روغه سټه

که مثبت فکر وکړئ، نو په ورځني ژوند کې به یې حیرانونکې ګټې ووینئ

دا مهم ټکي هیري فورډ په نوم لېکوال د Mayo Clinic مایوو روغتیايي مرکز له څیړنو په انګلیسي ژبه راخیستي او ما دلته ژباړلي دي.

څوک چې مثبت فکر کوي، لاندې ګټې ورته رسولی شي، هیله ده ټول ترې مستفید شو.

۱- په رواني لحاظ به بیخي روغ جوړ اوسي، ځکه هغوی چې منفي فکر پسې ډیر ځغلي، په رواني روغتیا پسې به هم ځغلي.کله چې موږ هر څه ته له منفي اړخه ګورو، دا عیناً یوه رواني ناروغي هم ده.

۲- کله که له ژور خفګان سره مخ کیږې، کچه یا اندازه به یې ډیره ټیټه وي، خو که چیرته یو څوک منفي فکری وي او کله هم پرې ژور خفګان راشي، نو د ژور خفګان کچه یې څو چنده زیاتیږي او د انسان د بربادۍ سبب کیږي.

۳- د مثبت فکر خاوندان د اوږده ژوند تمه او هیله لري، یعنې هغوی ډیرو شیانو ته په مثبته توګه ګوري او مثبته استفاده ورځیني کوي، خو منفي فکره انسانان بیا داسې نه وي.

۴- د عادي فشار کچه یې هم تر ټولو په ټیټه حالت کې وي، لکه هغو ورځینو عادي فشارونو ته چې ورسره مخ کیږي هیڅ زړه نه وهي بلکې خپل کار کوي. یعنې عادي فشارونو ته نه تسلمیږي.

۵- تل به مېنه ناک یاست، هدف دا دی چې تل به درته هر څوک ګران او ورسره خوښ یاست، ځکه کله چې یو چا سره نرم او مینه ناک تعامل وکړې، نو هغه کس درته ډیر احترام کوي.

۶- ستونزې ښه مدیریت کولی شي او مهارتونه ښه کارولی او ترلاسه کولی شي. یعنې کله چې په ژوند کې له ستونزو سره مخ کیږي، لازمې حل لارې ورته راباسي او کله که مهارتونو اړتیا شي ښه یې کارولی او ترلاسه کولی شي.

۷- مثبت فکر سره د زړه د حملې او نورو خطرناکو او مرګونو ناروغیو کچه کمیدای او حتا مخنیوی یې ورسره کیدای شي.

۸- انسان په فزیکي او جسمي ډول سره تندرسته او پياوړی کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */