بریا او پرمختګ زده کړې

که مو دا لنډې لارښوونې عملي کړې، نو تکړه او بریالی ویناوال کیدای شئ

ليکنه: محمد عزيز پردېس

۱- د کاميابه ويناوال وينا درې برخې لري: د پيل خبرې، په اصلي موضوع خبرې او د پای خبرې.
۲- بريالی ويناوال د وينا پر مهال د وېرې، اندېښنې او وارخطايۍ په نامه اصلا څه نه پېژني.
۳- بريالی ويناوال د وينا پر مهال په ټاکل شوې موضوع بشپړ برلاسی وي.
۴- مخکې له وينا څخه په ټاکل شوې موضوع پوره مشق او تمرين کوي.
۵- کاميابه ويناوال مخکې له وينا څخه ژوره ساه اخلي، په زړه کې د الله تعالی څخه مننه کوي او د خپلې وينا د بري لپاره ترې مرسته غواړي.
۶- غښتلی ويناوال د وينا مهم ټکي په څرګند ډول ليکي او خپلې حافظې ته يې سپاري
۷- بريالی ويناوال د وينا پر مهال ښکلی او مناسب لباس ځان لپاره ټاکي ترڅو د ګډونوالو توجه ځان ته جلب کړي.
۸- بريالی ويناوال چې کله د غمشريکۍ په مناسبتونو وينا کوي نو خپله وينا او څېره داسې عياروي چې بايد غمشريکي ولېږدوي.
۹- بريالی ويناوال تل د ګډونوالو سره د سترګو په وسيله صميمي تماس ساتي.
۱۰- تل په مينه ناک انداز ګډون کوونکو ته ګوري.
۱۱- بريالی ويناوال د وينا پر مهال خپل يو ګډون کوونکي ( بلد شخص ) سره تماس ساتي ترڅو هغه د ده وينا په موسکا يا د سترګو په اشارو تائيد کړي چې دا په خپله ويناوال ته جرائت ورکوي او په تدريج سره هرچا ته کتلی شي.
۱۲- د ويناوال غږ بايد ورو؛ خو د ګډون کوونکو شمېر له مخې يې بايد اواز کافي لوړ وي.
۱۳- موسکا د هرچا وړيا شتمني ده، ويناوال بايد د وينا پر مهال په مناسب ډول موسکی واوسي.
۱۴- سهوې له هر انسانه کيدای شي، که له ويناوال څخه د وينا پر مهال غلطې وشوه، بايد وارخطا نشي او خپل ثبات بايد له لاسه ورنکړي.
۱۵- کله ناکله د وينا پر مهال يوه مودبانه ټوکه هم ښه وي؛ خو ډېرې او بې ارتباطه ټوکې زيان اړولی شي.
۱۶- بريالی ويناوال د وينا پر مهال د ځان څخه ډېرې کيسې نه کوي او په اصلي پيغام ډېر تمرکز کوي.
۱۷- په وينا کې کليمې ٪۷، ښه غږ او خبرې ٪۳۸ او د‌ بدن حرکات ( Body language ) ۵۵٪ اهميت لري.
۱۸- که وينا هرڅومره علمي او ادبي وي؛ خو که د ويناوال په غږ کې صداقت او له موضوع سره ژوره مينه نه وي نو د وينا اغېز به نه وي او يا به کم وي.
۱۹- تکړه ويناوال په رسمي غونډو کې لږ او په غير رسمي غونډو کې ډېر حرکات ترسره کوي.
۲۰- ويناوال د وينا څخه وړاندې داسې خواړه نه خوري چې د ده پر ستوني دې بد اغېز وکړي او غږ يې خراب کړي.
۲۱- بریالی ويناوال د برياليو ويناوالو کتابونو، ويډوګانو او نورو موادو څخه ګټه پورته کوي.
۲۲- بريالی ويناوال تل خپلې ويناوې ثبتوي، خپله يې اوري او خپلې تېروتنې پکې جوتوي.
۲۳- بريالی ويناول مخکې له وينا څخه داسې څه نه خوري چې د دې ستوني د خرابوالي لامل وګرځي.
۲۵- بريالی ويناوال د ځان کوچنۍ د يادښت کتابچه او يا هم کومه بله وسيله لري، ترڅو د خبرو پر مهال د ګډونوالو د پوښتنو مهم ټکي پکې وليکي.
۲۶- بريالی ويناوال د ګډونوالو مادي او معنوي حالت په کتو خپله وينا وړاندې کوي.
۲۷- د وينا پر مهال ښي او کيڼ لوري ته قدم وهل مو وينا اغېزمنه کوي.
۲۸- د وينا پر مهال خپل څنګ ته يا هم د خطابې پر دريځ يو ګېلاس اوبه ايښودل د بريالي ويناوال يوه ځانګړنه ده.
۲۹- بريالی ويناوال په ټاکلې موده کې وينا بشپړوي.
۳۰- بريالی ويناوال هېڅګله تر اغېز يا تاثير لاندې نه راځي، ځکه کافي تمرين لري. يانې له ځان سره ډېر تمرين کوي.
۳۱- بريالی ويناوال هغه الفاظ چې اړين دي، په فشار سره وايي. د بېلګې په ډول: تاسو بايد ژر راشئ. په مخکينۍ جمله کې د ژر په کليمې چې بولډ شوې ده؛ فشار راوړل دا مانا ورکوي چې، ويناوال په ژر راتګ ټينګار لري.
۳۲- بريالی ويناوال د هرې خبرې په پای کې له ګډونوالو د وينا په اړه د پوښتنو هيله کوي، خو وخت او اړتیا ته په کتو.
۳۳- بريالی ويناوال له وينا وړاندې په هر اړخيز ډول ځان بشپړ چمتو کوي.
۳۴- کاميابه ويناوال تل د برياليو ويناوالو لکه، باراک حسين اوباما… خبرې اوري.
۳۵- بريالی ويناوال د خپلې حافظې د پياوړتيا لپاره هراړخيزه هڅه کوي، ترڅو د وينا پر مهال د هېرونې سره مخامخ نشي.
۳۶ – بريالی ويناوال د ليدونکو او اورېدونکو د اعتماد راخپلولو لپاره تر بل هر څه کوښښ کوي.
۳۷- بريالی ويناوال مخکې له وينا څخه څخه د ټاکل شوې موضوع مهمې برخې په شارټ کټ ډول له ځان سره ياداشت کوي.
۳۸- تکړه ويناوال چې کله مطالعه کوي، مهم ټکي يې ځان سره ياداشت کوي، ترڅو په ويناوو کې ترې ګټه پورته کړي.
۳۹- غښتلی ويناوال د وينا پر مهال تل خوښ، خندان او بشاش وي.
۴۰ – بريالی ويناوال د ګډونوالو نېوکې په سړه سينه اوري او مني يې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی