر بل شي پورې هرڅه ذره په ذره وکتل. د ټلویزیون د انتن په یوه سوري کې اوبه راغلې وې، ما وې دا نم دی، سړي ویل، چې دا د لین په سوري کې اوبه راغلې، ما وې یوځل یې بام ګورم. سر ترپایه مې هرڅه وکتل، خبره یې پرځای را وبرېښېده. ده هم ویل، چې دا څومره باریک بین یې! ما وې، یو کال قرارداد کوم، هسې نه، چې پر دویمه ورځ بیا مجبور وم، چې کډه وکړم. پیشکي پیسې مې ورکړې او یوازې په الماریو یې ۵۰ زره افغانۍ مصرف کړې. اوس دی هم خوشاله دی، چې کور یې سم جوړ دی او زه هم پکې راضي یم، چې ظاهرا هرڅه مې پرې سم کړل.

غټ کور، دوه منزله کور او سترې کوټې پیدا کول کمال نه دی. دا همدغسې غټې ستونزې او لګښتونه هم لري. ځینې کسان، په تیره هغوی، چې له پېښوره راځي، غټ کورونه نیسي. وروسته ، چې کډه راوړي، نه په فرش پسې رسیږي او نه هم د کوټو په تودولو پسې. وروسته، چې دا هرڅه سره سموي او اضافي لګښتونه حسابوي، په لوړه کرایه ورته تمامیږي.

دې ته یې هم فکر نه وي، چې ښوونځی، کلینیک، دوکانونه، نانوايي، درملتون او نور د اړتیا وړ توکو پلورنځي ترې په څومره فاصله کې پراته دي؟ وروسته بیا له یو عالم ستونزو سره لاس او ګریوان وي. زه یو کس پېژنم، چې د کابل په یوه لرې پرته سیمه کې یې ځای په کرایه ونیوه.

د میلمنو غم اخستی و، ښه غټ ځای یې نیولی و. کله، چې ورسره لاړم، ګورم چې کوټې یې سم سالونونه دي او په لسو بخاریو هم نه تودیږي. سړی مې دې ته وهڅاوه، چې له یوې میاشتې کرایې تیر شي او یو بل کور ونیسي. خبره یې ومنله. دویم کور یې تر لومړي ښه او مناسب دی.

د نوي کور په کرایه کولو کې باید کله هم سطحي نظر ونه شي.

یو کور به په ۳۰۰ ډالره در کوي، خو چې کورته کډه کوې، پوهیږې، چې کور ډېر کار غواړي. مصرف درنه کیږي او وروسته، چې سنجش کوې، کرایه دې ۵۰۰ ډالرو ته رسېدلې وي. دا په کور نیولو کې تر ټولو مهمه مساله ده. که تغییر پکې راوړئ، د کور له څښتن سره واردمخه تفاهم پرې وکړئ. ژر ژر کور بدلول هم ګټور کار نه دی، ځکه ډیر مصرف اخلي. په کډه کولو کې ځینې شیان ماتیږي، د مزدورانو او موټر پیسې در باندې راځي او د معاملاتو لارښوونې دفتر هم پیسې درنه اخلي.

کوښښ وکړئ کور پخپله پیدا کړئ، د معاملاتو والا خو نیمايي کرایه اخلي، چې سم شین کفر دی!!

رنګ مفت نه دی. د نېشنل په څېر سټنډرد رنګ خو قوطی په ۸۵۰ افغانۍ دی. کېدای شي تاسې د یوې کوټې لپاره یو قوطی په پام کې نیولی وي، خو هغه به دوه یا درې قوطي خوري. کله هم ګډ رنګ یا د رنګ او تغییر محلول مه کاروئ.

کوښښ وکړئ، چې طبیعي د کمپنۍ رنګ وکاروئ، ځکه د تغییر په استعمال سره که ستاسې سپین رنګ په کریمي اوړي، د ستونزې پرمهال تاسې هوبهو لومړنی رنګ نه شئ جوړولای. رنګمال ماشین نه دی، چې هغه ته په ( تغییر) سره د رنګ د غلظت او څرنګتیا پته ولګیږي. هر رنګ خپله درجه لري، کوښښ وکړئ چې د جوړېدونکو رنګونو پرځای درجه لرونکي سټنډرډ طبیعي رنګونه واخلئ.

ددې ښه والی دادی، چې که وروسته مو کوټه کې رنګ خرابیږي، نو تاسې به اصلي رنګ اسانه پیدا کولای شئ. که داسې نه وي، مجبور یئ، چې کوټه له سره رنګ کړئ. دغه راز د رنګمالۍ پرمهال له هر رنګ نه یوه اندازه ساتئ، ځکه کله مو، چې کوم ځای رنګ الوزي، له پاتې شوني یې رنګولای شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */